تازه خبرونه
امریکا په یمن کې د ۳۱ حوثیانو پر وژلو د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه
د امریکا مرکزي قومندې سینټکام د شنبې پر ماښام ناوخته اعلان وکړ، چې په سره بحیره کې د امریکا له یوې کښتۍ څخه جنګي جټ الوتکو د حوثي وسلوالو پر مرکزونو یو لړ هوایي بریدونه پیل کړي دي.
متحده ایالاتو د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو پر وړاندې پراخ هوايي بریدونه پیل کړي او تهران ته یې خبرداری ورکړی، چې سمدلاسه د دې ډلې ملاتړ پای ته ورسوي، چې امریکا یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د امریکا مرکزي قومندې سینټکام د شنبې پر ماښام ناوخته اعلان وکړ، چې په سره بحیره کې د امریکا له یوې کښتۍ څخه جنګي جټ الوتکو د حوثي وسلوالو پر مرکزونو یو لړ هوایي بریدونه پیل کړي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر شپه په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي دي. د حوثي وسلوالو چارواکي وايي، چې د ټپیانو شمېر ۲۳ دی؛ دا ادعا په خپلواکه توګه د تائید وړ نده.
رویټرز د یمن د یوه اوسېدونکي د څرګندونو له مخې ویلي، چې “چاودنې زورورې وې او سیمه یې د زلزلې ته ورته ولړزوله.”
له برید یو ساعت مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ حوثیانو ته خبرداری ورکړ، چې که دوی پر کښتیو بریدونه او پر اسرائیلو د توغندیو ویشتل ونه دروي؛ نو “دوزخ به درباندې راکښته شي”.
ډونالډ ټرمپ ایران ته دا خبرداری هم ورکړ، چې امریکا به تهران “په بشپړه توګه مسوول وګڼي، او که چیرې د حوثیانو ملاتړ پای ته ونه رسوي؛ نو مونږ به نرم نشو”.
ډونالډ ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي؛ د امریکا پوځ ته یې امر کړی، چې په یمن کې د “حوثي ترهګرو” پر وړاندې دې پرېکنده او ځواکمن پوځي هڅې پیل کړي.
د یکشنبې پر سهار د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په حوثیانو باندې د امریکا د نوي برید د “بندولو” غوښتنه وکړه، او همدارنګه یې د حوثیانو لپاره د تهران د دوامداره ملاتړ د پایلو په اړه د ډونالډ ټرمپ خبرداری ته ځواب ورکړ.
عباس عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې “د امریکا حکومت حق نلري، چې د ایران بهرنۍ پالیسي وټاکي.هغه دوره په ۱۳۵۷ کال کې پای ته رسېدلې ده.”
په همدې ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقائي هم د حوثي ډلې پر وړاندې د امریکا او بریټانیا بریدونه “پر کلکه” وغندل.
د سپاه پاسدارانو قومندان حسین سلامي د یکشنبې پر ورځ د امریکا د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې “ایران به هیڅکله جګړه پیل نکړي … خو که څوک مونږ ته ګواښ وکړي،” ایران به “مناسبه، پرېکنده او وروستۍ ځواب ورکړي.”
هغه د یمن د حوثیانو له بې ثباته کولو عملیاتو سره د ایران د تړاو ردکړ او وایي: “زه ټولو دښمنانو ته خبرداری ورکوم، چې مونږ به هر ګواښ ته که دا عملي اړخ غوره کړي؛ سخت، پرېکنده او ویجاړونکي ځواب ځواب ورکړو.”
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره اړیکه نیولې، چې هغه ته د پوځي عملیاتو په اړه معلومات ورکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له امریکا وغوښتل، چې په یمن کې پر حوثي یاغیانو خپل بریدونه ودروي.
د راپور له مخې؛ له مارکو روبیو سره په ټیلیفوني خبرو کې لاوروف “د زور کارولو د سمدستي بندولو اړتیا او د نورو وینو تویولو د مخنیوي لپاره د ټولو خواوو ترمنځ د سیاسي خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ.”
د یمن پر حوثیانو هوایي بریدونه د جنورۍ له شلمې راپدېخوا د ډونالډ ټرمپ له واکمنېدو وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو پراخ پوځي عملیات دي.
