تازه خبرونه
کابل د پاکستان په تاوریخجنو پېښو کې لاس نلري – افغان چارسمبال
سردار احمد شکېب په اسلامآباد کې د سيمهييزو څېړنو مرکز په يوه سيمينار کې ويلي: مونږ په پاکستان کې بې ثباتي نهغواړو. شاید ځینې خلک له پولې تېر شي؛ خو د افغانستان چارسمبالی حکومت په پاکستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې هیڅ راز لاس نلري.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت چارسمبال استازي ویلي، چې افغان سمبالی حکومت په سيمه كې امن٬ سلامتيا او ثبات غواړي او د پاکستان په تاوتریخجنو پېښو کې لاس نلري.
سردار احمد شکېب په اسلامآباد کې د سيمهييزو څېړنو مرکز په يوه سيمينار کې ويلي: مونږ په پاکستان کې بې ثباتي نهغواړو. شاید ځینې خلک له پولې تېر شي؛ خو د افغانستان چارسمبالی حکومت په پاکستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې هیڅ راز لاس نلري.
هغه په دې اړه، چې په افغانستان کې د پاکستانيو طالبانو شتون کومه نوې خبره نده؛ څرګنده کړې: اسلامي امارت هڅه کوي، چې د خبرو له لارې دې ستونزې ته د حل لار ومومي.
نوموړي زیاته کړې پاكستان او افغانستان دواړه د امنيتي ناخوالو سره مخ دي او په سيمه كې امن٬ سلامتيا او ثبات زمونږ هيله ده۔
شکیب د افغانستان په اړه د پاکستان د حکومت د امنیتي اندېښنو په اړه په ډاګه کړه: کابل هڅه کوي اسلامآباد قانع کړي، چې “ځینې غیر دولتي عناصر په پاکستان کې دننه د نفوذ په لټه کې دي”.
شکیب ټینګار وکړ، چې د افغانستان پالیسي روښانه ده او د غیر دولتي عناصرو ملاتړ نهکوي.
سردار احمد شکیب د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په اړه ویلي، چې دې پروژې د سیمې لپاره ډېر فرصتونه رامنځته کړي، چې افغانستان ته هم ګټه رسولی شي.
ده همداراز څرګنده کړې، چې د یوه کمربند او یوې لارې په پروژه کې د افغانستان ګډون نه یوازې د هېواد په بېخبناوو کې پانګونه زیاتوي، بلکې د سیمې هېوادونه هم له یو بل سره نږدې کوي.
شکیب ویلي: مونږ باور لرو، چې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزې همکارۍ کولی شي د سیمهییزو همکاریو نوی پېر پیل کړي.
هغه پاکستان د افغانستان یو له مخکښو سوداګریزو شریکانو څخه یاد کړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د زیاتولو ژمنه یې وکړه.
شکیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيکو په برخه کې وروستۍ ننګونې تائيد کړې او وایي، چې افغانستان د اقتصادي اړيکو د بېرته رغولو هڅې کوي.
د اسلامي امارت دغه ډیپلومات پر امنیتي مسایلو سربیره د لویدیځ بندیزونه، د لارو بندیدل، د ګمرکي تاسیساتو محدودیت، د تعرفو ناڅاپي او یو اړخیز زیاتوالی او د بار وړونکیو موټرو پرلهپسې پلټنه د سوداګرۍ پر وړاندې لوی خنډونه ونومول.
هغه دغه راز د دواړو حکومتونو ترمنځ د سوداګريزو بېخبناوو په برخه کې د پانګونې، د ګمرکي کړنلارو په ساده کولو، د سوداګريزو تاسيساتو د پياوړتيا، د ټرانسپورټي اړيکو د پراختيا، د متقابل باور په رامنځته کولو او د اوږدمهاله سوداګريزو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د ډيپلوماټيکو خبرو اترو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر باثباته ډیپلوماټیک تعامل او د سولې او امنیت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار او د سیمهییزو اقتصادي همکاریو لپاره د باثباته بېخبناوو رامنځته کول یوه بله د ټینګار وړ موضوع وه.
دغه راز د سیمهییزو مطالعاتو د انسټیټیوټ استازي جوهر سلیم د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي هوساینې لپاره په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ.
جوهر سلیم ویلي، چې په افغانستان کې هر ډول ناامني او د ترهګرۍ د رامنځته کېدو د مخنیوي نشتوالی به د سیمې د اقتصادي همکاریو او د ټولې سیمې د سوکالۍ مخه ونیسي.
د اسلامي امارت د چارواکو یادې څرګندونې په داسې حال کې راپورته کيږي، چې اسلامآباد په ځلونو د افغانستان چارسمبالی حکومت د تحريک طالبان پاکستان پر ملاتړ تورن کړى او پاکستانيو چارواکو ادعا کړې، چې وسلوال بريدونه له افغانستان څخه پلانیږي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې رد کړي، چې دوی د پاکستان د ناامنیو مسوول ندي.
