Connect with us

تازه خبرونه

له افغانستان څخه د وتلو بښنه نه‌غواړم؛ ځکه امریکایان له مونږ څخه جګړه نه‌غواړي – بلینکن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او له هغې څخه د وتلو د لارو چارو په اړه، چې لږ تر لږه د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو او پر کابل د اسلامي امارت د واکمنېدو لامل شو؛ بښنه نه‌غواړم.

خپور شوی

د

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ امریکایان نه غواړي، چې په جګړه کې ښکېل واوسو. دوی له مونږ څخه جګړه نه‌غواړي. مونږ ۲۰ کاله په افغانستان او عراق کې له سلګونه زره امریکایي سرتېرو سره تېر کړل. خلک له دې څخه ستړي شوي دي. کله، چې ولسمشر بایډن د ولسمشر ټرمپ مرستیال و؛ هغه په ​​​​عراق کې زمونږ د جګړې د پای ته رسولو مسوولیت درلود.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او له هغې څخه د وتلو د لارو چارو په اړه، چې لږ تر لږه د ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو او پر کابل د اسلامي امارت د واکمنېدو لامل شو؛ بښنه نه‌غواړم.

بلینکن زیاته کړې: ” اوس به مونږ د امریکایانو بل نسل ونلرو، چې په افغانستان کې وجنګیږي او ومري؛ دا پخپله یوه لویه لاسته راوړنه ده.”

که څه هم بلینکن له افغانستان څخه وتل یو ستونزمن غوراوی ګڼي؛ خو زیاتوي، چې “مونږ هم له افغانستان څخه درس اخیستی دی.”

هغه ویلي؛ د افغانستان تجربې د امریکا له حکومت سره مرسته کړې، چې په سوریه، لبنان او اسرائیلو کې د کړکېچونو پر وړاندې متفاوت عمل وکړي.

د امریکا د ولسمشر بایډن پر مشرۍ په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی، چې په کابل کې د واشنګټن له ملاتړه برخمن حکومت له ماتې سره مخ شو او په دې هېواد کې د امریکايي پوځیانو د مرګ او ژوبلې او د امریکايي پوځیانو د پوځي تجهیزاتو د پرېښودو لامل شو؛ د بایډن حکومت يې له نیوکو سره مخ کړ. ان تر دې، چې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د استعفا په درشل کې ودرېد.

تازه خبرونه

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه غونډه د اوکټوبر پر پېنځمه جوړېږي

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې د افغانستان په اړه د« مسکو فارمټ» د مشورتي ناستو اتمه غونډه به د اوکټوبر پر پېنځمه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، په دې غونډه کې به د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي.

بېلاروس او مصر په دې غونډه کې  مېلمانه دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به په غونډه کې وینا وکړي.

دغه راز د افغانستان بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ یو افغان پلاوی به د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي او ټاکل شوې، چې نوموړی به د غونډې په څنډه کې له لاوروف سره ځانګړې لیدنه هم وکړي.

د زاخارووا د څرګندونو له مخې، د روسیې او افغانستان د چارواکو په دوه‌اړخیزه لیدنه کې به د دواړو هېوادونو د همکاریو اړوند روانو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

د «مسکو فارمټ» په پراخه غونډه کې به د افغانستان او سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو د قاچاق پر وړاندې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشي.

زاخارووا زیاته کړې؛ تمه ده، چې د غونډې په پای کې ګډه اعلامیه هم خپره شي.

#آریانانیوز #افغانستان #مسکو #مسکو‌فارمټ #روسیه #لاوروف #زاخارووا

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ۹ ملکي وګړي «شهیدان» شوي – ذبیح مجاهد

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، چې تېره شپه د پاکستاني الوتکو د هوايي بریدونو له کبله د کونړ او هلمند په اړوند  سیمو کې د ښځو او ماشومانو پر ګډون ۹ ملکي وګړي« شهیدان» شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام او د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار په اړوند سیمو کې ترسره شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان نور ټپیان شوي او درې استوګنیز کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي:« مونږ دا عمل غندو او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تېری او جنایت بولو.»

Continue Reading

تازه خبرونه

په قطر کې د افغانانو د السیلیه کمپ د تړل کېدو بهیر ۹ میاشتې وځنډول شو

د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ادارې په قطر کې د «السیلیه» کمپ د تړل کېدو بهیر د نهه میاشتو لپاره ځنډولی دی. په دې کمپ کې له زر ډېر افغانان، چې له امریکايي ځواکونو سره یې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال همکاري کړې؛ مېشت دي.

د اسوشیټېډ پرس د راپور له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې دا کمپ د چارشنبې پر ورځ د امریکا د مالي کال له پای ته رسېدا سره هم‌مهاله وتړل شي؛ خو یوه امریکايي چارواکي ویلي، چې واشنګټن او دوحې د دې کمپ فعالیت د نهو نورو میاشتو لپاره د غځولو هوکړه کړې ده.

په کمپ کې ټولټال ۱۰۳۹ افغانان مېشت دي، چې یو شمېر یې د امریکا د شل کلنې جګړې پر مهال د ژباړونکو او په نورو برخو کې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی. یو شمېر نور یې د امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د کمپ د فعالیت د غځولو په اړه سمدستي څرګندونې نه‌دي کړي؛ خو څرګندوي: د داسې حللارې د موندلو هڅه کوي، چې د کمپ د اوسېدونکو امنیت خوندي شي او هغوی وکولی شي له افغانستان څخه بهر نوی ژوند پیل کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!