سوداگري
هندي پانګوالو ته د مالیې معافیت، ټیټه تعرفه او وړیا ځمکه د افغانستان ځانګړی وړاندیز دی
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د جمعې پر ورځ په نوي ډیلي کې له هندي سوداګرو سره په ګډه غونډه کې هندي شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
د افغانستان صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د هندي پانګوالو د پانګې د راجلبولو او هڅولو لپاره یې د مالیې معافیت، ټیټه تعرفه او وړیا ځمکه وړاندیز کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د جمعې پر ورځ په نوي ډیلي کې له هندي سوداګرو سره په ګډه غونډه کې هندي شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
دا غونډه د هند د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ ترسره شوه او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر ټینګار وکړ، چې افغانستان د کانونو، کرنې، روغتیا او درمل جوړولو، معلوماتي ټکنالوژۍ، انرژۍ او ټوکر په برخو کې د ګډې همکارۍ لپاره پراخه وړتیا لري.
د بهرنیو پانګوالو لپاره سترې هڅونې
نورالدین عزیزي د هڅونې لپاره د لاندې برخې وړاندیز وکړ:
پر اومو توکو او ماشینونو ۱ سلنه تعرفه
د صنعتي پروژو لپاره وړیا ځمکه
کارخونو ته د دوامداره برښنا رسول
د نویو صنایعو لپاره د پېنځه کلنې مالیې معافیت. په ځانګړي توګه هغو صنایعو ته، چې د راستنېدونکو مهاجرینو لهخوا رامنځته کیږي.
هغه افغان هندو او سکهـ سوداګرو ته هم بلنه ورکړه، چې د افغانستان په بازار کې بیا فعال حضور ومومي. هغه وایي: حکومت هڅه کوي د سوداګرۍ لپاره خوندي، جامع او مناسب چاپېریال چمتو کړي.
د کابل- نوي ډیلي اقتصادي اړیکو پیاوړتیا
د افغانستان او هند ترمنځ اوسنی سوداګریز ارزښت شاوخوا ۱ میلیارډ ډالر اټکل شوی او دواړو خواوو هوکړه کړې، چې سوداګریزې همکارۍ په لاندې برخو کې پراخه کړي:
د دواړو هېوادونو په سفارتونو کې د سوداګریزو اتشو ګومارل
د سوداګرۍ، صنعت او پانګونې په اړه د ګډ کاري ګروپ بیا فعالول
دغه راز د هند حکومت اعلان کړی، چې د کابل- ډیلي او کابل- امرتسر د هوايي کارګو دهلیز فعال شوی او کارګو الوتنې به “ډېر ژر” پیل شي.
د هند بهرنیو چارو وزارت وزیر ام. آنند پراکاش ویلي: “دا به د سوداګرۍ اړیکې د پام وړ زیاتې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.”
ویل کیږي، چې د اقتصادي همکارۍ د ودې لپاره د دواړه هېوادونو امکانات ډېر پراخ دي.
سوداگري
ایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنېپټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنېپټلۍ سره ونښلول شي.
د ایران سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادق د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د ټرانسافغان دهلیز په تخصصي غونډه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ دې له هرات څخه د ازبکستان ترمذ پولې پورې وغځول شي.
میرمن صادق ویلي، چې ایران له افغانستان او ازبکستان سره د اوسپنېپټلۍ د اړیکو د پراختیا لارې چارې ارزوي او په پای کې باید دغه لار د منځنۍ آسیا او چین له اوسپنېپټلۍ سره ونښلول شي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ د دې لارې پراختیا کولی شي د توکو د لېږد او د سیمې د هېوادونو لهخوا آزادو اوبو ته د لاسرسي لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.
د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې وړاندیز کړی، چې د ایران، افغانستان، تاجکستان، قرغزستان او چین د دهلیز پر لاره پرتو هېوادونو استازي دې د اقتصادي همکاریو ټولنې( اکو) په چوکاټ کې ژر تر ژره غونډه وکړي، چې د دې طرحې د عملي پلي کېدا لارې چارې مشخصې شي.
فرزانه صادق د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د چابهار بندر ټرانزیټي هوکړې ته پر نغوته ویلي، چې دغه بندر د افغانستان او منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه نړیوالو بازارونو ته د توکو د لېږد د پراختیا وړتیا لري.
هغې د سرخس او رازي له لارې د افغانستان د اوسپنېپټلۍ له ترکیې او اروپا سره نښلول او د سرخس او جلفا له لارې قفقاز او تورې بحیرې ته لاسرسی هم په سیمهییز لېږد رالېږد کې د عملي کېدا وړ طرحې بللې دي.
دغه راز د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې دغه هېواد د سیمې له هېوادونو سره د نښلېدا لپاره د پام وړ وړتیاوې لري او د اوسپنېپټلۍ د پراختیا او ټرانزیټي آسانتیاوو په برخه کې د ایران په ګډون د ټولو هېوادونو له پانګونې هرکلی کوي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې افغانستان د اوسپنېپټلۍ د پراختیا او د ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
د ټرانسافغان دهلیز په غونډه کې، چې په آستانه کې جوړه شوې وه؛ د ایران، اوزبکستان، پاکستان او قزاقستان د ټرانسپورټ وزیرانو او د افغانستان اسلامي امارت د اوسپنېپټلۍ ادارې رییس ګډون کړی و.