رویټرز او نورو رسنیو د امریکایي چارواکو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې دا بریدونه به یوازې یوې ورځې پورې نه محدودیږي او روان به وي.
په تېرو ۱۸ میاشتو کې حوثي وسلوالو د سیمې له اوبو څخه پر تېرېدونکو کښتیو لسګونه بریدونه کړي او ادعا یې کړې، چې د فلسطینیانو ملاتړ کوي.
تازه خبرونه
بېځایه کېدا افغان ماشومان نور هم وږي او زیانمن کړل – د ماشومانو د ژغورنې نړیواله اداره
دغه راپور، چې « د تګ په حال کې ماشومان » نومېږي، د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه په کابل کې خپور شوی او په اووه ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د کورنیو له سرپرستانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بېځایه کېدا په تېرو درې کلونو کې د ماشومانو ترمنځ لوږه زیاته کړې، د هغوی د زدهکړو بهیر یې ګډوډ کړی او هغوی یې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کړي دي.
دغه راپور، چې « د تګ په حال کې ماشومان » نومېږي، د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اتهلسمه په کابل کې خپور شوی او په اووه ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د کورنیو له سرپرستانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د دې راپور موندنې ښيي، چې له نیمایي ډېر بېځایه شوي ماشومان د خپلو کورونو له پرېښودو وروسته خوړو ته د لاسرسي له کمښت سره مخ شوي او له هرو پنځه ماشومانو څخه دوه څرګندوي، چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی دی.
د راپور له مخې؛ له ۹۰ سلنې ډېر څېړل شوي ماشومان په تېرو درې کلونو کې د بېځایه کېدا یا کډوالۍ تجربه لري. ۵۵ سلنه یې وایي، چې د ځای له بدلېدا وروسته لږ خواړه ترلاسه کوي، ۴۱ سلنه د خپل روغتیايي وضعیت له خرابېدا خبر ورکوي او د کورنیو ۳۳ سلنه سرپرستانو ویلي، چې د خپلو ماشومانو زدهکړو ته یې لاسرسی کم شوی دی.
سره له دې، چې اړتیاوې زیاتې شوې دي؛ بشري مرستې ګڼو ماشومانو ته نهرسېږي. له هرو لس ماشومانو څخه یوه ماشوم ویلي، چې هر ډول مرسته یې ترلاسه کړې. په داسې حال کې، چې ۹۰ سلنه یې خوړو ته د لاسرسي لپاره مرستو ته اړتیا لري.
دغه موندنې په داسې وخت کې خپرېږي، چې د ۲۰۲۳ز.کال له سپټمبر راپدېخوا له ۶.۶۷ میلیون ډېر افغان وګړي له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
د راپور د څرګندونو له مخې؛ دې بهیر د افغانستان نفوس ۱۴ سلنه زیات کړی او پر هغو کورنیو او ټولنو یې ډېر فشار راوستی، چې له دې مخکې هم له بېوزلۍ، د خوړو له کمښت او پرلهپسې بحرانونو سره مخ وې.
افغانستان اوس هم په نړۍ کې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د کورنیو بېځایه شویو تر ټولو لوړه کچه لري.
د دغه راپور له مخې: تر ۲۰۲۵ز.کال پورې شاوخوا اووه میلیون کسان، چې د ټول هېواد د نفوسو نږدې ۱۴ سلنه کېږي؛ په افغانستان کې دننه بېځایه شوي وه.
بېوزلي او د کاري فرصتونو نشتوالی؛ د بېځایه کېدا اصلي لاملونه
د ماشومانو د ژغورنې ادارې په راپور کې راغلي؛ اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د بېځایه کېدا تر ټولو مهم لامل دی. نږدې نیمایي( ۴۹ سلنه ) څېړل شویو ماشومانو ویلي، چې کورنیو یې د کار نه موندلو یا د کافي عاید د نشتوالي له کبله خپل د اوسېدو ځای پرېښی دی. د هغوی درېیمه برخه د خپلو کورنیو د ځای بدلولو له لاملونو څخه د خوړو کمښت یادوي.
دغه راز نږدې څلورمه برخه ماشومانو ویلي؛ کورنۍ یې له بل هېواد څخه د ایستلو یا له هغه هېواد څخه د وتلو د فشار له کبله اړې شوې، چې خپل ځای بدل کړي.
په راپور کې راغلي، چې له هرو لس څېړل شویو ماشومانو څخه نږدې اووه یې په تېرو درې کلونو کې له دوه یا ډېرو بحرانونو لکه: وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو او جګړو سره مخ شوي دي.
د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب ګواښونه زیات شوي
د ماشومانو د ژغورنې ادارې ويلي، چې پرلهپسې بحرانونو او بېځایه کېدا په افغانستان کې د ماشومانو پر هوساینې او امنیت اغېز کړی دی.
د راپور د موندنو له مخې؛ له ۱۱ سلنې ډېرو ماشومانو ویلي، لږ تر لږه د خوندیتوب له یوه ګواښ سره مخ شوي دي. په دغو ګواښونو کې د ماشومانو درانده کارونه، فزیکي یا لفظي تاوتریخوالی او له وخت مخکې واده شامل دي.
د کورنیو سرپرستانو هم ویلي، چې نجونې د بېځایه کېدا د سفرونو پر مهال او نويو سیمو ته له رسېدا وروسته له ډېرو ګواښونو سره مخ شوې دي.
افغانستان ته د بېرته ستنېدا په اړه د اته کلنې نوریې کیسه
د هغو ماشومانو په ډله کې، چې له بېځایه کېدا زیانمن شوي؛ اته کلنه نوریه هم شامله ده، چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راستنه شوې ده. د هغې کورنۍ له پنځه لسیزو ډېر په پاکستان کې ژوند کړی؛ خو اړ شوه، چې دغه هېواد پرېږدي.
نوریه له خپل پلار، مور او درې خویندو او وروڼو سره نږدې یوازې په هغو جامو کې افغانستان ته راغله، چې پر تن یې وې.
نوریه وایي:« مونږ له پاکستان څخه راستانه شوو. هلته مو کور او ډېر ملګري لرل. افغانستان مې هم خوښېږي؛ خو ښوونځي او خپلو ملګرو پسې مې خفه یم. مونږ به یوځای لوبې کولې او ډېر به مو خندل. غواړو دلته هم پاکستان ته ورته ښوونځی ولرو، چې خپلې زدهکړې روانې وساتم.»
د هغې کورنۍ د دې وس نهلري، چې ښوونځي ته د هغې د تګ راتګ لګښت ورکړي؛ خو هغه د ماشومانو د ژغورنې ادارې په یوه لنډمهاله ښوونیز مرکز کې زدهکړې کوي.
د دې ۲۸ کلنې مور نازو ویلي:« زما مېړه دلته کار نهلري او مونږ د خپلو اولادونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره هیڅ عایداتي سرچینه نهلرو. هره ورځ اندېښمنه یم، چې د بلې ډوډۍ لپاره به څنګه خواړه پیدا کړو.»
هغې زیاته کړې:« کله، چې په یوه هېواد کې زېږېدلي یاست او هلته واده کوئ؛ هغه ځای ستاسو کور ګرځي او داسې احساس کوئ، چې له هغه ځای سره تړاو لرئ. کله، چې ناڅاپه د هغه ځای پرېښودو ته اړ شئ؛ نو ټول ژوند مو له منځه ځي او تش لاس بل ځای ته ورسېږئ.»
د ماشومانو د ژغورنې اداره د ډېرو مرستو غوښتنه کوي
په افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې ادارې مشر اشیش دامله ویلي، چې هیڅ ماشوم باید د امنیت یا ژوندي پاتې کېدا لپاره د خپل کور، ښوونځی او ټولنې پرېښودو ته اړ نهشي؛ خو د ډېرو ماشومانو لپاره بېځایه کېدا د ماشومتوب یوه برخه ګرځېدلې ده.
هغه زیاته کړې، ماشومان د خطرناکو لارو په اوږدو کې د خوندیتوب له ګواښونو سره مخ کېږي او نویو سیمو ته له رسېدا وروسته یې کورنۍ هم د خوړو د برابرولو، روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د لېږلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د دامله د څرګندونو له مخې، د« د تګ په حال کې ماشومان » راپور موندنې د اندېښنې وړ واقعیت څرګندوي؛ نوي ځای ته رسېدل د خوندي کېدا پر معنا نهده.
