Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان  له اسلامي امارت سره د توافقاتو د له منځه وړلو ګواښ وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ تل رد کړی او څرګندوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د وسلوالو ډلو بریدونه د پاکستان داخلي ستونزه ده او له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نلري.

خپور شوی

د

pakistan

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، چې د دوشنبې پر ورځ( د وري اته‌لسمه) په اسلامآباد کې د “د خیبر پښتونخوا د امنیتي او حاکمیتي ننګونو جامع ارزونه” سیمینار ته د وینا پر مهال د افغانستان اسلامي امارت ته ګواښ وکړ، چې که د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام ونکړي؛ نو د دواړو خواوو ترمنځ تړونونه به لغوه شي.

محمد صادق خان په خپله بې‌ساري وینا کې ویلي: ” تحریک طالبان پاکستان د پاکستان او افغان طالبانو (اسلامي امارت) ترمنځ په اړیکو کې اړین ټکی دی او مونږ باید ورته د حل یوه لار ومومو.”

محمد صادق ګواښ کړی؛ “که طالبان (اسلامي امارت) همکاري ونکړي؛ ټول تړونونه به ورسره لغوه شي او په هیڅ ډګر کې به پرمختګ ونشي. پاکستان له افغانستان سره ډېره مرسته کولی شي؛ په دې شرط، چې مونږ هغه ترهګر کنټرول کړو، چې له پولې دې خوا راځي.”

د پاکستان ځانګړي استازي دا ټینګار هم کړی، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ په خبرو اترو کې باید د ټي ټي پي موضوع ته لومړیتوب ورکړ شي او پوره غور پرې وشي.

هغه وایي: “د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) شتون او فعالیتونه باید د دواړو هېوادونو لخوا بېړني حل شي.”

نوموړي زیاته کړې: “حل دا ندی، چې خلک ووژنو یا یې ونیسو او پاکستان ته یې وسپارو؛ بلکې د هغوی کنټرول او مخنیوی دی.”

محمد صادق دا هم ویلي، چې پاکستان د هغو ۵۰۰ افغان وګړو نوملړ لري، چې پاکستان ته ننوتي او په بریدونو کې ښکېل ول.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ ځینې یې د افغانستان د اسلامي امارت د مشهورو کورنیو څخه دي او نور یې په پوځي اکاډمیو کې پروفیسوران یا په افغانستان کې پوځي قومندانان دي.

هغه د ټي ټي پي پر وړاندې د اسلامي امارت پر کړنو نیوکه وکړه او څرګندوي: “افغانستان ۴۴ زره کلي لري او طالبان (اسلامي امارت) ټول کنټرولوي. دا ډول کنټرول د افغانستان په تاریخ کې بې‌ساري دی.”

دی زیاتوي؛ د تحریک طالبان پاکستان غړي په ټول افغانستان کې په آزاده توګه وسلې لیږدوي او هیڅوک یې مخنیوی نه‌کوي. “دا خلک علني او ښکاره له دې حکم څخه سرغړونه کوي او د دوی پر وړاندې هیڅ خنډ نشته.”

پاکستان تل اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان پر ملاتړ تورن کړي او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې د دې ډلې ملاتړ ودروي.

د افغانستان اسلامي امارت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ تل رد کړی او څرګندوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د وسلوالو ډلو بریدونه د پاکستان داخلي ستونزه ده او له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نلري.

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سالنګ کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۹ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

Published

on

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د شمالي سالنګ د شاوال په اړوند سیمه کې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله ۵۸۰ ډوله مسافروړونکی بس له سړک ووت؛ ۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۴ نور ټپیان دي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي: “په دې پېښه کې ۵ مسافر مړه او ۴۴ نور ټپیان شول. د سالنګ د لویې لارې د ساتنې او ساتنې ریاست پرسونل او چارواکي په چټکۍ سره د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د خنجان کلینیک ته وړي دي.”

حق‌شناس زیاته کړې، چې د واورې او توپاني هوا له کبله د سالنګونو لویه لار تر بلې خبرتیا پورې به تړلې وي.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل منډيي کې د اورلګېدو د خپرېدا مخه ونیول شوه

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت ويلي، چې نن سهار د اور وژنې او پېښو ته د رسېدنې عمومي ریاست غړيو په کابل منډيي کې د بوټانو له یوه مارکېټ څخه د اور د خپرېدا مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ په اور‌لګېدو کې ۱۰ ګودامونه او ۸ دوکانونه وسوځېدل. د لومړنیو څرګندونو له مخې؛ د پېښې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره ډالر اټکل شوی، خو د اور وژنې پولیسو پخپل وخت د نږدې ۱۵۰ میلیون افغانیو پر ارزښت د توکو د سوځېدو مخه ونیوله.

عبدالمتین قانع وایي: د اور‌لګېدو لامل د برښنا شارټي وه؛ اور چټک کنټرول شو او د نور زیان مخه ونیول شوه.

ځایی دوکاندارانو ویلي، چې اور‌لګېدنه د سهار شاوخوا ۴ بجې رامنځته شوې وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!