Connect with us

تازه خبرونه

په هرات کې له ۵۰۰ ډېر لرغوني آثار موزیم او آرشیف ته سپارل شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۶, ۱۴۰۳)

د هرات اطلاعاتو او کلتور رياست څرګنده کړې، چې په تېرو دوه کلونو کې د دغه ولايت له ٥٠٠ څخه ډېر لرغوني آثار د دغه ولايت موزيم او آرشیف ته سپارل شوي دي.

د یاد ریاست د څرګندونو له مخې، په تېرو دوه کلونو کې اسلامي امارت ۲۱۵ تاریخي او لرغوني آثار کشف کړي او د هرات موزیم ته سپارل شوي او څه باندې ۳۰۰ نور آثار د هڅوب مینه‌والو موزیم ته ډالۍ کړي دي.

د دې رياست مسوولينو ډاډ ورکړی، چې د يادو آثارو د ساتنې او پالنې لپاره يې له مرکزي چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې دا آثار بېرته ورغوي، چې نندارې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

تازه خبرونه

دولتي بنسټونه د برښنا له شرکت څخه یو نیم میلیارډ افغانۍ پوروړي دي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان برښنا شرکت چارواکو ويلي، تېر کال یې د برښنا له لګښت څخه ۳۷ میلیارډ افغانۍ عواید ترلاسه کړي؛ خو دولتي بنسټونه له دغه شرکت څخه ۱.۵ میلیارډ افغانۍ پوروړي دي، چې باید سږ کال یې ورکړي.

دغه راز دې شرکت تېر کال د درې میلیارډ افغانیو پر ارزښت له سلو ډېرې پروژې پلې کړي؛ ځکه د پېنځه کلن پلان له مخې باید افغانستان د وارداتي برښنا له انحصار څخه خلاص شي.

د برښنا شرکت چارواکو په یوه کلنۍ خبري ناسته کې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه خلکو ته معلومات ورکړل.

د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رییس عبدالرحمن رحماني ویلي: په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې یې له ۳۷ میلیارډ افغانیو ډېرعواید ترلاسه کړي، چې یوه برخه یې هغو هېوادونو ته ورکړیوې، چې له دوی څخه برښنا واردوي او د درې میلیارډ ډالرو پر ارزښت یې د برښنا د تولید څه باندې ۱۰۰ پروژې پلې کړې دي.

د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي زیاته کړې؛ د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په برخه کې پرمختګ شوی او د برښنا پیسې یادو هېوادونو ته ورکړ شوې دي. دغه شرکت هڅه کوي، چې په څو نورو کلونو کې د اړتیا وړ برښنا له کورنیو سرچینو څخه چمتو کړي.

د برښنا شرکت د سوداګریزې څانګې مرستیال میرویس عطايي ویلي؛ د یو شمېر نیمه کاره پروژو کار پیل شوی او په هېواد کې د برښنا د تولید ظرفیت هم لوړ شوی دی. دا مهال دولتي بنسټونه د برښنا شرکت ۱.۵ میلیارډ افغانۍ پوروړي دي او ټاکل شوې، چې سږ کال دغه پیسې ورکړي.

ویل کیږي، چې د ۶۸ میلیون افغانیو پر لګښت د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د سب سټېشن د بیارغونې چارې، له شبرغان څخه تر دشت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا مزي د لېږد چارو پیل، د کابل له ارغندي څخه تر غزني پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا مزي د غځولو کار پیل شو. د نور الجهاد سب سټیشن ډیزاین د دې شرکت بله لاسته راوړنه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د شتون په اړه شواهد لرو – د پاکستان پوځ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۳)

د پاکستان پوځ یو ځل بیا ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره کاروي او په دې اړه کوټلي شواهد شته.

د پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري نن سې‌شنبه د غویی اتلسمه) په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو ریښه په افغانستان کې ده.

هغه ټینګار کړی، چې پاکستان د ترهګرۍ ضد هڅو ته ژمن دی او د ټي ټي پي د له منځه وړلو لپاره به هره شونې لار وکاروي.

نوموړي زیاته کړې؛ د پاکستان امنیتي ځواکونه به د ترهګرو پر وړاندې تر هغه ځایه، چې شونې وي مخکې ولاړ شي.

چوهدري د عاملینو د محاکمې تر څنګ ویلي: د ستر درستیز د څر\ندونو له مخې ترهګر په پاکستان کې ځای نلري.

د پاکستان د پوځ ویاند د افغان کډوالو د مسئلې په اړه ویلي: په میلیونونو افغانان اوس هم په پاکستان کې اوسیږي. په داسې حال کې، چې له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. پاکستان له افغان کډوالو سره مرسته کړې او نړۍ هم پرې پوهېږي.

هغه زياته کړې؛ په پاکستان کې د افغان وګړو د شتون له کبله د قانون او نظم وضعيت خراب شوى او تر اوسه له ٥٦٣ زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې له دې مخکې اسلامي امارت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان شتون رد کړی او څرګندوي، چې د پاکستان امنیتي ستونزه له افغانستان سره هیڅ تړاو نلري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!