سوداگري
دوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
د نوموړي د د څرګندونو له مخې، دوغارون ته د ایران د وارداتي توکو ۳۴ سلنه او له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو ټرانزیټي توکو ۲۰ سلنه ځانګړې شوې ده.
د دوغارون سرحدي ترمینل مدیر محسن رکني ویلي، چې دوغارون د روان کال له لومړۍ نیمایي څخه راپدېخوا افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو په لېږدولو کې د خراسان رضوي ولایت د سرحدي لارو ترمنځ لومړی ځای خپل کړی دی.
د نوموړي د د څرګندونو له مخې، دوغارون ته د ایران د وارداتي توکو ۳۴ سلنه او له افغانستان څخه ایران ته د واردېدونکو ټرانزیټي توکو ۲۰ سلنه ځانګړې شوې ده.
رکني وايي، چې ودانیز توکي، اوسپنیز توکي، خوراکي توکي، مېوې، سابه او نفتي محصولات له دې لارې افغانستان ته د ایران مهم صادراتي توکي دي.
دوغارون د افغانستان پولې ته څېرمه د تایباد ښار په شاوخوا کې موقعیت لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او توکو د لېږد له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
سوداگري
د سیمهییز اقتصاد پیاوړتیا او د خصوصي پانګونې جذب اړین دي – اسلامي پراختیايي بانک
د اسلامي پراختیايي بانک د څرګندونو له مخې؛ د دغه بانک رییس محمد الجاسر د مناپ سیمې د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو د رییسانو په غونډه کې، چې د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مشر سره یې درلوده؛ د بېړنیو اقتصادي فشارونو پر کابو کولو او په اوږدمهال کې د پرلهپسې ودې لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
اسلامي پراختیايي بانک د مناپ سیمې ( منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان) د پرلهپسې ودې او د پیاوړي اقتصاد د رامنځته کولو لپاره د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، د خصوصي پانګونې پر زیاتوالي او د سیمهییزې همکارۍ پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د اسلامي پراختیايي بانک د څرګندونو له مخې؛ د دغه بانک رییس محمد الجاسر د مناپ سیمې د مالیې وزیرانو او د مرکزي بانکونو د رییسانو په غونډه کې، چې د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مشر سره یې درلوده؛ د بېړنیو اقتصادي فشارونو پر کابو کولو او په اوږدمهال کې د پرلهپسې ودې لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کړی دی.
دغه غونډه د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق د غونډو په څنډه کې جوړه شوې وه.
د اسلامي پراختیايي بانک په خبرپاڼه کې راغلي؛ الجاسر د سیمې د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره څلور اساسي لومړیتوبونه پر ګوته کړي دي؛ د لوی اقتصاد د ثبات ساتل، د جوړښتي ستونزو اواری، د خصوصي پانګونې راجلبول او د سیمهییزې همپالنې پیاوړتیا.
هغه د اقتصادي ټکانونو پر وړاندې د غبرګون لپاره د هېوادونو د مالي او بهرنیو زېرمو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او په بېخبناوو، بشري پانګې او د اقتصاد د تنوع په برخو کې پانګونه یې د پرلهپسې ودې مهم عوامل بللي دي.
دغه راز د اسلامي پراختیايي بانک رییس د خصوصي سکټور د مشارکت پر پیاوړتیا او د اقتصادي پراختیا د ملاتړ لپاره د تمویل د نویو لارو چارو پر کارولو ټینګار کړی دی.
د دې بانک د څرګندونو له مخې؛ د سیمهییزو اړیکو، سوداګرۍ او پانګونې پراختیا کولی شي د سیمې د ارزښت ځنځیرونه پیاوړي او نوي اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي.
د اسلامي پراختیايي بانک ډلې څرګنده کړې؛ د مناپ سیمې د غړیو هېوادونو لپاره د دغه بنسټ د تمویل د تائید شویو ژمنو ټولیز ارزښت نږدې ۱۰۰ میلیارډ امریکايي ډالرو ته رسېدلی دی. دې بنسټ یو ځل بیا د متنوع، پیاوړو او ټولګډونه اقتصاد د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار کړی دی.
-
سوداگري2 days agoدوغارون افغانستان ته د ایران د ۷۰ سلنې صادراتو اصلي لاره ده
-
سوداگري1 day agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
تحول3 days agoتحول: کابل ته د روسیې د لوړپوړي پلاوي سفر
-
تازه خبرونه2 days agoله اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه خبرې روانې وي
-
نړۍ2 days agoپه فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول
-
تازه خبرونه2 days agoیوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر
-
نړۍ1 day agoټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان په جګړهییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ
