نړۍ
روسیې د می له اتمې ۷۲ ساعته اوربند اعلان کړ؛ خو اوکراین اوس اوربند غواړي
د پوتین دا هڅه ښیي، چې روسیه اوس هم سولې ته لېواله ده. دا هغه څه دي، چې اوکراین او د هغه اروپایي متحدین ورسره مخالف دي؛ ځکه، چې په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د سولې لپاره له ناکامو هڅو سخته ځوریږي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دوشنبې پر ورځ په می میاشت کې؛ د شوروي اتحاد او د هغه د متحدینو د دوهیمې نړیوالې جګړې د بریا د اتیایمې کلیزې د نمانځلو پر ویاړ له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
د پوتین دا هڅه ښیي، چې روسیه اوس هم سولې ته لېواله ده. دا هغه څه دي، چې اوکراین او د هغه اروپایي متحدین ورسره مخالف دي؛ ځکه، چې په واشنګټن کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د سولې لپاره له ناکامو هڅو سخته ځوریږي.
کریملین ویلي، چې ۷۲ ساعته اوربند به د می له اتمې تر لسمې وي. دا په داسې حال کې ده، چې پوتین به د نازي جرمني پر وړاندې د بریا د نمانځلو لپاره د چین د ولسمشر شي جین پینګ په ګډون د نړیوالو مشرانو کوربتوب وکړي.
دغه راز کیف دا پوښتنه وړاندې کړې، چې پوتین ولې ډیپلوماسۍ ته د لار اوارولو لپاره لږ تر لږه د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه نهمني.
ولسمشر ولادمیر زیلینسکي تېرې شپې په ویډیويي څرګندونو کې ویلي: “د ځینو دلیلونو لپاره، هرڅوک باید د می د اتمې پرتمه وي، چې په دې وخت اوربند وشي او د پوځي نندارې پر مهال پوتین د آرامي یقیني شي”. “مونږ د خلکو ژوند ته ارزښت ورکوو؛ نه پوځي نندارې ته.”
روسیې ویلي، چې دوی بشپړ جوړجاړی غواړي، نه لنډمهاله وقفه.
د یکشنبې پر ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خبرو وروسته پوتین د ۷۲ ساعته اوربند اعلان کړی دی.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ د روسیې او اوکراین ترمنځ دایمي اوربند غواړي.
د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز ویلي: “په داسې حال کې، چې ولسمشر ټرمپ د ولادمیر پوتین د شخړې د درولو له لیوالتیا هرکلی کوي او ولسمشر ښکاره ویلي، چې هغه دایمي اوربند غواړي او دا شخړه سولهییز حل ته ورسوي”.
کریملین د می له اتمې څخه تر لسمې پورې د اوربند په اړه په خبرپاڼه کې ویلي؛ “ټول پوځي اقدامات د دې مودې لپاره ځنډول شوي دي. روسیه باور لري، چې اوکرایني اړخ باید له دې اوربند ملاتړ وکړي”.
د خبرپاڼې له مخې؛ “د اوکراین له لوري د سرغړونو په صورت کې به د روسیې وسلوال ځواکونه مناسب او اغېزمن ځواب ورکړي.”
دا د اوربند دوهیم یو اړخیزه اعلان دی، چې پوتین پرې د سپېڅلي اختر له ۳۰ ساعته اوربند وروسته ټینګار کړی، چې هر اړخ یو بل ترې پر سرغړونې تورنوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لاوروف “د اوږدمهاله او دوامداره سولې لپاره د باور وړ چوکاټ رامنځته کولو لپاره د خبرو اترو پیلولو ته زمینه برابروي.”
کریملین ویلي، چې مسکو غواړي له اوکراین سره “پرته له کوم شرط څخه” مستقیمې خبرې اترې وکړي.
ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له روسیې څخه وغوښتل، چې په اوکراین کې خپل بریدونه ودروي او وړاندیز یې وکړ، چې زیلینسکي د کریمیا پریښودو ته چمتو دی، چې روسیې په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه ونیوله.
زیلینسکي د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې دا کار به د اوکراین له اساسي قانون څخه سرغړونه وي. دا په داسې حال کې ده، چې کیف د یکشنبې پر ورځ د کریمیا په اړه د ټرمپ د څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی5 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
