نړۍ
په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ د شتمنو کسانو نوملړ خپور شو
فوربس خپرونې د ۲۰۲۴ ز. کال د نړۍ د میلیارډرانو وروستی کلنی نوملړ خپور کړ، چې شمېر یې د تېر کال پر پرتله له ۱۴۱ کسانو څخه زیات شوی او دا تر بل هر وخت ډېر شتمن کسان دي.
د دغه نوملړ له مخې په نړۍ کې د میلیاردرانو شمېر ټولټال ۲۷۸۱ کسان دي. د دغو کسانو ټوله شتمني له ۱۴ اعشاریه ۲ ټریلیون ډالرو سره برابره ده، چې د ۲۰۲۳ کال پر پرتله ۲ ټریلیون ډالره زیاته شوې ده.
مخکې له دې د میلیارډرانو شمېر او د هغوی د شتمنیو زیاتوالی ریکارډ ماتونکی و؛ په ۲۰۲۱ کال کې ۲۶ میلیارډران په نوملړ کې راغلي وه او د هغوی ټوله شتمني یو اعشاریه یو ټریلیون ډالره زیاته شوې وه؛ خو ۲۰۲۴ کال دغه ریکارډ مات کړ.
په دې نوملړ کې میلیارډران د پخوا پر پرتله نور هم شتمن شوي او دوه پر درېیمه برخه شتمني یې زیاته شوې ده.
د دې نوملړ له ټولو مخکښو ۲۰ کسانو د تېر کال پر پرتله تر ټولو ډېره مالي ګټه کړې او له ۲۰۲۳ کال راپدیخوا یې په خپلو ټولو شتمنیو کې ۷۰۰ میلیارډ ډالر ګټه ډېره کړې ده.
امریکا هم ۸۱۳ میلیارډران لري، چې په نړۍ کې د میلیارډرانو تر ټولو لوی هېواد دی؛ چین ۴۷۳ میلیارډران او هند ۲۰۰ میلیارډران لري، چې د دغو هېوادونو لپاره نوی ریکارډ دی.
فوربس خپرونې د دغو کسانو د شتمنيو د محاسبې لپاره د ۲۰۲۴ کال د مارچ له اتمې څخه د تبادلې ونډې او نرخونه کارولي دي.
برنارډ ارنولټ او د هغه کورنۍ د ۲۳۳ میلیارډ ډالرو خالص ارزښت لري، چې د نړۍ ترټولو بډایه خلکو کې شمېرل شوي دي.
ارنولټ د هولډینګ LVMH رییس دی، چې په فرانسه کې د سینګاري شیانو تولیدوونکي شرکتونه لري. دا کورنۍ معمولا د فوربس خپرونې په نوملړ کې د نړۍ د درې بډایه خلکو تر څنګ وه.
ایلان ماسک، چې یو وخت د نړۍ تر ټولو بډایه شخص و؛ د ۱۹۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت خالصه شتمني لرۍ او په نوملړ کې یې دوهیم ځای خپل کړی دی. مسک، د Tesla او SpaceX بنسټ ایښودونکي دی او په ۲۰۲۲ کې یې ټویټر پر ۴۴ میلیارډ ډالرو وپېره او نوم یې هم ایکس ته بدل کړ.
فوربس اټکل کوي، چې ماسک د ټولنیزې شبکې شاوخوا ۷۴ سلنه ونډه لري، چې اوس ارزښت نږدې ۷۰ سلنې ته راکښته شوی دی. د ارزښت دا کمښت او نور عوامل لکه د ټیسلا عاید کمېدا په تېرو دوه کلونو کې د ماسک د شتمنیو خالص ارزښت نور هم کم شوی دی.
د امازون بنسټ ایښودونکی جیف بزوس، چې شتمني یې د ۱۹۵ میلیارډ ډالرو خالص ارزښت لري؛ د نړۍ درېیم شتمن کس دی. له ده وروسته د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ دی، چې د ۱۷۷ میلیارډ ډالر شتمني لري.
په دې نوملړ کې نور مشهور نومونه دا دي:
۱۰۰. د فاکس نیوز بنسټ ایښودونکی روپرټ مردوک او کورنۍ یې د ۱۹ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو شتمني لري.
۱۳۷. د امریکا د فوټبال کلب دالاس کاوبای مشر جیري جونز د ۱۳ اعشاریه ۹ میلیارډ ډالرو شتمني لري.
۱۳۳۰. مشهور سندرغاړی Jay-Z د ۲ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو ارزښت لري.
۱۸۵۱. د ټولنیزو رسنیو مشهور شخصیت کیم کارداشیان، چې د ۱ اعشاریه ۷ میلیارډ ډالر شتمني لري.
۲۵۴۵. سندرغاړی ټیلر سویفټ د ۱ اعشاریه ۱ میلیارد ډالرو شتمني لري.
