لوبی
له سویلي افریقا سره په نیمه پایلوبه کې ماته مو د کار پیل دی – راشدخان
هندي مینهوال ویلي: افغانستان د کرکټ یو مخ پر ودې ځواک دی، دا تاسې ته د زدهکړې یوه تجربه ده، خپله انګیزه لوړه وساتئ، تاسې به ډېر ژر د نړۍ اتلان شئ، لږ تر لږه د نورو ډېرو لوبډلو پر پرتله.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د پنجشنبې پر ورځ (د چنګاښ اوومه) د سویلي افریقا پر وړاندې د ۲۰ اوریز نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له ماتې وروسته ویلي، چې دا د لوبډلې لپاره یوه ستونزمنه سیالي وه او لوبډلې د توپوهنې په برخه کې تېروتنې وکړې.
راشد خان په خپلو خبرو کې ویلي: دا زمونږ لپاره یوه ستونزمنه سیالي وه. کېدی شي له دې مو لږ څه ښه لوبه کړې وه؛ خو شرایطو اجازه رانکړه، چې څه موغوښتل هغه ترسره کړو. تاسې باید د هر حالت لپاره ذهني چمتووالی ولرئ؛ خو د هغو (سویلي افریقا) د لوبې بڼه ځانګړې وه. مونږ یوازې ښه توپونهواهه.
په هرصورت، هغه خپل چټک توپاچوونکي وستایل او څرکندوي؛ دوی په رښتیا هم ځان پژژندلی دی.
راشد خان ويلي: د سیالیو پر مهال هغو ( توپاچوونکيو) له مونږ ساتنه وکړه او دا مو د بريا لامل و. د نوين او فضل لوبې د يوه واحد په توګه زمونږ کار نور هم اسانه کړ.
راشد زیاته کړې، په کلي توګه مونږ په تر فشار لاندې شرایطو کې د مدیریت له بڼې څخه راضي یوو. دا ډېره خوندوره وه.
د راشد خان د څرګندونو له مخې: د سترو لوبډلو ماتول مونږ ته ډېر ځانګړی او د کار پیل دی. مونږ اوس په دې باور یوو، چې کولی شو هرې لوبډلې ته ماته ورکړو.
هغه زیاته کړې: مونږ ډېر څه زدهکړل او راتلونکی ته به مو دا باور له دې هم ډېر ښه وي.
داسې ښکارېده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د سیالیو په بهیر کې هیڅ راز تېروتنه ونکړي؛ خو پخپله نیمه پایلوبه کې یې سیالي سویلي افریقا ته وبایلله.
دا یوې داسې لوبډلې ته، چې له دې مخکې نیمه پایلوبې ته نه وه رسېدلي؛ یو زړهراکښړنې سیالي وه.
د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان لوبډلې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې ورسره سم د سویلي افریقا لهخوا له ننګونې سره مخ او د ۵۶ منډو هدف یې ورته وټاکه.
د سویلي افریقا لوبډله وتوانېده، چې ټاکلی هدف په نهه اوورونو کې پوره او د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په وروستي پړاو کې د لوبې لپاره ځان ډاډه کړي.
د سویلي افریقا لوبډلمشر آیډن مارکرم له لوبې وروسته په مرکه کې وویل: دا ښه احساس دی. په رښتیا هم دا لوبډلمشر ندی، چې تاسې تر دې ځایه رارسوي – دا پراخه ګډه هڅه ده.
هغه زیاته کړې، زه رښتیا هم خوښ یم، چې د کپ د پورته کولو یوه هڅه ولرم.
هغه وایي: دا ځانګړې وه. مونږ نېکمرغه شو، چې د لوبې پچه مو له لاسه ورکړه. مونږ هم غوښتل، چې توپاچونه وکړو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، توپاچوونکیو توپ په سمو ځايونو کې وویشت او لوبه يې افغان توپوهونکیو ته ستونزمنه کړه.
هغه وایي، چې دا ډېره ستونزمنه وه؛ خو مونږ دا ګډه موضوع درک کړې وه، چې مخکې له مخکې مو په افغان لوبغاړو کې له منځه یوړه.
مارکرم وویل: اوس یوازې یو ګام تر وروستي پړاوه پاتې دی. دا یوه زړهراکښونکې ننګونه ده، چې ډېر وخت ترې بې برخې وو.
هغه زیاته کړې: په دې اړه ډېر نطرونه شته؛ خو مونږ د تېرو څو کلونو په بهیر کې د کرکټ ښې لوبې وکړې.
د افغانستان کرکټ بورډ له لوبې وروسته راشد خان ته د زړه له تله پیغام استولی او په ټولنیزو رسنیو کې یې لیکلي، چې سر لوړ وساتئ! تاسې دا پېښه نړۍ ته ډالۍ کړه!
ESPNcricinfo هم په ایکس کې یو هڅوونکی پیغام ولیکه؛ نن د پایلې له په پام کې نیولو پرته دا د افغانستان لپاره د ۲۰ اوریز نړیوال جام تاریخي کمپاین دی.
د کرکټ ځینې مینهوالو د کرکټ نړیوالې شورا مهالوېش تر پوښتنې لاندې راوست او څرګندوي، چې د بنګله دېش پر وړاندې د اته غوره لوبډلو له لوبې څخه یوازې ۴۸ ساعته وروسته د افغانستان لپاره خورا ستونزمنه وه، چې په اړینه نیمه پایلوبه کې لوبه وکړي.
سربېره پردې له سنټ وینسنټ څخه د الوتنې څلور ساعته ځنډ پدې معنا و، چې لوبډله له لوبې څخه لږ مخکې ټرینیډاډ ته ورسیده او د روزنې یا دمې لپاره یې هیڅ وخت پاتې نشو.
