Connect with us

تازه خبرونه

په امریکا کې سختو توپانونو مرګ او ژوبله رامنځته کړه

د ای‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې؛ دغو توپانونو او بوړبړکیو د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټکزاس، اوکلوهوما، کانزاس او میسیسیپي ایالتونو کې ۲۹ کسان ټپیان کړي دي او پراخ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړې دي.

خپور شوی

د

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د لومړنیو څرګندونو له مخې د دې هېواد په لویدیځو او سویلي سیمو کې سختو توپانونو ۳۳ کسان مړه کړي او ۲۹ نور ټپیان دي.

د ای‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې؛ دغو توپانونو او بوړبړکیو د امریکا په میزوري، آرکانزاس، ټکزاس، اوکلوهوما، کانزاس او میسیسیپي ایالتونو کې ۲۹ کسان ټپیان کړي دي او پراخ مالي زیانونه یې هم رامنځته کړې دي.

په راپور کې زیاته شوې، چې تر دې دمه له ۱۲۷ ډېرې توپاني څپې او بوړبړکۍ راغلي، چې سرعت یې په ساعت کې له ۱۳۰ کیلومټرو ډېر ښودل شوی دی.

په راپور کې راغلي؛ توپانونو ۵۰۰ ودانۍ نړولي، د برښنا سیسټم یې خراب کړی او ځنګلي اورونه یې رامنځته کړي دي.

ویل کیږي، چې توپان اوس هم چټک روان دی او میلیونه خلک یې له مالي او ځاني زیانونو سره مخ دي.

تازه خبرونه

د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو هوکړه لاسلیک شوه

Published

on

په دوشنبه ښار کې د افغانستان برښنا شرکت او پامیر انرژۍ شرکت ترمنځ د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برښنا رسولو لپاره د همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ شرکت رییس امیرخان رحیم لاسلیک کړ.

د هوکړه‌لیک له مخې؛ دواړه لوري به د همکاریو د پراختیا، د انرژۍ د برابرولو او د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برښنا رسولو د خدمتونو د برابرولو لپاره ګډ کار کوي.

د غونډې په څنډه کې، دواړو لوریو د ۱۱۰ کیلوولټه برښنا لېږد مزی د بدخشان تر مرکز فیض‌آباد پورې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې.

عبدالحق همکار د بدخشان د برښنا د بنسټیزو چارو د پیاوړتیا لپاره د دې پروژې پر اړتیا ټینګار وکړ.

پامیر انرژۍ شرکت ویلي، چې له تخنیکي ارزونو وروسته به خپل وړاندیزونه له افغانستان برښنا شرکت سره شریک کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان سفیر په سیمه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

Published

on

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل‌حسن حسن د« شمالي قفقاز؛ د خبرو، دودونو او پراختیا لپاره فضا» نومې نړیواله غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په مسکو کې د افغانستان سفارت د څرګندونو له مخې؛ نوموړي په خپله وینا کې د متقابل درناوي، خبرو اترو، اقتصادي همکاریو او د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډې پراختیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان سفیر د غونډې په څنډه کې د روسیې د ستاوراپول سیمې د اقتصادي پراختیا له وزیر انتون بوریسویچ دورونین سره هم وکتل.

دواړو لوریو د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

ګل‌حسن حسن له یو شمېر افغان سوداګرو او په روسیه کې د افغان ټولنې له استازو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.

د افغانستان سفیر ډاډ څرګند کړ، چې د اسلامي امارت سفارت به د افغان وګړو د ستونزو د حل او د هغوی د ملاتړ لپاره اړینې همکارۍ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې سفارت د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ او ژوبله اندېښنه څرګنده کړه

دغه سفارت د شنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي:« مونږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو پوځي نښتو له دوام څخه سخت اندېښمن یوو، چې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو ته په کې زیان رسیږي».

Published

on

په افغانستان کې د روسیې سفارت د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر روانو پوځي نښتو اندېښنه څرګنده کړې او وایي، چې په دغو نښتو کې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو ته زیان اوښتی دی.

دغه سفارت د شنبې پر ورځ په ایکس‌پاڼه کې لیکلي:« مونږ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو پوځي نښتو له دوام څخه سخت اندېښمن یوو، چې ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو ته په کې زیان رسیږي».

د پاکستان د پوځي رژیم په وروستیو هوايي بریدونو کې، چې د پنجشنبې پر ورځ یې د هلمند او کونړ ولایتونه پر نښه کړل؛ لږ تر لږه ۹ ملکي وګړي شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!