د نړۍ د میلیارډرانو په نوملړ کې تر ټولو بډایه ښځه په پېنځلسم ځای کې ده، چې د لوریال د بنسټ ایښودونکي لمسۍ فرانسوا بیټینکورټ مایرز ده، چې د نړۍ له ټولو شتمنې میرمنې په توګه د هغې شتمني ۹۹ اعشاریه ۴ میلیارډ ډالراټکل شوې ده.
له بیټینکورټ وروسته څلور بډایه میرمنې دا دي:
۲۱. د والمارټ پلورنځیو بنسټ ایښودونکې الیس والټن د سیم والټن لور د ۷۲ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر شتمني لري.
۲۳. جولیا کوچ او د هغې درې ماشومان، چې د خپل میړه له مړینې وروسته د کوچ صنعت کې ډېره ونډه ورته په میراث پاتې ده او د ۶۴ اعشاریه ۳ میلیارډ ډالر شتمني لري.
۳۵. د مارس د چاکلیټو او خوراکي توکو د شرکت د درېیمې برخې خاونده جاکولین مارس، چې شتمني یې ۳۸ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالره ده.
۴۳. د جیف بیزوس پخوانۍ میرمن مکینزي سکاټ، چې د ۳۵ اعشاریه ۶ میلیارد ډالرو پر خالص ارزښت شتمني لري.
نړۍ
ټرمپ په واشنګټن کې د پوځي مراسمو پر مهال له شي جینپینګ هرکلی وکړ
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې پر رسمي او زړهراکښونکو پوځي مراسمو کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ هرکلی وکړ. د دواړو هېوادونو مشران به په درېورځنۍ ناستې کې پر سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او نورو مهمو اختلافلرونکو موضوعاتو خبرې پیل کړي.
شي جینپینګ د چارشنبې پر مازيګر د میریلینډ ایالت انډریوز ګډې اډې ته ورسېد، چې ترمپ او د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ له هغه او پینګ لییوان هرکلی وکړ.
د چین له ولسمشره پر سره غالۍ، پوځي تشریفاتي ګارډ، پوځي ډلې او د امریکا د بي-۱ دوه بمغورځوونکو الوتکو پر الوتنه هرکلی وشو. دا له ۱۹۶۲ز.کال راپدېخوا لومړی ځل دی، چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې له یوه بهرني مشر څخه په خپله هرکلی کوي.
دا له ۲۰۱۵ز. کال راپدېخوا واشنګټن ته د شي جینپینګ لومړی سفر دی او په داسې مهال ترسره کیږي، چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د سوداګرۍ ترمنځ نازک اوربند وساتي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د چارشنبې پر ورځ ویلي؛ واشنګټن او بیجینګ هوکړه کړې، چې اوسنی سوداګریز اوربند تر جنوري وغځوي. ټاکل شوې وه، چې دغه هوکړه د نومبر پر لسمه پای ته ورسیږي.
د هوکړې له مخې، امریکا پر ځینو چینايي توکو تعرفې راکمې کړي او چین هم د نادرو منرالونو پر صادراتو محدودیتونه کم کړي دي.
بسنټ ویلي، د چین د لومړي وزیر له مرستیال هه لیفینګ سره په خبرو کې د پراخې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو امکان هم څېړل شوی دی.
شي جینپینګ په یوه خبرپاڼه کې، چې د چین دولتي خبري آژانس شینهوا خپره کړې ویلي، چې امریکا او چین باید« ملګري وي، نه سیالان».
هغه زیاته کړې، چې د دواړو هېوادونو همکاري د نړۍ پر ګټه تمامېدی شي.
تمه ده، چې په دې ناسته کې د سوداګرۍ او تعرفو، نادرو منرالونو، د کرنیزو محصولاتو صادراتو، مصنوعي ځیرکتیا، تایوان او له ایران سره د روانې شخړې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشي.
ترمپ به له چین څخه د امریکايي کرنیزو محصولاتو د پېرلو د زیاتولو، د چین نادرو منرالونو ته د ډېر لاسرسي او پر امریکايي توکو د چین د تعرفو د کمولو غوښتنه وکړي.
د تایوان موضوع به هم د دواړو مشرانو په خبرو کې وړاندې شي. بیجینګ دې ټاپو ته د امریکا د وسلو له پلور سره مخالفت کوي.
شي جینپینګ په دې سفر کې د چین د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو، د کمونېست ګوند د سیاسي دفتر د دایمي کمیټې غړي کای چي، د لومړي وزیر مرستیال هه لیفینګ او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په ګډون ملګری دی.
تمه ده، چې د چین ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ د سپینه ماڼۍ په رسمي ماښامنۍ کې ګډون وکړي او د امریکا د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت یو شمېر مشران به هم په دې مېلمستیا کې ګډون ولري.
دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د ډېر نفوذ ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره سیالي کوي او هممهاله د دې ټکنالوژۍ د تنظیم او احتمالي خطرونو په اړه هم خبرې کوي.
ټاکل شوې، چې د شي جینپینګ سفر د جمعې پر ورځ پای ته ورسیږي.
نړۍ
یا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سېشنبه د ملګرو ملتونو په یواتیاومه عمومي غونډه کې د واشنګټن له پالیسۍ دفاع وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران د سولې هوکړې ته ونهرسېږي، امریکا کولی شي د ایران اسلامي جمهوریت« له منځه یوسي».
