Connect with us

لوبی

هند په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې پاکستان ته د لږ نمرو پر توپیر ماتې ورکړه

خپور شوی

د

د هند کرکټ لوبډلې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شلمه ) په یوه زړه‌راکښونکې لوبه کې خپل پخواني سیال پاکستان ته د ۶ ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه.

که څه هم د هند لوبډلې په ۲۰ اورونو کې یوازې ۱۱۹ منډې جوړې کړې، چې په ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام کې ډېر کمزوری هدف دی؛ خو د پاکستان لوبډله بریالۍ نشوه، چې ځان ورورسوي او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۱۳ منډې جوړې او لوبه وبایلله.

د تېرې شپې په لوبه کې د هند لوبډلې پیل ښه و؛ خو د خپل لوبډلمشر روهیت شرما او د دې لوبډلې د نومیالي لوبغاړي ویرات کوهلي له ډګره وتلو د دوی د منډو چټکتیا اغېزمنه کړه.

د ۱۲۰ منډو هدف ترلاسه کول د پاکستان په شان د یوې داسې لوبډلې لپاره، چې د کرکټ لوبې په ډګر کې کلونه – کلونه تجربه لري؛ ستونزمن کار نه و، خو د دې لوبډلې لوبغاړي پر له‌پسې له میدانه ووېستل شول او ونه توانېدل د هند ټاکل شوی هدف پوره کړي.

له دې ماتې سره پاکستان غوره اته سیالیو ته د لار موندلو چانس ستونزمن کړ. دا لوبډله باید خپلې راتلونکې دواړه لوبې د ایرلینډ پر وړاندې داسې وګټي، چې د نمرو په لښتیلیک کې له امریکا لوړ شي. پرته له دې به له سیالیو ووېستل شي.

د کرکټ نړیوال جام په ټولو سیالیو کې، چې هند له پاکستان سره لوبېدلی؛ یوازې یوه لوبه پاکستان لوبډلې ګټلې ده.

د پاکستان راتلونکې لوبه د غبرګولي پر دوه‌ویشتمه / د جون پر یوولسمه له کاناډا سره او وروستۍ لوبه یې د غبرګولي پر اووه‌ویشتمه / د جون پر شپاړلسمه له ایرلینډ سره ده.

د هند له توپ‌وهنې وروسته وړاندوینې د پاکستان پر ګټه وې او ویل کېدل، چې ښايي د هند دا هدف اسانه ترلاسه کړي؛ خو د هند نومیالي توپ‌اچوونکي جسپریټ بومرا د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم او محمد رضوان له مخې لرې کړل او د پاکستان لوبډلې ته یې کلک ګوزار ورکړ.

بومرا په څلور اورونو کې یوازې ۱۴ منډې ورکړې او درې پاکستاني لوبغاړي یې وسوځول.

له لوبې وروسته د پاکستان پخواني لوبډلمشر وسیم اکرم لوبډلې ته په نغوته کې وویل: د پاکستان لوبډله پرته له ځانه هیڅ دښمن ته اړتیا نلري.

پاکستان په الف ګروپ کې له هند، ایرلینډ، کاناډا او امریکا سره دی. په دې ګروپ کې ټولو لوبډلو دوه – دوه لوبې کړې دي.

په دغو سیالیو کې هند لومړی، امریکا دوه‌یم، کاناډا درېیم، پاکستان څلورم او ایرلینډ په پېنځم ځای کې دي.

د یکشنبې له لوبې سره هند دوه بریاوې لري او پاکستان دوه‌یمه لوبه هم وبایلله. پاکستان، چې په لومړۍ لوبه کې له امریکا ماتې خوړلې؛ اوس به یې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام په راتلونکي پړاو کې د ګډون چانس لږ وي.

لوبې پر ژوندۍ بڼه ګورئ!

آریانا نړیوال راډیو او ټلویزیون د ۲۰ اوریز نړیوال جام لوبې پر ژوندۍ بڼه خپروي.

د دې سیالیو په اړه خبرونه او تازه معلومات به په منظمه توګه د آریانانیوز په اوبپاڼه او ټولنیزو شبکو کې خپریږي؛ نو، ځکه له مونږ سره پاتې شئ.

لوبی

افغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

Published

on

د دودیزو غېږنیونې نړیوالې سیالۍ، چې د افغانستان پر کوربه‌توب په کابل کې له درې ورځنیو سیالیو وروسته د اووه هېوادونو د لوبغاړو پر ګډون پای ته ورسېدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د ایران، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ترکیې ۱۶۰ غېږنیوونکو برخه اخیستې وه او په بېلابېلو وزنونو کې یې سیالۍ وکړې.

