تازه خبرونه
آریانا او آریانا نیوز د آسیا – اقیانوسیې راډیو ټلویزیونوني اتحادیې معتبرې کلنۍ جایزې خپلې کړې
لطفالله ستانکزی، معاون و رئیس بخش تجارتی تلویزیون آریانا و آریانانیوز گفت: «دو جایزه معتبر به دست آوردیم، یکی در بخش تنوع در محیط کاری و دوم در بخش پوشش خبرها مربوط مهاجرین میباشد.»
آریانا او آریانا نیوز ټلویزیوني شبکو د آسیا – اقیانوسیې خپرندویې اتحادیې (ABU) دوه له ویاړه ډکې کلنۍ جایزې ( په کاري چاپېریال کې تنوع او هېواد ته د جبري مهاجرو د راستنېدو پراخ پوښښ ) ترلاسه کړې دي.
د آریانا راډیو ټلویزیون او آریانانیوز چارواکو د سې شنبه پر ورځ( د لړم اتمه) د دې جایزې د ترلاسه کولو پر ویاړ په یو لړ مراسمو کې ویلي، چې دوی له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د جبري شړلو او د دې ټلویزیوني شبکې کارمندانو ته د خوندي چاپېریال برابرولو له کبله د دې اتحادیې کلنۍ جایزې ترلاسه کړې دي.
د آریانا ټلویزیون او آریانا نیوز د سوداګریزې څانګې مرستیال او مشر لطف الله ستانکزي ویلي: مونږ دوه معتبرې جایزې خپلې کړې؛ یوه یې د کاري چاپېریال د تنوع او دوهیمه یې د مهاجرینو اړوند خبري پوښښ په برخه کې دي. مونږ د آریانا راډیو ټلویزیون له همکارانو ډېر خوښ یوو او دا زمونږ د کار او کاري چاپېریال رښتینې ځلونه کوي. مونږ هیله من یوو، چې همکاران به په خپلو اړوند برخو او څانګو کې نور ډاډمن ګامونه هم واخلي.
د آریانانیوز خبریال مجیب الرحمن بهیر په دې مراسمو کې ویلي: مونږ دا جایزه حکومت ته د خلکو د دردونو د رسولو له لارې تر لاسه کړې ده. زما هغه سختې ورځې، چې کډوال مو له پاکستان څخه راغلل په یاد دي هغو سختې ورځې تېرې کړې؛ بل ځای نهوو، پاکستان په ډېر سخت حالت کې پرېکړه کړې وه او حکومت اړ و، چې لاسنیوی یې وکړي. رسنیو په ځانګړي توګه مونږ هڅه وکړه، چې هلته لاړ شوو او له هغه ځایه خپلې د دوه څانګو خپرونې پر ژوندۍ بڼه وړاندې او د کډوالو وضعیت له چارواکو سره د خبرو او مرکو له لارې وړاندې کړو.
دغه راز د آریانا او آریانانیوز ټلویزیونونو یو شمېر کارکوونکيو ويلي، چې د رسنیو کار ته ژمن دي او غواړي پخپل زیار، کار او هڅو د خلکو ستونزې وځلوي او تر حکومته یې ورسوي.
د آریانانیوز خبریال اسلم حجاب وايي: دا جایزه د معیاري فعالیتونو له کبله ترلاسه شوه. آریانانیوز په هېواد کې د مهاجرینو د راستنېدو، طبیعي پېښو او نورو ستونزو د اواري په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او دغه بهیر یې روان ساتلی دی. د آریانانیوز ټیم یو ژمن ټیم دی او غواړي د خپلو خلکو تر څنګ هڅې وکړي.
د آریانا خبریال حبیب ناظم هم ویلي: د خوښۍ ځای دی، چې آریانا او آریانا نیوز وکولی شول، چې دا ستره جایزه او لاسته راوړنه د څو نورو هېوادونو تر منځ خپله کړي.
د آسیا – اقیانوسیې اتحادیه ABU په ۱۹۶۴ ز. کال کې جوړه شوې. دا ټولنه په ۷۰ هېوادونو کې ۲۵۰ غړي لري او د نړۍ لویه او د مسلکي رسنیو اتحادیه ګڼل کیږي. د دې اتحادیې د جوړولو موخې د پروګرامونو په تخنیکي، تعلیمي، سپورټي، حقوقي برخو کې همکاري، همغږي، ګډ فعالیتونه، مشوره او د بشري سرچینو په برخه کې د غړیو تر منځ د راډیو او ټلویزیوني سټیشنونو پیاوړتیا او پراختیا لپاره کار کول دي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
تازه خبرونه
په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امانالله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا پلې شوې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.
هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.
چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.
ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی4 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي


