Connect with us

سوداگري

جاپان دې د تکنالوژۍ او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي – عبدالسلام حنفي

خپور شوی

د

حنفي د جاپان له سفیر سره د مخه ښۍ په کتنه کې له جاپان څخه د تکنالوژۍ او کانونو په برخو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.

​د ارګ د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له تاکاشي اوکادا سره په کتنه کې له افغانستان سره د جاپان د اوږدمهالو همکاریو مننه وکړه او له هغه څخه یې وغوښتل، چې توکیو دې په ځانګړي ډول د تکنالوژۍ او کانونو په برخه کې پانګونه وکړي.

عبدالسلام حنفي همداراز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د جاپان په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د ارګ د اعلامیې پر بنسټ؛ په دې کتنه کې تاکاشي اوکادا له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او ټینګار یې کړی، چې جاپان به له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د نږدې کېدو لپاره خپلې هڅې روانې وساتي. په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر تاکویوشي کورمایا هم حضور درلود.

د ارګ د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي؛ جاپان تل په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی او زمونږ د خلکو تر څنګ ولاړ دی. اسلامي امارت له ګاونډ او د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. په هېواد کې یې ملي امنیت تامین کړی او اسلامي امارت به هیچا ته د دې اجازه ورنه‌کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي. مونږ له جاپان غواړو، چې د افغانستان په بېلابېلو برخو په تېره بیا د کانونو او تکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د جاپان نوي سفیر ټینګار وکړ، چې د دغه  هېواد موخه د افغانستان له خلکو سره مرسته ده او په دې برخه کې به له اسلامي امارت سره همکاري کوي.

تاکاشي اوکادا په هرات کې د وروستۍ زلزلې او د بغلان په جومات کې د چاودنې له کبله پر اوښتو زيانونو  خپله خواشيني او خواخوږي څرګنده کړه او زیاتوي، چې د خپل هېواد مرستې د سره صليب له لارې زلزله ځپلیو ته استول کېږي.

تازه خبرونه

په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

Published

on

نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.

مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.

د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.

ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زنده‌جان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او ازبکستان د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د فرغانې ولایت مقام د خبري څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کام‌ایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاج‌محل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

Published

on

د ازبکستان د فرغانې ولایت چارواکو او یو شمېر افغان سوداګرو د ګډو پانګیزو پروژو د چارو پر چټکتیا، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د فرغانې ولایت مقام د خبري څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کام‌ایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاج‌محل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او د هغوی له سوداګریزو شریکانو سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

دا لیدنه افغانستان ته د فرغانې ولایت د پلاوي د هغه سفر په لړ کې ترسره شوی، چې د جولای پر شپږویشتمه او اووه‌ویشتمه یې کابل او مزارشریف ته کړی و. د دغه سفر پر مهال ازبک چارواکو او سوداګرو له افغان لوري سره لیدنې وکړې؛ په کابل او مزارشریف کې یې د فرغانې سوداګریز کورونه پرانیستل.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د ګډو پانګیزو پروژو پلي کېدل به چټکوي، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ کچه به لوړوي او اقتصادي همکارۍ به نوي پړاو ته رسوي.

په دې غونډه کې د سوداګرۍ، کرنې، هوايي چلند، انرژۍ او لوژسټیک په برخو کې د پانګونې نوي فرصتونه او د همکاریو د پراختیا لارې هم وڅېړل شوې او افغان سوداګرو له ازبکستاني شرکتونو سره د پراخو همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د فرغانې والي هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا د ازبکستان پر ژمنتیا ټینګار کړی او څرګندوي، چې د دې ولایت اداره به د ګډو پروژو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاریو له پراختیا ملاتړ وکړي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او ایران سوداګرو د ګډې پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ

نوموړي، چې د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې د پلاوي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و، د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي، فرهنګي او ژبنیو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دا اړیکې باید پر اغېزناکو اقتصادي همکاریو بدلې شي.

Published

on

د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې مشر کمال‌الدین توحید د ایران د البرز ولایت په اقتصادي غونډه کې ویلي، چې د دودیزې سوداګرۍ پر ځای باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو او اوږدمهاله اقتصادي همکاریو پړاو پیل شي.

نوموړي، چې د افغانستان ـ ایران د ګډې خونې د پلاوي پر مشرۍ په دې غونډه کې ګډون کړی و، د افغانستان او ایران ترمنځ تاریخي، فرهنګي او ژبنیو اړیکو ته په نغوته کې ویلي، چې دا اړیکې باید پر اغېزناکو اقتصادي همکاریو بدلې شي.

کمالدین توحید زیاته کړې، افغانستان اوس د بهرنیو پانګوالو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي او ایراني پانګوال، په ځانګړي توګه د البرز ولایت سوداګر او صنعتکاران، کولی شي د ګډو پروژو او سترو اقتصادي طرحو له فرصتونو ګټه واخلي.

په دې غونډه کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو خونو استازو، صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو ګډون کړی و.

د دې غونډې ګډونوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا، ګډو پانګونو او سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117