دې سیالۍ درې برخې لرلې: کورش، رستمي غېږنیونه او کشتینګېري، چې د سیمې د دودیزو رزمي ورزشونو ښکلی انځور یې وړاندې کړ.

د کورش په برخه کې ازبکستان لومړی مقام، تاجکستان دوه‌یم مقام او افغانستان درېیم مقام خپل کړ.

د رستمي غېږنیونې په برخه کې افغانستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او تاجکستان درېیم مقامونه ترلاسه کړل.

په کشتینګېري برخه کې تاجکستان لومړی، ازبکستان دوه‌یم او افغانستان درېیم مقامونه وګټل.

Continue Reading

لوبی

د یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

Published

on

نن(چارشنبه د غویي دوه‌یمه) د هېواد د غېږنیونې ملي فډراسیون د چارواکو په شتون کې له آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ د لومړي پړاو تړون لاسلیک شو.

د دې تړون له مخې؛ د غېږنیونې غوره لیګ سیالۍ به د ۱۰ ورځو لپاره په لس وزني کټګوریو کې له ۳۵۰ څخه د زیاتو لوبغاړو پر ګډون ترسره شي.

دا سیالۍ د پېنځه پړاویز پروګرام پر بڼه په پام کې نیول شوي او تړون یې د راتلونکو پېنځه پړاوونو لپاره لاسلیک شوی دی.

دغه راز دا سیالۍ به د ۲۰۲۶ ز.کال د جون له لومړۍ نېټې پیل او د همدې میاشتې تر لسمې پورې به هره شپه د ماښام له ۶:۰۰ څخه تر ۹:۰۰ پورې په ۲زره ۵۰۰ کسیز ورزشي سالون کې ترسره شي.

دا هڅه په هېواد کې د رزمي سپورټ د ودې او د لوبغاړو د ملاتړ په برخه کې یو اړین ګام ګڼل شوی دی.

ویل کیږي، چې دا سیالۍ به د آریانا نړیوالې راډیو ټلوېزیون له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي.

Continue Reading

لوبی

آریانا ټلویزیون د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو خپروي

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Published

on

آریانا ټلویزیون د تېر کال د لومړۍ پړاو له بریالي خپراوي وروسته د آریانا سنوکر اتلولۍ جام دوه‌یم پړاو د تولید او خپرولو حقونه ترلاسه کړي دي.

د سیالیو دوه‌یم پړاو به د غوایي له یوویشتمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ پورې د دوه اوونیو لپاره ترسره شي. سیالۍ به هره ورځ د ماسپښین له ۱:۰۰ څخه د ماښام تر ۶:۰۰ پورې په کابل کې د آریانا ټلویزیون له پراخې سټوډیو څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

تمه ده، چې په دې سیالیو کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د تنکیو، ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو په ګډون شاوخوا  ۶۰ لوبغاړي برخه ولري.

دا سیالۍ به د ګروپي پړاو پر جوړښت پیل شي او تر پایلوبې ورسیږي. دا پړاو به یو ځل بیا د ۶ توپونو چټک سنوکر بڼه ولري.

په لومړي پړاو کې نوید نادري د رییس خان هوتک پر وړاندې ۷ پر ۶ اتلولي وګټله. ۳۲ کلن نادري له غوره یو اوونیزې سیالۍ وروسته اتلولي ترلاسه کړه.

د هېواد شپاړس غوره لوبغاړو، چې ډېری یې تنکي ځوانان ول؛ په پرانیستونکې سیالۍ کې برخه واخیسته او خپل ځلیدونکي استعدادونه یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ملي سنوکر فډراسیون رییس وحیدالله اصغري هغه مهال له لوبغاړو داسې ستاینه وکړه، چې ځوانو لوبغاړو پیاوړې وړتیا ښودلې او د دې سپورټ راتلونکی هیله بښونکی دی.

د ټورنمنټ لومړی پړاو د آریانا ټلویزیون له‌خوا په ټول هېواد کې تنظیم او خپور شواو په دې اړه یې خپله ژمنتیا څرګنده کړه او د سیالیو پوښښ یې د پام وړ لیدونکي راجلب کړل.

سنوکر د افغانستان په ښاري سیمو کې ځوان نسل پر ځان راټول کړی؛ ځانګړي کلپونه لري او سیالیو ته جمتو کیږي. تمه ده، چې د آریانا سنوکر اتلولۍ جام بیا هم زړه راکښونکی شي او خپل پیاوړي لوبغاړي وځلوي.

تنظیم کوونکي وايي، چې دوه‌یم پړاو به هم تېر کال ته ورته بریالی ترسره شي او لوبغاړي به پر ملي کچه خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!