د یادونې ده، چې په پاکستان کې د افغانستان له لوري د ګواښونو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا د زیاتېدو لامل شوې ده.
تازه خبرونه
په هرات کې د سمنټو کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
نن په هرات ولایت کې د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړیو چارواکو په شتون کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ويلي، د دې پروژې تړون له یوه کورني شرکت سره لاسلیک شو او ټاکل شوې، چې د دې کارخونې د جوړولو چارې په راتلونکو دوه کلونو کې بشپړې او وروسته د سمنټو د ډبرې استخراج او د سمنټو تولید پیل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ قراردادي شرکت د دې پروژې د پلي کولو لپاره ۱۴۳ میلیون ډالره پانګونه کوي او د فعالیت له پیل وروسته به د کارخونې د تولید ورځنۍ وړتیا شاوخوا درې زره ټنو ته ورسېږي.
مسوولانو ويلي، د دې پروژې له فعالیت سره به شاوخوا پېنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د پروژې د چارو د پیل په مراسمو کې د ریاستالوزراء اقتصادي او اداري مرستیالانو او د اسلامي امارت د کابینې یو شمېر وزیرانو هم ګډون کړی و.
د هرات د سمنټو پروژه د هېواد له لویو صنعتي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د دې ولایت خلک له کلونو راپدېخوا د هغې د استخراج او سمنټو د تولید د پیل پر تمه ول.
ویل کیږي، چې دا پروژه د هرات ښار لویدیځ ته شاوخوا ۳۰ کیلومټرۍ واټن کې د زندهجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري.
تازه خبرونه
په بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوچستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د «پارسیا نیوز» د یوه څېړنیز راپور له مخې، د پاکستان امنیتي ادارې په بلوڅستان کې د حکومت د ملاتړ وړ وسلهوالې ډلې د خپلو امنیتي موخو د پرمخ وړلو او د بلوڅ وسلهوالو مخالفانو پر وړاندې د مبارزې لپاره کاروي او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي هم په دغو ډلو کې جذب شوي دي.
دغه راپور، چې د اګست پر شپږمه خپور شوی؛ ادعا کوي، چې په بلوڅستان کې «لشکر» نومې ډلې د پاکستان د امنیتي ادارو پر ملاتړ فعالیت کوي او د دغه هېواد له پوځ، سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره یوځای په امنیتي او د پاڅونونو ضد عملیاتو کې ونډه لري.
د دې څېړنې له مخې: دغه ډلې د نیابتي ځواکونو پر بڼه فعالیت کوي او پاکستان ته اجازه ورکوي؛ د امنیتي عملیاتو او پاڅونونو پر وړاندې د مبارزې یوه برخه د هغو وسلهوالو ډلو له لارې ترسره کړي، چې په رسمي ډول د دولت د جوړښت برخه نهدي.
«پارسیا نیوز» ادعا کړې: د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر غړي، چې په ۲۰۲۱ز. کال کې د جمهوري حکومت له سقوط وروسته له افغانستان څخه ووتل؛ هم له دغو ډلو سره یوځای شوي دي.
د راپور له مخې، دغه کسان د پوځي روزنې، جګړهییزې تجربې او په سرحدي عملیاتو کې د بلدتیا له کبله د دغو شبکو لپاره ارزښتناک ځواک بلل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې د افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو کارول کولی شي د پاکستان ملاتړ وړ وسلهوالو ډلو ته دا زمینه برابره کړي، چې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو د شمېر له رسمي زیاتولو پرته، په خپلو عملیاتو کې له تجربهلرونکو کسانو ګټه واخلي.
دغه رسنۍ همدارنګه ادعا کړې، چې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د یوځای کېدا اصلي لامل مالي اړتیا او د ژوند د دوام لپاره د یوې لارې موندل دي؛ ځکه، چې دغه کسان د افغانستان پر وړاندې په جګړه کې له ګډون سره لېوالتیا نهلري.
تازه خبرونه
اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول
دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او ایرلینډ لومړۍ یوورځنۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي
-
ساینس او ټیکنالوژي4 days agoساینسپوهانو د لمر تر ټولو روښانه انځور ثبت کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد امریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې پرمختګ شوی
-
لوبی5 days agoد افغانستان کرکټ ملي لوبډله له ایرلینډ سره د بریالي پیل په لټه کې ده
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا په افغانستان کې د داعش خراسان له ګواښه خبرداری ورکړ
-
څار3 days agoڅار: د داعش خراسان د ګواښ په اړه د امریکا خبرداری
