Connect with us

لوبی

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې مالډیف ته ماتې ورکړه

دا د افغانستان لومړۍ بریا وه او تر اوسه یې په دغو سیالیو کې درې لوبې کړي دي.

خپور شوی

د

د افغانستان والیبال ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په تاشکند کې د مرکزي آسیا والیبال ټولنې (CAVA) سیالیو په لړ کې مالډیف ته ۳ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

دا د افغانستان لومړۍ بریا وه او تر اوسه یې په دغو سیالیو کې درې لوبې کړي دي.

د ترکمنستان او ازبکستان په وړاندې یې لوبې بایللې دي.

افغانستان به د سې شنبې پر ورځ له تاجکستان سره مخ شي.

لوبی

په آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو

د نویو اصولو له مخې؛ د دغه لیګ ټولې شپږ لوبډلې باید په خپل یوولس کسیز لړلیک کې لږ تر لږه د متحده عربي اماراتو دوه، د افغانستان دوه او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړيو هېوادونو یو لوبغاړی ولري.

Published

on

د ډي‌پي ورلډ نړیوال شل‌آوریز لیګ( آی ال ټي ۲۰) د خپل پنځم پړاو لپاره د لوبو نوي اصول اعلان کړي، چې له مخې به یې په هره لوبډله کې د متحده عربي اماراتو او افغانستان لوبغاړو ته د لوبې په پیلني یوولس کسیز لړلیک کې ځانګړی ځای ورکړ شي.

د نویو اصولو له مخې؛ د دغه لیګ ټولې شپږ لوبډلې باید په خپل یوولس کسیز لړلیک کې لږ تر لږه د متحده عربي اماراتو دوه، د افغانستان دوه او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړيو هېوادونو یو لوبغاړی ولري.

دغه بدلون د افغانستان کرکټ لوبغاړو ته اړین فرصت برابروي؛ ځکه د سیالیو په ټول بهیر کې به په هره لوبډله کې لږ تر لږه دوه افغان لوبغاړي د لوبې په پیلني یوولس کسیز لړلیک کې ولوبېږي.

دغه شرط به د لوبې پر مهال د لوبغاړو د بدلولو او د ځانګړو بدیل لوبغاړو د کارولو پر وخت هم پر ځای وي.

که د متحده عربي اماراتو، افغانستان یا د کرکټ د همکارو غړيو هېوادونو کوم لوبغاړی له لوبې ووځي؛ نو که لوبډلې یوازې د اړوندې ډلې لږ تر لږه ټاکل شوی شمېر لوبغاړي غوره کړي وي، باید پر ځای یې د هماغې ډلې بل لوبغاړی ولوبوي.

دا نوي اصول د آی ال ټي ۲۰ لیګ د هغو پراخو هڅو برخه ده، چې موخه یې د سیمې او د کرکټ نړیوالې شورا د همکارو غړیو هېوادونو د لوبغاړو ونډې پیاوړي کول او د نوموتو نړیوالو لوبغاړو ترڅنګ ځوانو او مخ پر ودې لوبغاړو ته د ډېرو فرصتونو برابرول دي.

دغه لیګ د سر د ټپ له کبله د لوبغاړو د بدلولو اصول هم بدل کړي دي. له دې وروسته به لوبډلې اړ نه وي، چې د لوبې له پیل مخکې د احتمالي بدیل لوبغاړو نوملړ وړاندې کړي؛ خو هر بدیل لوبغاړی باید طبي تائید ولري، له ټپي شوي لوبغاړي سره د لوبې د وړتیا له پلوه ورته وي او د لوبڅار اجازه ترلاسه کړي. د لوبغاړو د لږ تر لږه ونډې شرطونه به هم پر خپل ځای وي.

په نورو بدلونونو کې د« توپ‌وهونکي د سیمې» پر نوم د نوي اصل رامنځته کول شامل دي، چې له مخې به یې د توپ د پراخې یا وایډ پرېکړه د توپ‌وهونکي د آف او لګ دواړو لوریو ته کېږي.

دغه راز د ۶۰ ثانیو د تم‌ساعت اصول به له دې وروسته د توپ‌وهنې پر لوبډلې هم پلي کېږي او یوازې د توپ‌اچوونکې لوبډلې پورې به محدود نه‌وي.

د توپ‌وهنې لوبډلې ته به د آورونو ترمنځ په ټاکلي وخت کې د نه‌چمتو‌والي له کبله دوه ځله خبرداری ورکول کېږي؛ خو له درېیمې سرغړونې وروسته به سیالې لوبډلې ته د جرمې پنځه منډې ورکړ شي.

د آی ال ټي ۲۰ لیګ پنځم پړاو به د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د لړم له دېرشمې څخه د لیندې نهه‌ویشتمې / د  ۲۰۲۶ز.کال د نومبر له یوویشتمې څخه د ډسمبر تر شلمې پورې دوام وکړي، چې شپږ لوبډلې به په کې ګډون وکړي او د نړۍ یو شمېر نوموتي کرکټ لوبغاړي به ولوبېږي.

تمه ده، چې د افغانستان د کرکټ نوموتي لوبغاړي راشد خان او فضل‌الحق فاروقي د ام‌آی امارات او محمد نبي د شارجه واریرز لوبډلې په ګټه ولوبېږي. دغه راز به د نورو لوبډلو په ترکیب کې هم یو شمېر افغان لوبغاړي ولوبېږي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه به د لړم پر دېرشمه / د نومبر پر یوویشتمه په دوبۍ کې د ډیزرټ وایپرز او ام‌آی امارات لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان لپاره په هره لوبډله کې د لږ تر لږه دوه لوبغاړو د لوبېدا تضمین ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه افغان لوبغاړو ته به د نړیوالو سیالیو د تجربې، د وړتیاوو د ښودلو او د سیمې په یوه مخکښ شل‌آوریز لیګ کې د پام وړ ونډې فرصت برابر کړي.

د دغو سیالیو ټولې لوبې به په افغانستان کې د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) له لارې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شي. مینه‌وال کولی شي د سیالیو د تازه معلوماتو، مهالوېش او نورو خبرونو لپاره د آریانا راډیو او ټلویزیون د خواله رسنیو پاڼې هم وګوري.

Continue Reading

لوبی

زیمبابوې له افغانستان څخه د دوه‌یمې ټسټ لوبې پر دوه‌یمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو

زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوه‌یمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۴, ۱۴۰۵

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې پر وړاندې د دوه‌یمې ټسټ لوبې د دوه‌یمې ورځې تر پای پورې په لومړۍ پاڼۍ کې د شپږ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۵۹ منډې جوړې کړې او د زیمبابوې له ټولو ۳۳۹ منډو څخه ۱۸۰ منډې وروسته ده.

زیمبابوې د لوبې لومړۍ ورځ پر ۲۵۰ منډو او د پنځه لوبغاړو پر سوځېدا پای ته رسولې وه او د دوه‌یمې ورځې په لوبه کې یې خپلې منډې ۳۳۹ ته ورسولې.

د زیمبابوې لوبډلې دغه منډې په ۱۱۴.۵آورونو کې جوړې کړې.

افغانستان د زیمبابوې د منډو په ځواب کې د دوه‌یمې ورځې تر پایه ۱۵۹ منډې جوړې کړې او شپږ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

افغان لوبډلې ته څلور لوبغاړي پاتې دي او د زیمبابوې د منډو د برابرولو لپاره ۱۸۰ منډې ته اړتیا لري.

افغانستان به د لوبې په درېیمه ورځ هڅه وکړي، چې د پاتې څلورو لوبغاړو پر مټ د زیمبابوې د منډو واټن راکم کړي.

Continue Reading

لوبی

رحمت شاه په ټسټ لوبه کې د نړۍ اووم غوره توپ‌وهونکی شو

رحمت شاه په دې درجه‌بندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.

Published

on

 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلمشر رحمت شاه د زیمبابوې پر وړاندې له ښې لوبې وروسته د ټسټ کرکټ په نړیواله درجه‌بندۍ کې تاریخي اووم مقام خپل کړ.

رحمت شاه د آی‌سي‌سي په تازه درجه‌بندۍ کې شپږ پړاوونه مخکې شوی او د ټسټ کرکټ د غوره توپ‌وهونکو په ډله کې شامل شوی دی.

نوموړي د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټسټ سیالیو په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې، چې د هغه پنځمه ټسټ سلیزه او د روان کال دوه‌یمه سلیزه وه.

رحمت شاه په دې درجه‌بندۍ کې له شبمن ګیل، ایډن مارکرم او کامنډو مینډیس څخه مخکې شوی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!