Connect with us

تازه خبرونه

تاجکستان سږکال د ۸۲ میلیون ډالرو پر ارزښت افغانستان او ازبکستان ته برښنا صادره کړې

د تاجکستان رسنیو څرګنده کړې، چې دغه صادرات د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله نږدې درې میلیون ډالره کم  شوي دي.

خپور شوی

د

تاجکستان ويلي، د روان کال له جنورۍ څخه تر اګست پورې یې افغانستان او ازبکستان ته د ۸۲ میلیون ډالرو پر ارزښت برښنا صادره کړې ده.

د تاجکستان رسنیو څرګنده کړې، چې دغه صادرات د تېر کال د همدومره وخت پر پرتله نږدې درې میلیون ډالره کم  شوي دي.

له دغه وخت راپه دېخوا په تاجکستان کې د برښنا تولید ۱۵ اعشاریه ۴ میلیارډ کیلو واټ ساعتو ته رسېدلی، چې شاوخوا یو میلیارډ کیلو واټ ساعتونه یا ۶ اعشاریه ۵ سلنه صادرېږي. له دې کچې څخه ۸۰ سلنه یې افغانستان او پاتې ۲۰ سلنه یې ازبکستان ته صادره شوې ده.

تاجکستان په ۲۰۲۴ ز. کال کې له دغو دوه ګاونډ هېوادونو سره د برښنا د صادراتو تړونونه لاسلیک کړل. تاجکستان یوازې په اوړي کې ازبکستان ته برښنا صادروي؛ خو تر ډېره په مني او ژمي کې افغانستان ته برښنا صادريږي.

افغانستان د خپلې اړتیا ۷۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

له دې مخکې د دولتي تصديو عمومي رياست ويلي وه، چې د افغانستان برښنا شرکت په تېر يوه کال کې په ټوليزه توګه ۱ ميليون ۲۰۶ زره ۶۷۱ میګاواټه برښنا توليد کړې او له ګاونډ هېوادونو څخه يې ۵ ميليون او ۶۷۲ زره ۷۹۶ میګاواټه برښنا وارد کړې ده.

تازه خبرونه

اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان د تماس ډلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه خبرې وکړې او له دې هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، د اسلامي همکاریو ټولنې تګلاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره پر تعامل او عملي همکاریو ولاړه ده، چې باید د افغانستان د خلکو د ګټو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره وي.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي همداراز په کابل کې د دې ټولنې د پلاوي او سیمه‌ییز دفتر له لارې د ترسره کېدونکو فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او وایي، چې د نجونو زده‌کړې، روغتیا او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا د دغو فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان تماس ډلې په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتولو لارې هم وڅېړلې.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ۹۷ میلیون نویو سندونو موندل؛ په افغانستان کې د بریټانیا د جنګي جرمونو د تور څېړنه وځنډېده

د بریټانیا دفاع وزارت د وکیلانو له‌خوا په خپور شوي لیک کې راغلي، دغه اسناد د معلوماتو په یوه ستره ټولګه کې موجود ول. له دې مخکې داسې انګېرنه کېده، چې ډېره برخه به یې له څېړنې پاتې وي.

Published

on

د بریټانیا دفاع وزارت د ۹۷ میلیون نویو سندونو له موندل کېدا خبر ورکړی، چې ښايي یو شمېر یې په افغانستان کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو پر وړاندې د جنګي جرمونو د ادعاوو له عامه څېړنې سره تړاو ولري.

د بریټانیا دفاع وزارت د وکیلانو له‌خوا په خپور شوي لیک کې راغلي، دغه اسناد د معلوماتو په یوه ستره ټولګه کې موجود ول. له دې مخکې داسې انګېرنه کېده، چې ډېره برخه به یې له څېړنې پاتې وي.

د دغې څېړنې مشر چارلز هیډن-کیو د اسنادو په پېژندلو او وړاندې کولو کې د ځنډ په اړه اندېښنه ښودلې او څرګندوي: که دغه نوي موندل شوي اسناد چټک ونه څېړل شي د څېړنې بهیر، چې اوس پرمختللیو پړاوونو ته رسېدلی؛ نور هم  وځنډوي.

دغه څېړنه په ۲۰۲۳ز.کال کې د بي‌بي‌سي له‌خوا د یوه مستند فلم له خپرېدا وروسته پیل شوه. په دې مستند فلم کې داسې ادعا شوې وه: د بریټانیا ځانګړو هوايي ځواکونو، چې  SAS نومیږي؛ څه باندې یوه لسیزه مخکې د افغانستان د جګړې پر مهال ۵۴ کسان په مشکوکو شرایطو کې وژلي دي.

د څېړنې مشر زیاته کړې: د جمعې ورځې په غونډه کې به د بریټانیا له دفاع وزارت څخه وغواړي، چې ډاډ ورکړي؛ هر هغه سند، چې له دغې څېړنې سره تړاو لري چټک وپېژني او څېړنې ته یې وسپاري او دا حالت دا ډول بیا تکرار نه‌شي.

ټاکل شوې وه، چې دا څېړنه لږ تر لږه یو لنډمهالی راپور په ۱۸ میاشتو کې خپور کړي؛ خو د څېړنې له پیل نږدې څلور کاله تېرشوي او تر دې دمه هېڅ موندنه خپره شوې نه‌ده.

د بریټانیا دفاع وزارت د جمعې ورځې له غونډې مخکې د دې موضوع په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه وغندل

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه سخت وغندل او څرګندوي، چې پر یوه خپلواک ګاونډ هېواد دا ډول بریدونه د سیمې د سولې او امنیت پر وړاندې بشپړ ګواښ دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جېسوال د سې‌شنبې پر ورځ په نوي ډیلي کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ هند پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه؛ ځکه غندي، چې له کبله یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې ده.

جېسوال د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدا هیله کړې ده.

نوموړي ویلي، د ګاونډ هېوادونو پر وړاندې د پاکستان دا ډول بریدونه د سیمې له سولې او امنیت سره په ټکر کې دي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز وایي، هېواد یې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، او همداراز د افغان وګړو له هوساینې ملاتړ کوي.

نوموړي د پاکستان له‌خوا د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه ادعاوو ته په نغوته کې ویلي؛ اسلام‌‌آباد باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي او څرګند تعهد وښيي، چې نړیواله ټولنه د دغو ادعاوو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم له دې مخکې په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی او د کونړ او پکتیکا پر سیمو د هوايي بریدونو په اړه یې د اعتراض یادښت ورکړی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!