تازه خبرونه
د دښمن د ګډوډۍ او په نظام کې د مشکلاتو رامنځته کولو مخه د ایمان پر زور ونیسئ – شیخ هبةالله
د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده زیاته کړې؛ په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه پدې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده پرون د ۲ زره ۶۰۰ کډونوالو د اسلامي ثقافت په ملي څلور ورخني کنفرانس کې د وینا پر مهال ویلي؛ کفارو د افغانستان په نظامي جګړه کې ماتې خوړلې او اوس یې تبلیعاتي جګړه پیل کړې، چې ټول یې باید په ګډه پر وړاندې سخته مبارزه وکړو.
د یاد کنفرانس په پرانیسته کې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده زیاته کړې؛ په دې ډول مجالسو او کنفرانسونو سره ایمان قوت مومي. داسې مجلسونه پدې موخه جوړیږي، چې دین ته مو ګټه ورسېږي.
د ننګرهار پوهنتون له لوري په کندهار پوهنتون کې د اسلامي ثقافت د تدریس، ارزښت او اغېزې په دې ملي کنفرانس کې د اسلامي امارت رهبر د کنفرانس ګډونوالو ته په خطاب کې وویل؛ زه تاسې ته هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم. که تاسې هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ؛ نو په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نشي، چې ترمنځ مو ګډوډي راپیداکړي او نه به هم نظام له مشکلاتو سره مخ شي.
دغه راز نوموړي د علم پر ارزښت د خبرو پرمهال ویلي: «علم او عالم د لمر مثال لري او عالم ته پکار ده، چې د علم په رسولو کې لکه د لمر په شان ټولو ته رڼا ورسوي.»
د اسلامي امارت رهبر ویلي؛ په پوهنتونونو کې داسې خدمت وکړئ، چې د پوهنتون محصلین د خلکو لپاره مادي او معنوي قوت جوړ شي.
دغه راز عالماو او پوهانو ته سپارښتنه شوې، چې په چارو کې د الله تعالی پر رضایت ټینګار وکړی؛ ځکه، چې په نارضایتۍ کې یې د خلکو خیر نشته.
شیخ هبةالله آخوندراده د اسلامي امارت چارواکو ته دا هم ویلي: «د الله تعالی د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ؛ اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید پر سل کاله قربانیو هم ستړي نشو.»
دا څلور ورځني کنفرانس د لوړو زدکړو وزارت د چارسمبالي نداء محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي ریاست چارسمبالي، د مرکزي دارالافتاء رییس، د کندهار ولایت امنیه قومندان، د هلمند ولایت د عالمانو شورا رییس، د لوړو زدکړو وزارت مرکزي ادارو، پوهنتونونو او دیني جامعاتو رییس صاحبانو، د علمي څېړنو او مجلې معاونینو، د شرعیاتو پوهنځیو او د اسلامي ثقافت پوهنځيو رییسانو او استادانو، د دعوت او ارشاد امامانو او مبلغینو پر ګډون پیل شو، چې په کې د اسلامي امارت له رهبر سره ۲۶۰۰ کسانو يو ځل خپل بیعت تازه کړ.
د یادونې ده، چې د دغه کنفرانس په څلور ورځو کې به د شرعیاتو او اسلامي ثقافت اړوند ۱۰۴ بېلا بېلې علمي ـ څېړنیزې مقالې هم وړاندې شي.
تازه خبرونه
په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.
د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو لهخوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.
هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوسمهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوهیمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.
مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.
د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بېپیلوټه الوتکې اوښتې دي.
د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.
تازه خبرونه
پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
نن پنجشنبه( د تلې دوهیمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.
د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نهدي.
د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه2 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما

