Connect with us

سوداگري

د آنلاین صرافیو هڅې بندې شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۳)

د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې د انلاین صرافیو فعالیتونه منع دي او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ کوم چا یا شرکت ته تر دې دمه د انلاین صرافۍ د چلولو جواز ندی ورکړ شوی؛ ځکه دا ډول فعالیتونه غیر قانوني دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک له ګرانو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د دې راکړې ورکړې د خطرونو، زیانونو او وروستیو مسوولیتونو له کبله د انلاین صرافۍ له معاملاتو ډډه وکړي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه موضوع يې امنيتي او کشفي ارګانونو ته رسولې او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.

سوداگري

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۷, ۱۴۰۳)

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي په کازان ښار کې د «روسیه – اسلامي نړۍ» د پېنځلسمې نړیوالې اقتصادي ناستې په څنډه کې د تاتارستان له ولسمشر رستم مینی خانوف، د روسیې فډراسیون له مرستیال دیمیتري ولواچ او د تاتارستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر اولیګ کوروبچینکو سره بحث او خبرې وکړې.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ  د غویی شپږویشتمه په ایکس پاڼه کې له دې غونډې خبر ورکړی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو پر دوه اړخیزو سوداګریزو مسایلو، په افغانستان کې د روسیې سوداګرۍ خونې جوړېدو، کابل ته د تاتارستان د ولسمشر سفر، د برښنا تولید، د اوبو لېږد، کانونو، فرهنګي او اقتصادي همکاریو، د عملي ګامونو ، دې هېواد ته د روسيې د صادراتي توکو لېږد او جنوبي آسيا ته د ولګا ټرانزيټي لارې خبرې اترې وکړې.

Continue Reading

سوداگري

تېر کال د صادراتو او وارداتو ارزښت له ۱۰ میلیارډ ډالرو ډېر و – د احصائې ملي اداره

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۶, ۱۴۰۳)

د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د چارشنبې پر ورځ ( د غویي شپږویشتمه ) ویلي، چې تېر کال د صادراتو ارزښت ۱ میلیارډ ۷۷۷ میلیون او ۹۰۰ زره ډالرو او د وارداتو ارزښت ۸ میلیارډ او ۵۷۶ میلیون او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېدلی دی.

د دغه رياست د څرګندونو له مخې؛ تېر کال د هېواد په صادراتي توکو کې مېوو له ټولو ډېره ونډه درلوده او د صادراتو ارزښت يې ٦٤٥ ميليون او ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېده.

دغه راز د درملو بوټي، کاني او منرالي توکي او سابه دوه‌یم، درېیم او څلورم ځای لري.

تېر کال د هېواد په وارداتي توکو کې نفتي توکي او لبنيات له ټولو ډېره ونډه لرله، چې ټوليز ارزښت يې يو ميليارډ او ٣٧٧ میلیون او ٩٠٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېده او په همدې توګه د ماشينرۍ، ټرانسپورټي وسايطو او پرزو يو ميليارډ او ١٥ ميليون او ۹۰۰ زره ډالر ته رسېده او په دوه‌یم ځای کې د ټوکر، فلزاتو او فلزي محصولات په درېیم او څلورم ځای کې دي.

Continue Reading

سوداگري

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارسمبالی د روسیې تاتارستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۵, ۱۴۰۳)

د صنايعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدين عزيزي د ​یوه پلاوي پر مشرۍ د ​روسيې او اسلامي نړۍ په پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د تاتارستان جمهوريت ته ولاړ.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې: د دې وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي د تاتارستان د ولسمشر رستم مینی خانوف پر بلنه د اسلامي امارت د یوه لوړ پوړي پلاوي پر مشرۍ تاتارستان ته سفر وکړ.

ټاکل شوې د روسيې او اسلامي نړۍ پېنځلسمه نړيواله اقتصادي غونډه د روان کال د مې له څوارلسمې څخه تر نولسمې پورې د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې جوړه شي.

د انادولي آژانس د څرګندونو له مخې؛ د کازان فورم موخه دا ده، چې په روسیه او ټوله نړۍ کې د اسلامي مالي موسسو پراختیا ته وده ورکړي او پر ګډو نړیوالو پروژو او پروګرامونو راوڅرخیږي.

تمه ده، چې په دې غونډه کې د متحده عربي اماراتو، بحرین، مالیزیا، ترکیې، ایران، لیبیا او د اسلامي همکاریو ټولنې د نورو غړیو هېوادونو د استازو په ګډون له ۸۰ ډېر هېوادونه ګډون وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!