Connect with us

تازه خبرونه

د چاپان سفیر د بلخ مرستیال والي ته د همکاریو ډاډ ورکړ

د افغانستان په چارو کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ دوي هوډ لري، چې په روغتیایي، سوداګریزو او يوشمېر نورو برخو کې خپل فعاليتونه نور هم وغځوي.

خپور شوی

د

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابوادریس د افغانستان لپاره د جاپان هېواد د سفیر تاکایوشي کورمایا پر مشرۍ له یوه پلاوي سره  په خپل کاري دفتر کې وکتل.

 د بلخ ولایت مقام د رسنیو مرکز په ایکس پاڼه کې لیکلي: د دغې کتنې پر مهال د ملګروملتونو پراختيايي پروګرامونو رییس استیون رودریګز او سیمه‌ییزو چارواکو ګډون درلود.

د بلخ مرستیال والي د چاپان هېواد د یوه شمېر پرمختيايي پروژو له پلي کېدا څخه د مننې تر څنګ وبلي: اوسمهال په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ دی او تاسې کولی شئ، چې په دې هېواد کې د پانګه‌اچونې ترڅنګ ښه همکاري وکړئ.

نوموړي د پاکو ابو نشتوالي، د چګډمونو جوړولو ،له کرنې ملاتړ، د آمو سیند غاړې بنسټیزه بيارغونه، د پرمختيايي او بڼسټیزو پروژو پلي کولو، د ساري ناروغیو د درملنې، د روغتیايي پرسونل پر ظرفیت لوړونې، په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو او د جاپان د مرستو او دوامدارې همغږۍ په تړاو د مرستې غوښتنه وکړه.

د افغانستان په چارو کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورمایا د خپلو خبرو پر مهال ویلي؛ دوي هوډ لري، چې په روغتیایي، سوداګریزو او يوشمېر نورو برخو کې خپل فعاليتونه نور هم وغځوي.

تاکایوشي وایي: زمونږ د سفر موخه د دې ولایت پر روانو حالاتو او تطبيق شویو پروژو او د دې ولایت اساسي اړتياوي د سروي ترڅنګ ستونزو ته د حل لارې پېدا کول دي.

نوموړي زیاته کړې:د اسلامي امارت له راتګ سره په دې هېواد کې بشپړ امنيت شتون لري او مونږ هم هڅه کوو، چې خپلې زیاتي پروژې پلې کړو.

ویل کیږي، چې د جاپان سفیر د همکاريو د ډاډ ترڅنګ ويلي: چې نړۍ به له افغانستان سره تعامل ته وهڅوي. مونږ نه یوازې د افغانستان تر څنګ ولاړ یوو، بلکې د افغانانو په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو او دیني، ملي او کلتوري ارزښتونو ته مو درناوی لرو.

نور اړوند خبرونه:

جاپان دې د تکنالوژۍ او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي – عبدالسلام حنفي

جاپان او افغانستان پر روغتیايي همکاریو بحث او خبرې وکړې

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!