تازه خبرونه
لویدیځ دې د افغانستان په اړه خپله دښمنانه پالیسۍ پای ته ورسوي
سرګي لاوروف په خپله پرانیستونکې وینا کې ویلي، چې د مسکو فرمټ غونډه اوس د افغانستان په اړه د سیمې د مهمو هېوادونو د دریځونو د همغږۍ لپاره “مهم نړیوال دریځ” ګرځیدلی دی.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فرمټ د اوومې غونډې د پرانیستې په مراسمو کې د سیمې هېوادونو او کابل ترمنځ د پراخې همکارۍ او د هغه څه د پای ته رسولو غوښتنه وکړه، چې هغه یې “په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو دښمنانه پالیسي” بولي.
سرګي لاوروف په خپله پرانیستونکې وینا کې ویلي، چې د مسکو فرمټ غونډه اوس د افغانستان په اړه د سیمې د مهمو هېوادونو د دریځونو د همغږۍ لپاره “مهم نړیوال دریځ” ګرځیدلی دی.
هغه زیاته کړې: ” خوښ یم، چې د مسکو فرمټ اوومه غونډه پرانیزم. د خوښۍ ځای دی، چې دا غونډه پر یوه باوري نړیوال دریځ بدله او د سیمې هېوادونه نږدې کوي.”
د روسیې بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې سیمهییز هېوادونه ” پر خوله نه، بلکې په عمل کې” ژمن دي، چې د یوه خپلواک، باثباته او له خپلو ګاونډیانو سره د سولهییزو اړیکو لرونکي افغانستان سره اړیکې ولري؛ له داسې یو هېواد سره، چې د نړیوالې ټولنې له درناوی برخمن وي.
د لومړي ځل لپاره د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي رسماً د مسکو فرمټ په غونډه کې ګډون وکړ. لاوروف له افغان پلاوي هرکلی وکړ او څرګندوي؛ ” د افغانانو له شتون پرته د افغانستان اړوند مسایلو ته لاسرسی ناشونی دی.”
هغه تائید کړې، چې له غونډې مخکې یې له امیر خان متقي سره لیدلي او د “ګډې ودې او سوکالۍ” لپاره یې د روسیې او افغانستان د اړیکو او همدارنګه ورسره د سیمهییزې همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.
لاوروف ویلي، چې روسیه په سیمهییزو سیاسي او اقتصادي بهیرونو کې د افغانستان شاملول د مرکزي او سویلي آسیا د امنیت او پرمختګ لپاره خورا اړین ګڼي.
هغه د جولای په میاشت کې د افغانستان اسلامي امارت له رسمیت پېژندلو وروسته د مسکو رسمي دریځ بیا تکرار کړ او څرګندوي: “مونږ رسماً د افغانستان اسلامي حکومت پر رسمیت پېژندلی او په نړیوالو همکاریو کې مو محدودیتونه لرې کړې دي.”
د روسیې بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ هېواد یې غواړي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د مخدره توکو قاچاق مخنیوی او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراخولو کې له افغانستان سره همکاري پیاوړې کړي.
نوموړي د خپلې وینا په یوه بله برخه کې لویدیځ هېوادونه “د افغانستان د مشروع شتمنیو پر کنګل ساتلو” او د دې هېواد د بانکي سیسټم پر وړاندې پر پرلهپسې بندیزلګولو تورن کړل.
لاوروف ویلي: “مونږ یو ځل بیا له لویدیځو هېوادونو غوښتنه کوو، چې خپله دښمنانه پالیسي بدله کړي؛ کنګل شوې شتمنۍ بېرته وروسپاري او له جګړې وروسته د بیارغونې مسوولیت ومني او په تېرو لسیزو کې د افغانستان اقتصاد او زیربنا ته رسېدلي زیانونه جبران کړي.”
هغه دا خبرداری هم ورکړ، چې په افغانستان یا ګاونډ هېوادونو کې د بهرنیو پوځي اډو د جوړولو هر راز هڅه کولی شي بې ثباتۍ او نويو شخړو ته لار اواره کړي.
هغه زیاته کړې: “د ناسیمهییزو لوبغاړو پوځي شتون کولی شي د نویو بحرانونو او کړکېچونو لپاره لار اواره کړي.”
د مسکو فرمټ سرمشریزه، چې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شوې؛ موخه یې د سولې، ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ په اړه د سیمهییزو نظرونو همغږي کول دي. د سږ کال سرمشریزه د روسیې لهخوا د افغانستان د اسلامي امارت له پر رسمیت پېژندلو راپدېخوا لومړنۍ ناسته ده او ټاکل شوې، چې له کابل سره د سیمهییزې همکارۍ د لومړیتوبونو په اړه د ګډې خبرپاڼې پر خپرولو پای ته ورسیږي.
تازه خبرونه
Tahawol: Discussion on fear of internal disputes in Iran
تازه خبرونه
عمومي عفو د دې لپاره ده، چې افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي – د اسلامي امارت رهبر
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ویلي، چې د اسلامي امارت عمومي عفو د دې لپاره اعلان شوې، چې غچاخیستنه ونهشي او افغانستان سولې او امنیت ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې: «مونږ مجاهدین له غچاخیستنې راګرځولي او له دې کاره مو منع کړي دي.»
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شیخ هبةالله آخوندزاده د څرګندونو له مخې لیکلي، چې نوموړي دا څرګندونې له والیانو، د علماوو شورا له رییسانو، د استیناف محکمو له رییسانو او د هېواد د شمال ختیځ او شمال لویدیځو زونونو د نهه ولایتونو له یو شمېر مشرانو او علماوو سره په ناسته کې کړې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په دې ناسته کې د کندهار والي، د علماوو شورا مسوولان، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د مرکزي دارالافتا عمومي رییس، د دیني خپرونو د ارزونې رییس او یو شمېر استادانو او مدرسو مسوولانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي: « مونږ هغوی ته وویل، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدئ؛ مونږ به تاسې نه وژنو او حساب به درسره نهکوو. هغوی خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او مونږ هم وبښل. وروسته مو هم حساب ورسره ونهکړ او اوس هم داسې کار نهکوو. کله، چې مونږ له شل کلونو جګړې وروسته، چې په کې ډېر ظلمونه شوي وه؛ دومره ستره عفو وکړه؛ تاسې هم هڅه وکړئ خلک وهڅوئ، چې یو بل وبښي؛ ځکه د تېر وخت ډېرې بدۍ او کینې اوس هم د خلکو ترمنځ پاتې دي.»
نوموړي د خپلو پارښتنو پر مهال ټینګار وکړ: اړینه ده، چې اوس هڅه وکړئ؛ خلک له دښمنیو او کینو څخه تېرېدا ته وهڅوئ، په خپلو کې سوله او پخلاينه وکړي او یو بل وبښي. دا دښمنۍ او کینې باید راتلونکو نسلونو ته ونهلېږدېږي، چې راتلونکي نسلونه د وژنو، غچاخیستنو او نښتو ښکار نهشي.»
د خپلي وینا په وروستۍ برخه کې یې مسوولانو ته د تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو تر منځ د عدالت پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او سپارښتنه کوي، چې په خپلو مسوولیتونو کې یوازي د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ او د خلکو د هدایت وغواړئ.
تازه خبرونه
د څه باند ې۲۰ میلیون ډالرو پر پانګونه د هرات د مالګې کان د استخراج تړون لاسلیک شو
دا تړون نن پنجشنبه( د غبرګولي څوارلسمه ) د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري او د «رېډګولډ آسیا» د کانونو د استخراج او پروسس شرکت ترمنځ لاسلیک شو.
-
لوبی4 days agoشپږ افغان کرکټلوبغاړي د ۲۰۲۶ سریلانکا غوره لیګ ته غوره شول
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او روسیې ترمنځ دې ویزې لغوه شي- روسي چارواکی
-
لوبی5 days agoافغانستان به په ډیلي کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د لړۍ کوربه وي – راپورونه
-
تازه خبرونه4 days agoپه قطر کې د افغان پناهغوښتونکو منلو ته لږ تر لږه پېنځه هېوادونه لېواله دي – مارکو روبیو
-
نړۍ3 days agoټرمپ نتنیاهو ته په ټیلیفوني اړیکه کې د «لېونی» ویل منل
-
International Sports4 days agoد ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ به په سیمه کې سختدریځۍ ته لمن ووهي – بېلاروس
-
تازه خبرونه3 days agoپه ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
