تازه خبرونه
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د لمریزې برښنا تولیدي پروژه پرانیستل شوه
د برښنا شرکت اجرائیوي رییس د یادې برښنا د پرانیستې په مراسمو کې، چې نن سېشنبه(د مرغومي شپاړلسمه ) ويلي، چې په اوسني عصر کې برښنا د انسان په بدن کې د وینې د جریان په څېر اړینه ده او د هېواد د اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ لپاره دوی د انرژۍ تولیدي سرچینو ته مخه کړې ده.
د کابل په سروبي کې د برښنا شرکت لهخوا د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید او لېږد پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د برښنا شرکت اجرائیوي رییس د یادې برښنا د پرانیستې په مراسمو کې، چې نن سېشنبه(د مرغومي شپاړلسمه ) ويلي، چې په اوسني عصر کې برښنا د انسان په بدن کې د وینې د جریان په څېر اړینه ده او د هېواد د اقتصادي او سیاسي خپلواکۍ لپاره دوی د انرژۍ تولیدي سرچینو ته مخه کړې ده.
د افغانستان برښنا شرکت رییس عبدالباري عمر زیاته کړې: دا پروژه، چې د برښنا تولید او لېږد دوه برخې لري له ۱۸ میلیون ډالرو څخه پر ډېر لګښت بشپړه شوې ده.
دې شرکت زیاته کړې؛ په دې پروژه کې شاوخوا ۴۰۰ افغان انجنیران او یو زیات شمېر افغان کارګران کار کوي.
دغه راز انجینرانو د بېخبنایي پروژو په برخه کې له خپلو کړنو څخه رضایت څرګند لري او څرګندوي؛ دوی په دې پروژه کې د ترسره شوي کار پر کیفیت بشپړ باور لري.
د رییس الوزرا ادري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، چې افغانستان اوسمهال د استوګنې کورونو لپاره له ۵ زره میګاواټو څخه ډېرې برښنا او د صنعتي سکتور لپاره له ۱۰ زره میګاواټو څخه ډېرې برښنا ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له تېرو وختونو په هېواد کې شاوخوا ۲۰۰ میګاواټو برښنا تولیدېده؛ خو وروسته له هغې، چې اسلامي امارت حاکمیت بېرته ترلاسه کړ؛ یوازې په یوه کال کې له ۱۲۰۰ میګاواټو څخه پر ډېره برښنا پانګونه شوې ده.
د رییس الوزرا اداري مرستیال زیاتوي، چې هره ورځ شاوخوا پېنځه زره کډوال له ایران او پاکستان څخه جبري هېواد ته راستنیږي او دا ډېره دردونکې ده؛ ځکه، چې ماشومان، ښځې او ډېر بېوزله خلکو هلته هرڅه له لاسه ورکړي او ډېر مظلومانه راستنیږي.
دغه راز د اسلامي امارت یو شمېر نور چارواکي په دې پروګرام کې د برښنا کافي تولید د سیاسي، اقتصادي ثبات او ټولنیزې هوساینې لپاره اړینه ګڼي.
په کابل کې د ترکیې سفارت چارواکو هم په دې مراسمو کې د ترکي شرکتونو له خوا د اته میلیارډ ډالرو پانګونې اعلان وکړ او د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ ملاتړ ته یې د خپل هېواد ژمنه تکرار کړه.
تازه خبرونه
په پاکستان کې روانه ناامني د افغانستان د جګړې پر مهال د حکومتي سیاستونو پایله ده
اڅکزي ویلي، هيڅوک «بې له دلیله او یا د لیونتوب له مخې وسله نهاخلي» او زیاتوي؛ که « وړ کسان» واکمن شي، وضعیت ورسره ښه کېدی شي.
تازه خبرونه
مسکو په افغانستان کې پر ځانګړو شرطونو د یوناما د ماموریت غځولو ته هیلهمن شو
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې مسکو تمه لري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) ماموریت له ځانګړو شرطونو سره وغځول شي.
کابلوف له یوې روسۍ ورځپاڼې «ایزوستیا» سره په مرکه کې ویلي، چې د یوناما د فعالیتونو د اغېزمنتیا په اړه ځینې پوښتنې موجودې دي.
هغه ویلي: «هو! البته ماموریت به وغځول شي، خو له ځانګړو شرطونو سره؛ ځکه د دې ماموریت د فعالیتونو په اړه پوښتنې شته. مونږ هیله لرو، چې دا ټولې برخې په پام کې ونیول شي.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال په مارچ میاشت کې د یوناما ماموریت د یو کال پر ځای د درې میاشتو لپاره وغځاوه. دغه اقدام وروسته له هغې وشو، چې واشنګټن د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان ته د مرستو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه.
د یوناما د راتلونکي په اړه بحثونه داسې مهال وړاندې کېږي، چې افغانستان اوس هم له بشري ناورین سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې، میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت، بېکارۍ او روغتیايي خدمتونو او لومړنیو آسانتیاوو ته د لاسرسي له کمېدا کړېږي.
روسیې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو پراخېدا ته پام رااړولی دی او د سیمې د نورې بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره یې له افغانستان سره د نړیوال تعامل له روان ساتلو ملاتړ کړی دی.
مسکو ټینګار کوي، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د اړیکو ساتل د بشري ننګونو د حل او د داعش په څېر ډلو پر ضد مبارزې لپاره اړین دي؛ هغه ډله، چې روسیه یې د سیمې لپاره ستر امنیتي ګواښ ګڼي.
دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، چې مسکو افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که کابل رسمي غوښتنه وکړي؛ دغه مرستې به برابرې شي.
روسیې د روان کال په اپریل میاشت کې افغانستان ته نږدې ۴۰۰۰ ټنه د غنمو اوړه هم لېږلي دي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
-
تازه خبرونه5 days agoهند د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل
-
تازه خبرونه5 days agoملا برادر په حیرتان بندر کې د چوپړتیاوو او ستونزو ارزونه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoله افغانستان څخه سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو لېږد بشپړ شو
-
تازه خبرونه4 days agoچین او روسیې د افغانستان په تړاو د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day agoایران د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام روزنیز کمپ له امریکا څخه مکسیکو ته بدل کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه کویټه کې د زورورې چاودنې له کبله ۲۴ کسان وژل شوي
-
سیمه ییز خبرونه16 hours agoله ایران سره د هوکړې لپاره بېړه نه لرو؛ د هرمز تنګي محاصره به روانه وي – ټرمپ
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
