تازه خبرونه
په ایران کې له تېرو اووه میاشتو راپدېخوا ۲۰ افغانان اعدام شوي
د ایران د بشري حقونو ټولنې ویلي، چې له دغو کسانو څخه ۱۷۲ یې د نشهیي توکو پر جرم، ۱۱۰ کسان د وژنو، ۱۵ نور د امنیتي تورونو، پېنځه کسان د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ پر تور او پېنځه نور د ایران له اهل سنت سره د اړیکو پر تور او درې نور د جنسي تېري پر تور اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو ټولنې په یوه راپور کې ویلي، چې د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د ۲۰ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰۰ کسان د دغه هېواد په زندانونو کې اعدام شوي دي.
دې ټولنې د شنبې پر ورځ ( د زمري دیارلسمه) د یوه راپور پر خپرولو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په دې هېواد کې د ایران د زندانونو او اعدامونو وضعیت ته پام وکړي.
په راپور کې راغلي، چې په تېرو اووه میاشتو کې ۴۲ بلوڅان، ۲۰ کردي وګړي، ۲۰ افغان وګړي، یو عراقي او ۱۵ مېرمنې اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو ټولنې ویلي، چې له دغو کسانو څخه ۱۷۲ یې د نشهیي توکو پر جرم، ۱۱۰ کسان د وژنو، ۱۵ نور د امنیتي تورونو، پېنځه کسان د اسرائیلو لپاره د جاسوسۍ پر تور او پېنځه نور د ایران له اهل سنت سره د اړیکو پر تور او درې نور د جنسي تېري پر تور اعدام شوي دي.
همداشان د ایران د بشري حقونو د ټولنې مشر محمود امیري مقدام ویلي؛ مونږ په ځانګړي توګه په راتلونکیو اوونیو او میاشتو کې د کرد مدني فعالانو او د مخدره توکو پر جرمونو تورنو کسانو د اعدامونو نوې څپې ته اندېښمن یوو. د اعدامونو د دې څپې مخنیوی یوازې د مدني ټولنې د اعتراضونو او نړیوالو فشارونو له لارې د سیاسي لګښت پر لوړولو شونی دی.
د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ د ابراهیم رییسي له مړینې او د ولسمشرۍ د دوهیم پړاو ټاکنو له پای ته رسېدو سره په دې هېواد کې د اعدامونو شمېر نسبتاً لږ شوی دی.
د راپور له مخې؛ په دغو ۷ میاشتو کې یوازې ۲۸ اعدامونه د ایران د حکومت د رسمي سرچینو لهخوا اعلان شوي، چې نور ۹۱ سلنه اعدامونه د بشري حقونو د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري د دوه خپلواکو سرچینو له لارې تائید شوي دي.
د بشري حقونو ټولنو تل په ایران کې د اعدامونو پر زیاتوالي نیوکې کړي او د دې بهیر د بندیدو غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په ایران کې لسګونه افغانان د نشهیي توکو په ګډون د بېلابېلو تورونو پر تور اعدام شوي دي.
اړوند خبرونه:
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
د یاد بنسټ د خبرپانې له مخې؛ په کابل کې د تېرې اوونۍ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون خونړی برید د تاوتریخوالي د زیاتېدا د عطف ټکی و او د جګړې کچه یې د پام وړ زیاته کړې ده.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ويلي؛ نن یکشنبه( د وري دوهیمه ) سهار ۹:۳۰ د پاکستاني پوځي رژیم لهخوا د هاوان توغول شوې مرمۍ د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د شانپت په اړوند سیمه ولګېدې، چې له کبله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل ټپي شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ټپي شوې یوه ښځه ده.
دغه راز فطرت زیاته کړې، چې د پاکستان پوځي رژیم ملېشو د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر موټر ډزې کړې؛ خو په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نده اوښتې.
د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې پر افغانستان به یې بریدونه د کوچني اختر په مناسبت د دوشنبې تر شپې پورې ځنډېدلي شوي وي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د آلمان ایآرډي ټلویزیون راپور ورکړی: د اسلامي امارت یوه غړي پرته له دې، چې د جرمني حکومت خبر شي؛ په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې ده.
د راپور له مخې: نبراسالحق عزیز نومي یو کس، چې له اسلامي امارت سره تړاو لري؛ د تېر کال په جولای کې د آلمان حکومت پر خوښه د قونسلګرۍ د عادي کارمند په توګه برلین ته تلی دی. د هغه رسمي دنده د افغان کډوالو په ایستلو کې مرسته کول ول.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ هغه په ورته وخت کې د اسلامي امارت لهخوا په برلین کې د افغانستان د سفارت د څارنې پر غاړه اخیستو لپاره غوره شوی و.
په راپور کې راغلي؛ دا کس اوس د سفارت د چارسمبالي په توګه کار کوي او په کابل کې د اسلامي امارت له بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې رسمي اسناد لاسلیک کوي.
دغه راز پخوانی چارسمبالی عبدالباقي پوپل له خپلې دندې لرې شوی او د هغه رول تر ډېره تشریفاتي بڼه پیدا کړې ده.
آلمان د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت نهپېژني.
د آلمان بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې د افغانستان په استازولیو کې د ادلون بدلون په اړه وزارت ته راپور ورکړ شوی ندی.
د یادونې ده، چې له دې مخکې اسلامي امارت د آلمان په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیتونو کنټرول په لاس کې اخیستی و.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه5 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه17 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی17 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه

