Connect with us

تازه خبرونه

ډونالډ ټرمپ له لوړې وروسته له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو

بنیامین نتانیاهو، صدراعظم اسرائیل، هم با اشاره به تلاش‌های دونالد ترمپ برای آزادی گروگان‌های اسرائیلی در غزه گفت که آماده همکاری با او «برای بازگرداندن بقیه گروگان‌ها، نابودی امکانات حماس و پایان دادن به حاکمیت حماس در غزه» است.

خپور شوی

د

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو په خپلو پیغامونو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ولسمشرۍ د پیل مبارکي وړاندې کړې ده.

د دوشنبې پر ورځ د سلواغې پر لومړۍ ډونالډ ټرمپ د امریکا د اووه‌څلوېښتم ولسمشر په توګه د کانګریس په ودانۍ کې د لوړې مراسم ترسره کړل او له ​​څلور کلن ځنډ وروسته یې خپل دوه‌یم حکومت پیل کړ.

ډونالډ ټرمپ، چې ۷۸ کلن دی؛ د لوړې وروسته په خپله وینا کې د “امریکا د زرین پېر د پیل” په اړه خبرې وکړې او زیاتوي: “مونږ به اجازه ورنکړو، چې له مونږ ناوړه ګټه پورته شي.”

د لوړې له مراسمو وروسته د نړۍ د مشرانو لخوا د مبارکۍ پیغامونه خپاره شول او د بېلابېلو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو پر دوه اړخیزو اړیکو ټینګار وکړ او د اوکراین د جګړې پای ته رسولو او په منځني ختیځ کې د ثبات راوستلو ته ورته مسلو یادونه وشوه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په خپل پیغام کې دونالډ ټرمپ د یوې ” ځواکمنې ارادې لرونکی  ” مشر وباله او وایي، چې د هغه د سولې پالیسي د امریکا د مشرتابه د پیاوړتیا او د اوږدمهاله او عادلانه سولې د ترلاسه کولو لپاره یو فرصت دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته نغوته ( اشاره) وکړه او وایي: هېواد یې چمتو دی، چې د شخړې د ژر حل لپاره هر ډول اړین اقدام وکړي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو، په غزه کې د اسرائیلي یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د ډونالډ ټرمپ هڅو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه چمتو دی، چې له هغه سره د پاتې یرغمل شویو د بېرته راستنېدو، د حماس د امکاناتو ویجاړولو او په غزه کې د حماس واکمني پای ته رسولو لپاره همکاري کار وکړي.”

د اروپايي مشرانو په ګډون د ایټالیا صدراعظم جورجا ملوني، د بریټانیا صدراعظم کییر سټارمر او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د خپلو هېوادونو او امریکا ترمنځ د اوسنیو اړیکو ستاینه وکړه او له واشنګټن څخه یې وغوښتل، چې له اروپايي اتحادیې سره ځواکمنې اړیکې وساتي.

ایراني چارواکو د ډونالډ ټرمپ د دوه‌یمې ادارې د پیل په اړه په رسمي ډول غبرګون ندی ښودلی.

د حماس ډلې، چې امریکا یې ترهګر وسلوال ګڼي، هم سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ د راستنېدو په اړه غبرګون ښودلی.

د حماس یوه چارواکي سامی ابوزهري د جو بایډن د ولسمشرۍ د “تیاره پېر” پر پای ته رسېدو خوښي څرګنده کړې، چې “په لومړي سر کې یې پخپله امریکا ته زیان ورساوه” او وایي: “مونږ هیله لرو، چې ټرمپ خپله پالیسي پر متوازنو بنسټونو ودروي او د نتانیاهو د شر پر وړاندې لاره وتړي.”

د سوریې مشر احمد الشرع هم ډونالډ ټرمپ ته د هغه د ولسمشرۍ مبارکي وویله.

د احمد الشرع په پیغام کې راغلي، چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ ټاکنه “د هغه باور ثبوت دی، چې امریکایان یې پخپل مشرتابه لري.”

په پیغام کې هغه دا باور هم څرګند کړ، چې ډونالډ ټرمپ به “منځني ختیځ ته سوله راولي” او “مونږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همغږۍ پر بنسټ د اړیکو ښه کولو ته سترګې پر لار یوو.”

دغه راز پاناما د ټرمپ څرګندونې رد کړې.

د پاناما ولسمشر، د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د څرګندونو له ردولو سره یو ځل بیا ټینګار وکړ؛ د پاناما کانال به د هېواد په لاس کې وي او “هیڅ هېواد حق نلري، چې په دې مسله کې لاسوهنه وکړي.”

خوزه رائول مولینو د ډونالډ ټرمپ د لوړې له وینا لږ وروسته په یوه خبرپاڼه کې ولیکل: د پاناما کانال د پانامایانو لپاره و، دی او به وي.”

د دوشنبې پر ورځ، د خپلې لوړې په مراسمو کې ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د کانال د ملکیت د بېرته ستنولو غوښتنه وکړه او وایي: “چین په پاناما کانال کې فعال دی. مونږ دا کانال چین ته ندی ورکړی؛ مونږ دا کانال چین ته ندی ورکړی پاناما ته مو ورکړی او اوس يې هم بېرته اخلو.”

دغه راز د ډونالډ ټرمپ له وینا څو ساعته وروسته د پاناما چارواکو اعلان وکړ؛ دوی د هانګ کانګي شرکت پلټنه پیل کړې، چې پاناما کانال ته نږدې بندرونه کنټرولوي.

د امریکا ګاونډیانو او نږدې هېوادونو هم د ډونالډ ټرمپ د نوي احکومت د لوړې په اړه بېلابېل پیغامونه خپاره کړي.

د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا په بېلابېلو برخو کې له امریکا سره د خپل هېواد د قوي اړیکو ستاینه وکړه.

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ټروډو هم ټرمپ ته مبارکي ورکړه او یادونه یې وکړه، چې دواړه هېوادونه “په نړۍ کې ترټولو بریالۍ اقتصادي ملګرتیا لري” او “مونږ بیا د یوځای کار کولو فرصت لرو.”

ډونالډ ټرمپ مخکې له دې کاناډا ته ګواښ کړی و، چې که د خپلو ګډو پولو د کنټرول او امریکا ته د مخدره توکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره سخته پالیسي غوره نکړي؛ نو له هغه هېواد څخه په وارد شویو توکو به درندې تعرفې ولګوي.

د کیوبا ولسمشر میګویل ډیاز کانل هم د ډونالډ ټرمپ پدې کار سخته نیوکه وکړه، چې د هېواد نوم یې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو په نوملړ کې راوستی او دا یې “یو متکبرانه عمل او د حقیقت نه مراعات کول” وبلل.

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ټرمپ د پخوانۍ ادارې لخوا د هېواد پر وړاندې بندیزونه د “توکو کمښت” رامنځته کړ او همدارنګه امریکا ته د کیوبایانو د مهاجرت لامل شو.

د جمهوري غوښتونکي ګوند ډونالډ ټرمپ د دوه‌یم ځل لپاره د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د “امریکا لومړۍ” او “امریکا ته عظمت بېرته راوګرځوئ” له شعارونو سره سیالي وکړه.

هغه په پای کې د ۳۱۲ ټاکنیزو رایو پر ګټلو بریالی شو او د ډیموکرات ګوند سیالې نوماندې کامالا هریس ته یې ماتې ورکړه.

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

Published

on

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.

هغه په ​​ایکس‌پاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”

خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیان‌منونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بې‌رحمي روانه ساتلې ده.

هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د قطر په اوبو کې د یوې چورلکې د راغورځېدا د مرګونې پېښې له کبله د قطر او ترکیې حکومتونو او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کړې ده.

یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.

د راپورونو له مخې؛ د قطر په اوبو کې د چورلکې د راغورځېدا له کبله اووه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي، چې د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزه ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

Published

on

په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلام‌آباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.

فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.

هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.

ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بې‌ثباته کېدی نشي.»

دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلام‌آباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.

هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»

د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بې‌ځایه شوي دي.

پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسله‌وال بریدونه د افغانستان له خاورې  تنظیمېږي.

په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!