هغه ټینګار کړی، چې نجونې او معلولیت لرونکي ماشومان پر ځانګړې بڼه له ډېرو ګواښونو سره مخ دي او بېوزلې کورنۍ اړ باسي، چې د ژوند کولو لپاره سختې پرېکړې وکړي. په داسې حال کې، چې ډېری یې لږې یا هیڅ بشري مرستې ترلاسه کوي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې رییس د ماشومانو د ساتنې لپاره د کډوالۍ په لارو کې د پرلهپسې مالي سرچینو د برابرولو او په هر هغه ځای کې، چې ماشومان میشتېږي؛ بنسټیزو خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي د برابرولو غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي:« هغه ماشومان، چې مخکې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي؛ باید له دغو ګواښونو سره یوازې مخ نهشي. دغه ماشومان یوازې د ورځني ژوندي پاتې کېدو له کچې د ډېر څه مستحق دي. هغوی حق لري، چې په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي، بېرته ښوونځي ته ستانه شي او خپل ژوند له سره جوړ کړي.»
په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې ادارې فعالیتونه
د ماشومانو د ژغورنې اداره له ۱۹۷۶ز.کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت کوي او د جګړو، بېځایه کېدا او طبیعي پېښو په بېلابېلو پړاوونو کې یې د خدمتونو وړاندې کولو روان ساتلي دي.
دا اداره اوسمهال د افغانستان په نهه ولایتونو کې خپل پروګرامونه پلي کوي او له شریکو بنسټونو سره په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم فعالیت کوي. دا اداره د روغتیا، تغذیې، زدهکړې، د ماشومانو ژغورنې، سرپناه، اوبو، حفظالصحې، روغتیايي خدمتونو او معیشت په بېلابېلو برخو کې هڅې کوي.
#آریانانیوز #افغانستان #ماشومان #بېځایهکېدا #بشريمرستې #دماشومانوژغورنېاداره
تازه خبرونه
قطر او بریټانیا د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې پر وروستیو تحولاتو خبرې وکړې
الخلیفي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره په کتنه کې کړې دي.
د قطر بهرنیو چارو په وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي ویلي؛ هېواد یې د هغو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کوي، چې د سمندري تګراتګ آزادي تضمین او په سیمه کې تلپاتې سولې ته زمینه برابره کړي.
الخلیفي دغه څرګندونې تېره ورځ په لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریټانیا له وزیر سټیفن ډاوټي سره په کتنه کې کړې دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ دواړو لوریو په دې کتنه کې د افغانستان، فلسطین، لبنان او سوریې وروستي تحولات وڅېړل او د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو، امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره یې پر ګډو ډیپلوماټیکو هڅو ټینګار وکړ.
دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د شخړو د سولهییز حل او د منځګړیتوب په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼې کې د افغانستان په تړاو د شویو خبرو جزئیات ورکړ شوي نهدي.
تازه خبرونه
افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو د ګمرکي نظامونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د آسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.
دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدنيزاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.
د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلامکلا بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته شي.
دواړو لوریو په بندرونو کې د موټرو د ځنډېدا او د د ګمرکي محصولاتو د ورکړې ستونزې(خاکپولي) پر اواري، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د آسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو او د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر فعالیتونو هم خبرې شوې دي.
-
لوبی4 days agoپه آی ال ټي ۲۰ لیګ کې د افغان او اماراتي لوبغاړو ګډون اړین شو
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول
-
لوبی2 days agoسرخپوشان خوافي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ نه ماتېدونکی اتل شو
-
لوبی4 days agoزیمبابوې له افغانستان څخه د دوهیمې ټسټ لوبې پر دوهیمه ورځ ۱۸۰ منډې مخکې شو
-
لوبی3 days agoارمان افسي استقلال کابل ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي
-
تازه خبرونه4 days agoپه جوزجان کې د بیات پاور ۴۰ میګاواټه ګازي برښنا تولیدي توربین بېرته فعال شو
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه
