لوبی
افغانستان د ۲۰۲۵ آسیایي جام لپاره ۲۳ کسیز نوملړ اعلان کړ
د هېواد ملي لوبغاړي به د روانې اوونۍ د جمعې پر ورځ ۴:۳۰ د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ودریږي او بیا به پر ترتیب د تاجکستان او هند پر وړاندې ډګر ته ورودانګي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون په ۲۰۲۵ آسیایي جام (کافا ) کې د ګډون لپاره د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د لوبغاړو وروستی ۲۳ کسیز نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان فوټبال فډراسیون په رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې فیصل احمد حمیدي، عیسی عزیزي او کیوان متقیان د ګول کیپرانو او شریف محمد، الیاس منصور، محبوب حنیفي، روح الله اقبال زاده، عمید آرزو، سید عارف اکبر او توماس صفري د مدافعینو په توګه ملي لوبډلې ته بلل شوي دي.
همدارنګه، ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، یما شېرزاد، علیرضا پناهي، محمد نعیم رحیمي او سید مرتضی فاطمي به د ۲۰۲۵ کال د آسیا ملتونو جام په سیالیو کې د ملي لوبډلې منځني لوبغاړي وي.
د خبرپاڼې له مخې؛ توفي سکندري، مصور احدي، قمرالدین مازیار کوهیار، حسین زماني، امید موسوي، حبیب الله هوتک او بلال ارزو په راتلونکو سیالیو کې د ملي لوبډلې مخکښ او بریدګر لوبغاړي دي.
د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د دې سیالیو په B ګروپ کې د ایران، هند او تاجکستان له ملي لوبډلو سره ده.
د هېواد ملي لوبغاړي به د روانې اوونۍ د جمعې پر ورځ ۴:۳۰ د ایران فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ودریږي او بیا به پر ترتیب د تاجکستان او هند پر وړاندې ډګر ته ورودانګي.
لوبی
په سریلانکا کې د درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان الف لوبډله اعلان شوه
دا سیالۍ د غبرګولي له نولسمې څخه تر دېرشمې / د جون له نهمې تر یوویشتمې پورې په ډمبولا کې ترسره کېږي او د افغانستان ځوانو لوبغاړو ته به د پیاوړو سیالانو پر وړاندې د نړیوالې تجربې د ترلاسه کولو ښه فرصت برابر کړي.
لوبی
شپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.
شپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ سیالیو لپاره غوره شوي، چې دا چاره د شل اوریزو سوداګریزو کرکټلیګونو په ډګر کې د افغانستان د مخ پر ودې ځایګي څرګندونه کوي.
ابراهیم ځدراڼ د تېر پړاو اتلې لوبډلې «جفنا کینګز» له لوري غوره شوی دی. په داسې حال کې، چې مجیب الرحمن به په دغو سیالیو کې د «کولمبو کپس» استازیتوب وکړي.
همدارنګه رحمنالله ګربز او ظاهر خان دواړه د «کنډي رویالز» لوبډلې له لوري غوره شوي دي.
فضلالحق فاروقي او ګلبدین نایب به د «ډمبولا سیکسرز» لوبډلې لپاره ولوبېږي.
د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ به د دغو سیالیو شپږم پړاو وي.
ټاکل شوې، چې دا پېنځه لوبډلې لرونکې سیالۍ د جولای پر اوولسمه پیل شي.
لوبی
افغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نهدی شوی.
هندي رسنیو راپور ورکړی؛ افغانستان به ښایي په ډیلي کې راروان سپټمبر د هند پر وړاندې د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو کوربهتوب وکړي.
د «ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر پر دیارلسمه، شپاړسمه او نولسمه د نوي ډهلي په «آرون جیټلي» لوبغالي کې ترسره شي؛ خو تر اوسه یې رسمي اعلان نهدی شوی.
افغانستان دا مهال د هند پر وړاندې د یوې ټسټ او درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی نیسي، چې ټاکل شوې روانه میاشت ترسره شي.
افغانستان په تېره یوه لسیزه کې د نړیوالو سیالیو لپاره د هند او متحده عربي اماراتو لوبغالي د خپلو کورنیو ډګرونو په توګه کارولي دي.
-
لوبی3 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د تنباکو کارېدنه مخ پر زیاتېدو ده؛ د روغتیا نړیوال بنسټ پر ګډو اقداماتو ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
نړۍ4 days agoد احمد الشرع او ټرمپ ټیلیفوني خبرې؛ دمشق د امریکا د بندیزونو د پوره لرې کېدا غوښتنه وکړه
-
لوبی3 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه2 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
International Sports3 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
نړۍ1 day agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
