تازه خبرونه
په تېرو درې میاشتو کې د ۴۲۴ ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردولو مخنیوی شوی
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ۳۹۷ ټانکره ډېزل او ۲۳ ټانکره پټرول له نیمروز او ۴ ټانکره پټرول له حیرتان او شېرخان بندرونو څخه بېرته ګرځول شوي دي.
مالیې وزارت ویلي؛ د دې وزرارت د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست په تېرو درې میاشتو کې له یو شمېر ګمرکونو څخه ۴۲۴ ټانکره واردېدونکي بې کیفیته نفتي توکي بېرته اړوند هېوادونو ته ګرځولي دي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ ۳۹۷ ټانکره ډېزل او ۲۳ ټانکره پټرول له نیمروز او ۴ ټانکره پټرول له حیرتان او شېرخان بندرونو څخه بېرته ګرځول شوي دي.
ویل کیږي، چي د مالیې وزارت د نفتي توکو د کیفیت او څارني ریاست د ټاکل شويو معیارونو له مخي، هېواد ته د لوړ کیفیت او معیاري نفتي توکو د راواردولو زمینه برابروي او د را واردېدونکو بې کیفته نفتي توکو مخنیوی کوي.
تازه خبرونه
د کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کابل – ډیلي هوايي دهلېز فعال دی او له دې لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد پرته له ځنډ روان دی.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د جیسوال د څرګندونو له مخې، د افغانستان د کرنې وزیر هند ته په خپل سفر کې هغه له کرنې وزیر، د خوړو د پروسس صنایعو وزیر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.
دا څرګندونه په داسې حال کې راپورته شوې، چې هند په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې؛ له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي او د توکو د لېږد لپاره له بدیلو سوداګریزو لارو کار واخلي.
د کابل – ډیلي هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو او وارداتو د آسانتیا لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.
تازه خبرونه
پاکستان افغانستان ته د مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړه
د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان ګمرکي چارواکو افغانستان ته د تورخم له لارې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړې ده.
د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه.
د دغو بارونو ګمرکي اسناد مخکې بشپړ شوي وه؛ خو کانټینرونه د تورخم د وارداتي ټرمینل په ساحه کې څو ساعته د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې پر تمه پاتې شول.
ګمرکي چارواکو د ګمرکي چارو شرکتونو ته هم خبر ورکړی، چې ټول هغه باروړونکي موټر، چې اسناد یې بشپړ دي؛ د سېشنبې پر ورځ به افغانستان ته ننوځي.
تورخم، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو سوداګریزو لارو څخه ګڼل کیږي؛ د ۲۰۲۵ز.کال له اکټوبر راپدېخوا د امنیتي وضعیت د خرابېدا له کبله د تګراتګ پر مخ تړلې پاتې ده.
د روان کال په پیل کې د خوړو نړیوال پروګرام شاوخوا ۲۰ کانټینره مرسته له هغې وروسته بېرته کراچۍ ته ولېږدول شوه، چې د افغانستان اسلامي امارت یې له منلو ډډه کړې وه.
په راپور کې راغلي، چې د دغو ۲۶ کانټینرونو وروستی برخلیک به د افغانستان د چارواکو د پرېکړې له مخې څرګند شي او تمه ده، چې دا موضوع د سېشنبې پر ورځ روښانه شي.
دغه راز پاکستاني خبریال طاهر خان ویلي، چې د ملګرو ملتونو د مرستو د کاروانونو د ننوتو بهیر د تورخم له لارې افغانستان ته پیل شوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه شاوخوا ۲۰ باروړونکي موټر افغانستان ته ننوتي، چې د خوراکي غوړیو او بسکیټو مرستې لېږدوي.
هغه زیاته کړې؛ تمه ده، چې له ۵۰ ډېر نور مرستندوی موټر هم له همدې لارې افغانستان ته دننه شي.
د راپور له مخې، اسلامي امارت له دې مخکې ملګرو ملتونو ته ویلي وه، چې د تورخم له لارې افغانستان ته د دې بنسټ د بشري مرستو رالېږد ته لېواله دی.
طاهر خان د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه څرګندونې هم یادې کړې، چې ویلي یې ول؛ اسلامآاباد به د جولای له څوارلسمې د ملګرو ملتونو د مرستو باروړونکو موټرو ته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ورکړي.
اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
تازه خبرونه
د پاکستان یو برید هم بېځوابه نهدی پاتې شوی- فصیحالدین فطرت
فطرت ویلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې تل ملکي وګړي پر نښه کړي؛ خو د اسلامي امارت په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نهدی اوښتی.
د افغانستان اسلامي امارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي، چې د پاکستان وروستي بریدونه د زغملو نهدي او تر اوسه یې یو برید هم بېځوابه نهدی پاتې شوی.
فطرت ویلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې تل ملکي وګړي پر نښه کړي؛ خو د اسلامي امارت په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نهدی اوښتی.
هغه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور ادعاوې هم رد کړې او څرګندوي، چې دا ادعاوې حقیقت نهلري.
د اسلامي امارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز ټینګار کړی، چې افغانستان به هیڅ هېواد یا ډلې ته اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد ګټه واخلي.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد امنیت او ملي واکمنۍ ته ژمن دی او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونهکارول شي.
-
تازه خبرونه3 days agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
-
International Sports1 day agoاسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
لوبی2 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف
-
سوداگري3 days agoاسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد ۱۴۰۵ کانکور د مخکښانو ستاینه وشوه
