Connect with us

نړۍ

اوکراین او روسیه به له اوربند وروسته خبرې وکړي – زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر په یوه لنډه وینا کې خبریالانو ته دا هم ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ به اوکرایني پلاوی په لندن کې د لویدیځو هېوادونو له چارواکو سره پر بشپړ یا جزوي اوربند بحث او خبرې وکړي.

خپور شوی

د

د رویټرز د راپور له مخې: د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ هېواد یې له روسیې سره د هرې بڼې خبرو ته چمتووالی لري، خو که د اوربند تړون لاسلیک او جګړه ودرول شي.

د اوکراین ولسمشر په یوه لنډه وینا کې خبریالانو ته دا هم ویلي، چې د چارشنبې پر ورځ به اوکرایني پلاوی په لندن کې د لویدیځو هېوادونو له چارواکو سره پر بشپړ یا جزوي اوربند بحث او خبرې وکړي.

زیلینسکي د ولسمشرۍ په دفتر کې دا هم ویلي: “مونږ چمتو یووثبت کړو، چې له اوربند وروسته په هره  بڼه خلرو کې کښینو؛ خو، چې نه‌وي.”

هغه ګواښ وکړ؛ “دا به ناشونې وي، چې په هرڅه ژر هوکړه وشي.” هغه د سیمې، امنیتي تضمینونو او د ناټو په پوځي اتحاد کې د اوکراین غړیتوب ته ورته نورو پیچلو مسلو ته نغوته( اشاره) وکړه.

هغه ویلي، چې اوکراین به پر کریمیه ټاپووزمې د مسکو قانوني کنټرول د کومې معاملې د یوې برخې په توګه ونه‌پېژني؛ ځکه، چې دا ډول اقدام به د اوکراین د اساسي قانون خلاف وي.

روسیې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیه ونیوله او وروسته یې له ځان سره یوځای کړه.

هغه زیاته کړې: اوکراین به د روسیې تر اشغال لاندې د زاپوریزیا پراخې اټومي بټۍ لپاره له امریکا سره ملګرتیا کوي.

هغه زیاته کړې، چې د واشنګټن لخوا پدې اړه کوم رسمي وړاندیز ندی شوی.

په دې راپور کې راغلي: ټاکل شوې، چې په لندن کې به د امریکا، انګلستان، فرانسې، جرمني او اوکراین چارواکي د امریکا پر مشرۍ د ډیپلوماټیکو هڅو په بهیر کې ترسره کیږي، چې له اوکراین سره د روسیې د جګړې پای ته رسولو لپاره لار ومومي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به په لندن کې د دې خبرو اترو ګډونوال نه‌وي او اوکراین ته د واشنګټن استازی جنرال کیټ کلوګ به د ناستې برخوال وي.

زیلینسکي ویلي؛ اوکراین به په روانه اوونۍ کې خپل ډیپلوماټیکې اړیکې زیات کړي او هغه به د سویلي افریقا له ولسمشر سیریل رامافوسا او همدارنګه د اسپانیا، پولینډ او چک جمهوریت له مشرانو سره وګوري.

نړۍ

امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.

په سپینه‌ماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.

ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نه‌دي سپارلي.

Continue Reading

نړۍ

ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بې‌وسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».

ترمپ په سپینه‌ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.

هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.

نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.

ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونه‌کړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

Continue Reading

نړۍ

سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسله‌وال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

Published

on

د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.

د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.

د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نه‌دي.

له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.

دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نه‌دی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!