لوبی
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.
د آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون ویاړي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو تولید او هېوادوالو ته خپروي.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.
دا لوبې به د افغانستان د فوټبال فډراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیم کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر نن (پنجشنبه) د دې سیالیو یا ټورنمنټ د تولید او خپرونې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “د افغانستان فوټسال وړتیا اوس نړیواله شوې ده. زمونږ هڅې دا دي، چې دا ظرفیت د آسیا او سیمې پر کچه لوړ کړو، چې اړینه برخه په کې رسنۍ لري. پر رسنیو سربېره خصوصي سکټور خورا لوی او بنسټیز رول لوبولی شي.”
د آریانا ټلویزیون د خرڅلاو مدیر سمیع الرحمن عزیزي ویلي؛ د لومړي ځل لپاره به په دې سیالیو کې د ویډیو ملاتړی سیسټم وکارول شي، چې له لوبڅار سره د سمو پرېکړو په کولو کې مرسته وکړي.
هغه ويلي: “دا نوې ټکنالوژي به نه یوازې د لوبو څرنګوالی او رڼښت لوړ کړي، بلکې د لوبډلو او لوبغاړو لپاره به د لوړې کچې تجربه هم ډاډمنه کړي.”
سمیع الرحمن عزیزي ټینګار کړی؛ آریانا ټلویزیون اړینې نړیوالې او کورنۍ پېښې خپروي او هڅه کوي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ په ټوله نړۍ کې مشهور کړي.
هغه ویلي: “دا همکاري د سپورټ په پرمختګ کې یو نوی پړاو پیلوي او مونږ بشپړ باور لرو، چې دا سیالۍ به د ځوانانو لپاره د نویو فرصتونو دروازه پرانیزي.”
د یادونې ده، چې د افغان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو به ۹۰ لوبې ولري او د لومړي ځل لپاره به دا لوبې د راونډ رابن په بڼه ترسره شي.
هره ورځ پرته له شنبې دوه لوبې ترسره کیږي؛ لومړۍ لوبه به د مازیګر پر ۴ بجو او دوهیمه هغه به له مازیګر وروسته ۶ بجې پیل شي.
په دې سیالیو کې به بهرني لوبغاړي هم برخه ولري.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
لوبی
د افغانستان او سریلانکا کرکټ سیالیو لړۍ د منځني ختیځ د جګړې له کبله وځنډول شوه
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د سریلانکا پر وړاندې د افغان کرکټ لوبډلې د سیالیو لړۍ، چې ټاکل شوې وه د ۲۰۲۶ ز.کال د کب پر دوهویشتمه / د مارچ پر دیارلسمه په متحده عربي اماراتو کې پېل شي؛ د منځني ختیځ د جګړې له کبله د روان کال تر وروستۍ ربعې وځنډول شوه.
د لوبو دا لړۍ؛ درې ۲۰ آووریزې او درې ۵۰ آووریزې لوبې دي، چې په ترتیب په شارجه او دبي نړیوال لوبغالو کې ترسره کېدې.
د کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې لوبډلو او مسوولانو بشپړ چمتوالی درلود؛ خو د وروستیو پېښو له کبله د سیالیو دا لړۍ نه ترسره کیږي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا لوبې به په متحده عربي اماراتو کې روان کال ترسره شي، چې نېټې به یې وروسته اعلان شي.
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د کابل له خونړي برید وروسته پاکستان ته «غاښ ماتوونکي» غبرګون څرګند کړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې هوایي بریدونو د ملکي تلفاتو کچه لوړه کړې – د پاکستان ډیموکراټیک غورځنګ
-
لوبی4 days agoد افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد م.م د امنیت شورا د بندیزونو نوملړ بیا خپرول له فردي حقونو سرغړونه ده -ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه4 days agoهند د روږدو پر روغتون د هوایي برید د عاملانو د مسوول ګڼلو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
تازه خبرونه5 days agoد امریکا په بند کې د افغان پناهغوښتونکي د مړینې رڼه څېړنه وغوښتل شوه