دغه راز په کور دننه او بهر خلکو په ټولنیزو رسنیو کې افغانستان ته د ۲۰ اوریزو لوبو پر مهال د ډاډمنو هڅو د ترسره کولو مبارکۍ وړاندې کړې.
د هند راجات اګاروالا ویلي: د راشد ماتې ته غېږ ورکړئ او په هغه څه وویاړئ، چې ترلاسه کړي مودي. د افغان لوبډلې تر ټولو ښې هڅې مو مبارک شه!
BeingBhaijaan لیکلي، اتلانو خپل سرونه هسک وساتئ؛ مونږ پر تاسو ویاړو. له ستاسو ټولو څخه مننه، چې هڅې مو زمونږ د ملت د خوښۍ لپاره ترسره کوئ. ته حیرانونکی یاست.
یو بل هندي مینهوال ویلي: افغانستان د کرکټ یو مخ پر ودې ځواک دی، دا تاسې ته د زدهکړې یوه تجربه ده، خپله انګیزه لوړه وساتئ، تاسې به ډېر ژر د نړۍ اتلان شئ، لږ تر لږه د نورو ډېرو لوبډلو پر پرتله.
په ډیلي کې میشت خبریال هاریش کومار په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان د بریاوو لنډیز وړاندې کړاو په ایکس کې لیکي: دې مقام ته رسېدل د پام وړ لاسته راوړنه ده، چې نه یوازې د استثنایی لوبې ښکارندوي کوي، بلکې له مثالي چلند سره نړیوال لیدونکي هم راجذبوي. پرته د لوبې له پایلې تاسې ته د حتمي ګټونکي په توګه کتل کیږي.
اړوند خبرونه:
د افغانستان لوبډلې سویلي افریقا ته خپله لومړۍ نیمه پایلوبه وبایلله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نیوزیلینډ پر وړاندې تاریخي بریا خپله کړه
لوبی
افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځنۍ لوبـو لړۍ وګټله
په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیقالله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ په پېنځمه او وروستۍ لوبه کې ایرلینډ ته د شپږ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او له دې بریا سره یې د لوبو دا لړۍ وګټله.
په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیقالله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.
د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه؛ خو افغانستان دا هدف په ۴۸.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
افغانستان له دې مخکې هم د دغو سیالیو له درې نورو لوبو څخه بریاوې ترلاسه کړې وې او لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه.
د یادونې ده، چې آریانا ټلویزیون د دغو پېنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ پر ژوندۍ بڼه خپره کړه.
لوبی
افغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ایرلینډ ته پر ۴۲ منډو ماتې ورکړه او له دې هېواد سره یې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۵۰آورونو کې ۳۴۳ منډې وکړې. دا په یو ورځنۍ سیالیو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي.
صدیقالله اتل د ۱۲۰ توپونو پر لوبولو ۱۴۳ منډې وکړې او د افغانستان په توپوهنه کې تر ټولو ښه وځلېد. هغه ۱۷ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ډېرو منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
ایرلینډ په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې او په ۴۸آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. انډریو بالبرني ۱۰۹ او کورټس کامفر ۸۴ منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
یمین احمدزي د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول او راشد خان درې ویکټې واخیستې. راشد خان تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
لومړۍ سیالي د باران له کبله ترسره نهشوه. په داسې حال کې، چې افغانستان دوهیمه سیالي پر ۹۲ منډو او درېیمه هغه پر درې ویکټو وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پېنځمه او وروستۍ سیالي به د شنبې پر ورځ د ایرلینډ په سټورمونټ کې ترسره شي.
دغه سیالي به په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.
لوبی
افغانستان له ایرلینډ سره په څلورمه لوبه کې؛ د لړۍ د ګټلو هڅه کوي
دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چارشنبه د پېنځه یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې له ایرلینډ سره مخ کېږي.
دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان اوس د ایرلینډ پر وړاندې د ۲- ۰ مخکښ دی او د درېیمې لوبې له ګټلو وروسته یې د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته مستقیمه لار هم خپله کړې ده.
د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله بشپړه نهشوه؛ خو افغانستان په دوهیمه او درېیمه لوبو کې بریاوې خپلې کړې.
افغانستان په دوهیمه لوبه کې ایرلینډ ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د ۲۰۷ منډو هدف پر اووه ویکټو له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
راشد خان په دغو بریاوو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه په دوهیمه لوبه کې شپږ ویکټې واخیستې او په درېیمه لوبه کې یې درې ویکټې واخیستې او ۳۷ منډې یې هم وکړې.
رحمانالله ګربز په درېیمه لوبه کې ۷۱ منډې جوړې کړې.
ایرلینډ، چې په تېرو دوه لوبو کې له افغانستان ماتې خوړلې؛ هڅه کوي د افغان لوبډلې د بریاوو لړۍ ودروي.
د ایرلینډ توپوهونکي تر اوسه د افغان توپاچوونکي، راشد خان او اللهمحمد غضنفر پر وړاندې له ستونزو سره مخ شوي دي.
ایرلینډ د بریا لپاره په دې لوبه کې ښه پیل او د خپلو توپوهونکو ترمنځ اوږدو ملګرتیاوو ته اړتیا لري.
افغانستان، چې په دې لړۍ کې یې خپله برلاسي ثابته کړې؛ هڅه کوي د نننۍ لوبې له ګټلو سره د سیالیو پایله ۳ – ۰ کړي.
دا لوبه نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیلېږي او دواړه لوبډلې به په ۵۰ آورونو کې سیالي وکړي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه2 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما


