لوبی
د المپیک نړیوالې کمیټې مشر له ناندریزې سوکوهونکې ایمان خلیفي ننګه وکړه
توماس باخ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ دوه سوکوهونکې لرو، چې ښځې زېږېدلي دي؛ د میرمنو غوندې لویې شوي، په پاسپورټونو کې يې ښځینه جنسیت ثبت شوی او له کلونو راپدېخوا يې د میرمنو په توګه هڅې او مبارزه کړې ده. دا د یوې ښځې د ښځیتوب څرګنده پېژندنه ده. هغه دا ټینګار هم کړی، چې پرته له شکه دوی ښځې دي.
د المپیک د نړیوالې کمیټې مشر په یوه خبرپاڼه کې له الجزایري سوکوهونکې ایمان خلفي ننګه کړې او د دې هېواد اولمپیک کمیټې هم رسماً د المپیک نړیوالې کمیټې ته د ایمان خلیفي پر وړاندې د چلندونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د المپيک نړيوالې کميټې مشر توماس باخ د الجزايري سوکوهونکې ايمان خليفي او د تايوان سوکوهونکې لين يو تينګ ته د ښځو د اولمپيک په سياليو کې د ګډون د اجازه ورکولو له کميټې د پرېکړې دفاع وکړه. هغه په دې اړه ویلي: مونږ به کلتوري جګړې ته، چې ځینې وختونه سیاسي انګېزې لري؛ ورنننوځو.
توماس باخ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: مونږ دوه سوکوهونکې لرو، چې ښځې زېږېدلي دي؛ د میرمنو غوندې لویې شوي، په پاسپورټونو کې يې ښځینه جنسیت ثبت شوی او له کلونو راپدېخوا يې د میرمنو په توګه هڅې او مبارزه کړې ده. دا د یوې ښځې د ښځیتوب څرګنده پېژندنه ده. هغه دا ټینګار هم کړی، چې پرته له شکه دوی ښځې دي.
باخ زیاته کړې: ځینې اوس غواړي، چې ښځه بل راز راوپېژني. زه یوازې دوی ته بلنه ورکولی شم، چې د ښځې په اړه د علم پر بنسټ یوه نوې پېژندنه وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه؛ په دې اړه د المپیک نړیواله کمېټه چمتو ده، چې هر څه واوري.
دغه راز هغه خبرداری ورکړی، چې مونږ به په کلتوري جګړه کې ښکېل نه شو؛ ځکه ځینې وختونه یې انګېزه سیاسي دلایل وي.
هغه همدا راز ټینګار کړی: اجازه راکړئ ووایم، چې په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه له کرکې او سپکاوي ډک الفاظ کاریږي، چې په بشپړه توګه د منلو وړ ندي.
د اولمپیک لوبې د الجزایري ایمان خلیفي او د تایوان لین یو تینګ له جنسیتي ازموینې څخه د راپورته شوې ناندرې له کبله د سوکوهنې نړیوال فدراسیون (IAB) د پرېکړې له مخې د تېر کال نړیوال اتلولۍ څخه بې برخې شول او د ازموینو د پایلو جزئیات یې هم هیڅکله خپاره شوي ندي.
په اولمپیک کې سوکوهنه د سوکوهنې د نړیوالې ټولنې تر مدیریت لاندې نده. دا فډراسیون د مدیریت د ستونزو له کبله له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا د المپیک نړیوالې کمیټې لخوا پر رسمیت نه پېژندل کیږي.
د یوې ایټالوي سوکوهونکې پر وړاندې د الجزایر سوکوهونکې وتوانیده، چې خپلې سیالې ته په ۴۶ ثانیو کې ماتې ورکړي او ایټالوي سوکوهونکې په داسې حال کې، چې رسۍ یې پر منګولو کلکه کړې وه لو روزونکیو پورته نیولې وه؛ اوښکې تویولې.
د هغې یو روزونکي محمد چاوا ویلي: دا سخته ده، هغې ډېرې ستونزې زغملي؛ د ماشوم په توګه او اوس د یوې اتلې په توګه په دې لوبو کې ډېر ځورېدلی ده.” انسانیت چېرته دی؟ د ښځو د حقونو ټولنې چېرته دي؟ هغه (خلیفي) قرباني ده.
د خليفي پلار عمار رويټرز خبري سرچینې ته ويلي، چې پخپلې لور وياړي او د الجزاير لپاره يې د مډال له ګټلو ملاتړ کړی دی.
د الجزایر المپیک کمیټې د المپیک نړیوالې کمیټې ته له خپلې ښځینه سوکوهونکې ایمان خلیفي سره د چلند په اړه رسمي شکایت کړی دی.
د ډیلي میل د راپور له مخې؛ د هنګري د سوکوهنې فډراسیون او د بلغاریا المپیک کمیټې هم د المپیک له نړیوالې کمیټې سره اړیکې نیولی او د ۲۰۲۴ ز. کال په لوبو کې یې د هغې د ګډون په اړه اعتراض کړی او د دغو دوه هېوادونو سوکوهونکیو د دې الجزایري سوکوهونکې په اړه له سپکاوي ډکې څرګندونې کړې دي.
د خلیفي راتلونکې سیالې انا لوکا هاموري په ټولنیزو رسنیو کې د هغې په اړه یو لړ له سپکاوي ډکې لیکنې پوسټ کړې او د الجزایر د المپیک او سپورټ کمیټه یې وهڅوله، چې د المپیک نړیوالې کمیټې ته رسمي اندېښنه وړاندې کړي.
د الجزایر د المپیک کمیټې په خبرپاڼه کې راغلي: د المپیک نړیوالې کمیټې له سرغړوونکیو څخه وروستۍ بښنه وغوښته او زمونږ د اتلې په اړه یې د هر راز لیکنو د لرې کولو امر وکړ. مونږ حق لرو، چې ټول هغه کسان محاکمه کړو، چې د ایمان خلیفي پر ضد په ناوړه کمپاین کې ښکېل دي.
اړوند خبرونه:
د ۲۰۲۴ اولمپيک لوبو د سرو زرو لومړی مډال د چين پر برخه شو
په پاریس المپیک کې فرانسوي لامبووهونکي په ۲ ساعتونو کې ۲ د سرو زرو دوه مډالونه وګټل
لوبی
افغان ابدالیان لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې جاپان ته ماتې ورکړه
په دې شلآوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د افغانستان ابدالیان کرکټ لوبډلې د آسیایي سیالۍ په لومړۍ لوبه کې د جاپان کوربه لوبډلې ته د ۴۸ منډو پر توپیر ماتې ورکړه.
په دې شلآوریزه لوبه کې، چې نن پنجشنبه ترسره شوه؛ افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ آورونو کې یې د شپږ لوبغاړو پر له لاسه ورکولو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
د جاپان لوبډله د هدف په ترلاسه کولو کې د ۱۹.۳آورونو پر ۸۱ منډو وسوځېده او ونهتوانېده، چې ټاکلی هدف پوره کړي.
د افغانستان لهخوا عرب ګل څلور او ننګیال خروټي درې ویکټې واخیستې.
د لوبو بڼه
د نرینهوو کرکټ په سیالیو کې لس لوبډلې ګډون لري او لوبې د شلآوریزو سیالیو پر بڼه ترسره کیږي.
افغانستان، جاپان او نیپال په A ګروپ کې دي. په داسې حال کې، چې هانګکانګ، چین، مالیزیا او عمان په B ګروپ کې لوبې کوي.
په ګروپي پړاو کې هره لوبډله له خپلې ډلې له نورو لوبډلو سره یوه لوبه کوي.
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې د پایلوبو پړاو ته وځي او هلته له هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا سره یوځای کیږي؛ دغو څلور لوبډلو ته د پایلوبو پړاو ته مستقیمه لار ورکړ شوې ده.
د اتمپړاو پایلوبې سیالۍ د سپټمبر پر اتهویشتمه او نههویشتمه، نیمهپایلوبې د اوکټوبر پر لومړۍ او د برونزو او سرو زرو مډالونو سیالۍ د اوکټوبر پر درېیمه ترسره کیږي.
ټولې د نرینهوو د کرکټ لوبې د جاپان د آیچي ولایت په نیشین ښار کې د کورګي سپورټس پارک په لوبغالي کې ترسره کیږي.
افغانستان دغو لوبو ته د تېرو آسیایي لوبو د سپینو زرو مډال ګټونکي په توګه تللی دی. په تېرو لوبو کې هند د سرو زرو او بنګلهدېش د برونزو مډال ګټلی و.
د افغانستان لوبډلمشري دروېش رسولي کوي او په لوبډله کې د کریم جنت او نجیبالله ځدراڼ ترڅنګ یو شمېر ځوان لوبغاړي هم لوبې کوي.
افغانستان به هڅه وکړي، چې د پنجشنبې ورځې له بریا وروسته د جمعې پر ورځ له نیپال سره هم بریا خپله کړي او د یوېڅلورمې پایلوبې پړاو ته لار ومومي.
لوبی
افغان لوبڅار د سوکوهنې په نړیواله ننداره کې د ګډون لپاره چین ته تللی
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د افغانستان د سوکوهنې لوبڅار خیبر سلطاني د سوکوهنې په نهمه نړیواله ننداره کې د لوبڅارنې لپاره د چین سینکیانګ ښار ته تللی دی.
د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي، چې سلطاني د سوکوهنې د نړیوال فډراسیون پر همغږۍ او د هېواد د المپیک او سپورټ له مسوولانو سره په ګډه سینکیانګ ته استول شوی دی.
د سوکوهنې نهمه نړیواله ننداره د سپټمبر له ۲۱مې تر ۳۰مې د چین په کوربهتوب ترسره کېږي او خیبر سلطاني به په دې سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
دغه راز د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډله هم، چې له دې مخکې چین ته رسېدلې، د دغو سیالیو لپاره یې دوهورځنی روزنیزې هڅې بشپړ کړی دی.
د افغانستان ملي لوبډله په دې نړیواله ننداره کې له اووه لوبغاړو، دوه روزونکو او یوه د لوبډلې له مسوول څخه جوړه ده او د هېواد استازیتوب کوي.
لوبی
افغانستان د آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې کوي
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ لوبډله به په جاپان کې د ۲۰۲۶ آسیايي لوبو په ګروپي پړاو کې له جاپان او نیپال سره لوبې وکړي.
افغانستان له جاپان او نیپال سره په الف ګروپ کې دی. افغان لوبډله به په نیسین ښار کې د ګروپي پړاو خپله لومړۍ لوبه د سپټمبر پر څلیریشتمه له جاپان سره وکړي او دوهیمه لوبه به د سپټمبر پر پېنځهویشتمه له نیپال سره هم په همدې ښار کې ترسره کړي.
په ګروپي پړاو کې نورې درې لوبډلې هانګ کانګ، چین، مالیزیا او عمان دي، چې په بي ګروپ کې راغلي دي.
دغه راز هند، پاکستان، بنګلهدېش او سریلانکا د اتو غوره لوبډلو پړاو ته په مستقیم ډول لار پیدا کړې ده.
د آسیايي لوبو لپاره د افغانستان په ۱۵ کسیزه لوبډله کې دروېش رسولي لوبډلمشر او محمد اسحاق ویکټساتونکي ټاکل شوي دي.
د لوبډلې په نوملړ کې محمد اکرم، حسن عیسیخېل، خالد تڼیوال، عمران میر، فیصل خان شینوزاده، نجیب الله ځدراڼ، فرمان الله ساپی، عصمت عالم، کریم جنت، ننګیال خروټی، عرب ګل مومند، فریدون داوودزي او عبدالله احمدزي راغلي دي.
افغان لوبډله د یکشنبې پر ورځ له کابله د جاپان پلازمېنې ټوکیو ته روانه شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ5 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما


