تازه خبرونه
د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي د صنعتي همکاریو د پراختیا لپاره تاتارستان ته سفر کړی
په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری هم ګډون لري.
په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د امارتي شرکتونو د عمومي رییس احمد جان بلال پر مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د تاتارستان جمهوریت ته تللی دی.
په دې سفر کې د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری هم ګډون لري.
ټاکل شوې، چې دا پلاوی د کازان ښار د تېلو او ګازو د صنعت په دوه ورځنۍ غونډه کې پر ګډون سربېره د تېلو، ګازو او کیمیاوي موادو په اړه له یوه نندارتون هم لیدنه وکړي.
د اړوند معلوماتو له مخې؛ د دې سفر په لړ کې به د اسلامي امارت پلاوی د صنعتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د تاتارستان له چارواکو سره د خبرو ترڅنګ د دې هېواد له پراختیایي پروژو څخه هم لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
د بامیان والي له ازبک پلاوي سره په دې ولایت کې پر اقتصادي او کرنیزو همکاریو خبرې وکړې
د بامیان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د ماشیني کېدا، د تخنیکي تجربو د لېږد، د کچالو د صنعت د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د بامیان والي د دې ولایت لپاره په کابل کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیوف سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د تلپاتې کرنې پر ودې او د پانګونې پر جلبولو ټینګار وکړ.
د بامیان ولایت د رسنیو دفتر ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې د ماشیني کېدا، د تخنیکي تجربو د لېږد، د کچالو د صنعت د پراختیا او د بزګرانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
د بامیان والي د ازبکستان له همکاریو د مننې ترڅنګ، د بامیان د کرنیزو او پراختیایي پروژو د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال هم د خپل هېواد د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او په بامیان ولایت کې یې د پانګونې، د تولیدي وړتیاوو د پیاوړتیا او د کرنې د سکټور د پراختیا له ملاتړ ډاډ ورکړ.
د یادونې ده، چې دغه پلاوی پرون له غرمې وروسته د دې هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف پر مشرۍ کابل ته راغلی او د سفر موخه یې د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنه او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.
تازه خبرونه
ازبک پلاوی په سوداګریز فورم کې د ګډون لپاره کابل ته راورسېد
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.
د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، نن(شنبه د زمري درېیمه) له غرمې وروسته د ازبکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې دولتي چارواکي او د خصوصي سکټور استازي په کې دي؛ د دغه هېواد د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف پر مشرۍ کابل ته راورسېد.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پلاوي ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هرکلی ووایه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، د دې سفر موخه د اسلامي امارت له چارواکو او د افغانستان د خصوصي سکټور له استازو سره لیدنې او په سوداګریز فورم کې ګډون دی.
تازه خبرونه
ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، حکومت یې د امریکا پر وسلهوالو ځواکونو د تاریخ تر ټولو ستره پانګونه کړې وه؛ خو د جو بایډن ادارې په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو یوه لویه برخه پرېښې ده.
ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یوې غونډې ته ویلي؛ امریکا« د نړۍ تر ټولو پیاوړی او ځواکمن پوځ» لري او زیاتوي، چې د دغه ځواک ډېره برخه د هغه د ولسمشرۍ د لومړي پېر پر مهال رامنځته شوې وه.
هغه یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر په اړه د بایډن پر ادارې نیوکه وکړه او ادعا کوي، چې د امریکا ډېر پوځي تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.
ټرمپ وایي:« هغوی د دې تجهیزاتو ډېره برخه طالبانو(اسلامي امارت) او افغانستان ته پرېښوده.»
نوموړي زیاته کړې، الوتکې او نور تجهیزات باید له افغانستان څخه ایستل شوي وی.
ټرمپ ویلي:« دا ډېر د افسوس وړ وه. ما ولیدل، چې څه روان ول. ډېر ناوړه کار وشو.»
کارپوهانو ویلي، چې ټرمپ په خپل دوهيم پېر کې ان یو ځل هم؛ پر هغو وسلو او تجهیزاتو، چې له افغانستان څخه د وتلو پر مهال یې پوځي ځواکونو ویجاړ کړي، خبرې نهدي کړي.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان پر وړاندې د ملګرو ملتونو بندیزونه نور اغېزمن نهدي – هند
-
لوبی4 days agoفیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
-
لوبی3 days agoد افغانستان غېږنیونې غوره لیګ درېیمه ورځ؛ فتح او قوشتېپه بریالي شول
-
تازه خبرونه3 days agoټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پوځي تجهیزاتو پر پاتې کېدا نیوکه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoپه فراه کې پر زر جریبه ځمکه ستر ټرانسپورټي تمځای جوړېږي
-
تازه خبرونه5 days agoله ۱۰۰ ډېرو افغان سوداګرو او پانګهوالو ازبکستان ته سفر وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد کابل پر«امید روغتون» دې د پاکستان هوايي برید خپلواک وڅېړل شي
-
نړۍ4 days agoله ایران سره جګړې امریکا ته تر دې دمه ۳۷.۵ میلیارډ ډالر لګښت لرلی – پنټاګون