ټرمپ ویلي، د امریکا پوځي اقداماتو ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړی او اوس تهران باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
هغه وایي:« یوه ستره پرېکړه زما مخې ته ده؛ آیا له ایران سره به داسې هوکړه وشي، چې دې هېواد ته د بیا رغېدا او ډېر پیاوړي هېواد د جوړېدا اجازه ورکړي؛ که اسلامي جمهوریت له منځه یوسم؟!»
د امریکا ولسمشر له نړۍ هم وغوښتل، چې له واشنګټن سره د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره همکاري وکړي، چې تهران خبرو او هوکړې ته اړ شي.
ټرمپ وړاندویېنه کړې، چې د نومبر پر درېیمه د امریکا له منځمهالو ټاکنو وروسته به یې حکومت له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدا لپاره هڅې وکړي.
دغه راز هغه ټینګار کړی، چې که هوکړې ته ونهرسېږي؛ نورې لارې به هم پر مېز وي.
ټرمپ په ملګرو ملتونو کې له وینا وروسته هم د ایران په اړه د درېساعته ناستې خبر ورکړ او هغه یې «ډېره ښه» وبلله؛ خو بیا یې وروسته څرګنده کړه، چې د امریکا استازو، سټیو ویټکاف او جیرډ کوشنر، له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه نهده کړې، بلکې د ایراني لوري له منځګړو سره یې خبرې کړې دي.
راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
ایراني چارواکو هم د هرمزتنګي د احتمالي پرانیستلو او د خبرو د دوام په اړه خپل دریځونه څرګند کړي دي.
د ټرمپ وینا په داسې مهال واورول شوه، چې د ایران او امریکا جګړه په ملګرو ملتونو کې د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ده او بېلابېل هېوادونه په منځني ختیځ کې د روانو نښتو د امنیتي او سیاسي پایلو په اړه خبرې کوي.
ټرمپ د خپلې وینا په بله برخه کې د ونزویلا، کیوبا او د اوکراین جګړې په اړه د خپل حکومت له بهرنۍ پالیسۍ دفاع وکړه او څرګندوي، چې امریکا به په لویدیځه نیمهکره کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره نور ګامونه واخلي.
هغه پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او د امریکايي ځواکونو په اړه په چارو کې د جرمونو د نړیوالې محکمې د لاسوهنې پر وړاندې یې د واشنګټن پر مخالفت ټینګار وکړ.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ له بهره هم یو شمېر اعتراض کوونکو د ایران د حکومت پر ضد لاریون وکړ او په دغه هېواد کې یې د ولسواکۍ غوښتنه وکړه.
نړۍ
د امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ایبيسي، سيبياس، سيانان، فاکس او انبيسي ټلوېزیوني شبکو سپینې ماڼۍ ته د ځینو رسنیو د خبریالانو د ننوتلو د بندیز په غبرګون کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پروګرامونو پر ټلویزیوني پوښښ کې خپله ونډه درولې ده.
دغه راز سيانان، اماسناو او پولیټیکو په واشنګټن کې پر فډرالي محکمې د ټرمپ د حکومت پر ضد دعوه کړې او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلو خبریالانو د ننوتلو د بندیز د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
دغو رسنیو ویلي، چې د حکومت دغه اقدام د مطبوعاتو د آزادۍ حق او قانوني بهیر نقضوي.
د دې پرېکړې له کبله نیویارک ته د ټرمپ د سفر ټلویزیوني پوښښ هم د« پول ټلویزیوني» سیسټم له لارې ودرول شو.
ټرمپ نیویارک ته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ناسته کې د ګډون لپاره تللی دی.
په «پول ټلویزیوني» سیسټم کې د امریکا لویې ټلویزیوني شبکې پر نوبتي بڼه د ولسمشر د پروګرامونو ویډیويي انځورونه نورو رسنیو ته برابروي.
ټرمپ په« تروټ سوشیال» خواله رسنۍ کې لیکلي، چې سپینه ماڼۍ پر آزادو رسنیو د برید نیت نه لري. هغه ادعا کړې، چې د حکومت موخه د «جعلي خبرونو» پر وړاندې مبارزه.
-
تازه خبرونه4 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران او امریکا له میاشتو وروسته پر لوړه کچه لومړنۍ خبرې وکړې
-
نړۍ5 days agoد امریکا لویو ټلویزیوني شبکو د ټرمپ د پروګرامونو تلویزیوني پوښښ ودراوه
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان هوایي بریدونه به بېځوابه پاتې نهشي – د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
-
لوبی4 days agoافغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد امریکا د نویو بندیزونو له کبله ایراني هوايي شرکتونو ځینې الوتنې لغوه کړې
-
تازه خبرونه3 days agoپه واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
-
نړۍ3 days agoیا له ایران سره هوکړه کوو یا به اسلامي جمهوریت« له منځه وړو» – ټرمپ
