لوبی
آریانا ټلویزیون د کابل کرکټ غوره لیګ د دوهیم پړاو د خپراوي حق ترلاسه کړ
آریانا ټلویزیوني شبکې په ډاګه کړې، چې په قانوني توګه یې د ۲۰۲۴ ز.کال د کابل کرکټ غوره لیګ دوهییم پړاو د تولید او خپراوي حق ترلاسه کړی دی.
د کابل کرکټ غوره لیګ سیالۍ به په ایوبي سپورټس کمپلیکس کې ترسره شي.
د دغه لیګ د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د آریانا ټلویزیون د سوداګریزې برخې مشر لطفالله ستانکزي څرګنده کړه: د آریانا ټلویزیون مشرتابه د سپورټ ودې ته ژمن دی او د ایوبي سپورټس کمپلکس له مسوولینو سره به هېوادوالو ته د تفریح د وړاندې کولو په برخه کې همکاري وکړي او لوبغاړي، چې په بېلابېلو لوبډلو کې لوبیږي؛ افغانستان ته ویاړ ورپربرخه کړي.
د ايوبي سپورټي کمپلکس مسوولينو ويلي، چې راتلونکې سيالۍ به د مينهوالو لپاره د ډېرو نورو لیوالتياوو زیری هم واري.
د ايوبي سپورټس کمپلکس رییس عبدالطيف ايوبي وایي: د کابل غوره ليګ پيليږي او دا به يې دوهیيم پړاو وي. آریانا ټلویزیون د تېر پړاو لوبې هم پر ژوندۍ بڼه خپرې کړې وې. تېر کال ښې سیالۍ وې. سږ کال به له نوښتونو او لیوالتیاوو ډکې لوبې ولرو.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د کابل غوره ليګ په لومړي پړاو کې پېنځه لوبډلو برخه اخيستې وه؛ کابل زلمی، اباسین هنټرز، پامیر سټارز، شاهین الوین او شمشاد ایګل لوبډلې ولوبېدې او په دوهیم پړاو کې به یو له بل سره مخ شي.
لوبی
هند د افغانستان پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اتلولي وګټله
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه د ۹ ویکټو پر توپیر وګټله او د دې لړۍ اتلولي یې خپله کړه.
په دې لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د افغانستان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدا په ۴۴ اعشاریه ۲ آورونو کې ۲۱۸ منډې وکړې او هند ته یې د ۲۱۹ منډو هدف وټاکه.
د توپوهنې په برخه کې حشمتالله شهیدي ۱۳۱ توپونه ترسره او ۱۰۲ منډې یې وکړې.
د هند لوبغاړو ټاکل شوی هدف په ۲۸ اعشاریه ۴ آورونو کې د یوې ویکټې پر زیان پوره کړل او له دې سره یې د سیالیو د دې لړۍ اتلولي وګټله.
هند له دې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۷ ویکټو او په دوهیمه لوبه کې د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
لوبی
د ۵۰ اووریزو سیالیو لړۍ؛ هند په دوهیمه لوبه افغانستان ته ماتې ورکړه
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یوورځنیو سیالیو د لړۍ په دوهیمه لوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
هند په ۴۹.۵ آوورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو ۴۰۲ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۴۰۳ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان ملي لوبډلې ونه شو کولی ټاکل شوی هدف پوره کړي او د خپلو ټولو لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۴۴.۳ آوورونو کې ۲۳۲ منډې جوړې کړې.
د هند لکنهو ښار د ایکانا لوبغالي د دې لوبې کوربتوب کاوه.
د منډو جوړولو په برخه کې، شوبمن ګیل له ۱۱۰ توپونو ۱۵۴ منډې او ایشان کېشن له ۷۹ توپونو ۱۲۵ منډې جوړې کړې. شوبمن ګیل ۲۲ څلوریزې او ۲ شپږیزې ووهلې او ایشان کېشن ۱۴ څلوریزې او ۷ شپږیزې ثبت کړې.
د افغانستان له لوبډلې راشد خان ۳ ویکټې واخیستې.
د یادونې ده، چې د افغانستان ملي لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې خوړلې وه.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو د اګست پر نولسمه په کابل کې پیلېږي
تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووهلسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوهیمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوهیم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نهدی او وروسته به اعلان شي.
د افغانستان اتلانو لیګ (ACL) د شپږم پړاو د رسمي پیل نېټه تائید شوه او ټاکل شوې دا سیالۍ، چې د هېواد د فوټبال تر ټولو معتبره کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي؛ د اګست پر نولسمه په کابل کې پیل شي.
تنظیموونکي وايي، د سیالیو لومړی نیمایي پړاو به د اګست له نولسمې د سپټمبر تر اووهلسمې پورې ترسره شي. په داسې حال کې، چې دوهیمه نیمایي به د اکټوبر له لسمې د نومبر تر نهمې دوام وکړي. د دوهیم پړاو د ترسره کېدو ځای اوس وروستی شوی نهدی او وروسته به اعلان شي.
د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) به یو ځل بیا د دې لیګ ټولې سیالۍ پر ژوندۍ او انحصاري بڼه په ټول افغانستان کې خپرې کړي، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فوټبال مینهوال وکولی شي سیالۍ له نږدې وڅاري.
د افغانستان د اتلانو لیګ د هېواد د فوټبال تر ټولو مهمه کورنۍ سیالۍ ګڼل کېږي، چې د بېلابېلو ولایتونو غوره کلبونه سره راټولوي او د نویو استعدادونو د راڅرګندېدا لپاره د لوړې کچې د سیالۍ زمینه برابروي.
دا نوی پړاو د پېنځم پړاو له بریالي ترسره کېدا وروسته پیلېږي؛ هغه سیالۍ، چې د ۲۰۲۵ز.کال په ډسمبر کې د ابو مسلم فراه لوبډلې پر دوهیمې پرلهپسې اتلولۍ پای ته ورسېدې. دې فراه میشتې لوبډلې ټولې ۹ لوبې وګټلې او ځان یې د افغانستان د فوټبال له پیاوړو لوبډلو څخه ثابت کړ.
په پېنځم پړاو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو ۱۰ کلبونه برخه لرله او سیالۍ له پراخ ولسي هرکلي سره مخ شوي. د آریانا ټلویزیون ژوندۍ خپرونې هم د دې لیګ په شهرت کې مهم رول ولوباوه.
د آریانا راډیو او ټلویزیون د ۲۰۲۵ز.کال په اوږدو کې له د افغانستان فوټبال فډراسیو (AFF) سره د هوکړې له مخې د پېنځم، شپږم او اووم پړاو د تولید او خپرولو انحصاري حق ترلاسه کړی دی.
تمه ده، چې د ګډون کوونکو لوبډلو د سیالیو بشپړ پروګرام او د دوهیم پړاو د ترسره کېدا ځای په راتلونکو اوونیو کې اعلان شي. له مینهوالو غوښتنه شوې، چې د تازه معلوماتو لپاره د آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون ټولنیزې پاڼې وڅاري.
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه4 days agoپه کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
نړۍ4 days agoشمالي کوریا به خپل اټومي دریځ وساتي – کیم جونګ اون
-
International Sports4 days agoمسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
-
سوداگري3 days agoد افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoله افغانستان سره تعامل د بېثباتۍ د مخنیوي لپاره اړین دی – قزاقي استازی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه
