تازه خبرونه
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزیر د خبرو اترو لپاره عمان ته روان شو
د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې سفر کې به له اړوند عماني چارواکو سره لیدنې ترسره شي، چې په کې به د علمي همکاریو پر پراختیا، علمي تجربو تبادلې، لوړو زدهکړو بنسټونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د افغانستان او عمان ترمنځ د تعلیمي تعاملاتو پراخولو خبرې وشي.
د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي یوویشتمه ) عمان ته ولاړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي همکاري پراخه او پیاوړې کړي.
د لوړو زدهکړو وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې سفر کې به له اړوند عماني چارواکو سره لیدنې ترسره شي، چې په کې به د علمي همکاریو پر پراختیا، علمي تجربو تبادلې، لوړو زدهکړو بنسټونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت او د افغانستان او عمان ترمنځ د تعلیمي تعاملاتو پراخولو خبرې وشي.
همدارنګه ټاکل شوې، چې ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوی به د لوړو زدهکړو په برخه کې د دوهاړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره په عمان کې له یو شمېر علمي او تعلیمي بنسټونو څخه لیدنې وکړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت دفاع وزارت نور ډېر ځواکونه جذبوي
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مرکز او ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونه د غوښتونکو د منلو لپاره چمتووالی لري.
ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د شاملېدا لپاره د امنیتي او تصفیوي کمیسیون لهخوا د تائید شویو کسانو د نوملیکنې بهیر رسمي پیل شوی دی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په مرکز او ولایتونو کې د جلب او جذب مرکزونه د غوښتونکو د منلو لپاره چمتووالی لري.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، د ځواکونو نوملیکنه د تابعیت تذکرې او د امنیتي او تصفیوي کمیسیون لهخوا د تائید شوې فورمې پر وړاندې کولو ترسره کېږي.
د دې بهیر د پیل امر ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد صادر شوی دی.
پوځي شنونکي وایي؛ دا اقدام د امنیتي ځواکونو د وړتیا د پیاوړتیا او د هېواد د امنیت د ښه خوندي ساتلو لپاره ترسره شوی دی.
د هغوی پر باور، د روزل شویو ځواکونو د شمېر زیاتوالی کولی شي هم د کورنیو ګواښونو پر وړاندې اغېزمن وي او هم د ملي اردو عملیاتي وړتیا لوړه کړي.
همدارنګه ځینې باخبره کسان ټینګار کوي، چې د اسلامي امارت د ځواکونو تر څنګ باید د نورو وړ ځوانانو د جذب لپاره هم زمینه برابره شي.
له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند ویلي وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې د اسلامي ملي اردو د روزل شویو ځواکونو شمېر ۱۸۱ زره ته رسېدلی او له ۱۰۰ زره زیات پولیس هم په بېلابېلو برخو کې روزل شوي دي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د قطر پر همکارۍ د ډیپلوماسۍ روزنیز پروګرام ترسره شو
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون(انسټیټیوټ ) د قطر پر همکارۍ د «ډیپلوماسۍ نښلوونکې شبکې» تر سرلیک لاندې یو پېنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړی دی.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا روزنیز کورس د قطر د یوه باتجربه ډیپلوماټ عمر غانم لهخوا وړاندې شوی دی.
په دې پروګرام کې ګډونوالو ته د معاصرې ډیپلوماسۍ بنسټیز مفاهیم، د ډیپلوماټیکو شبکو جوړښت او د ډیجیټلي ډیپلوماسۍ ارزښت وسپړل شو او عمرغانم د بېلابېلو هېوادونو په ډیپلوماټیکو ماموریتونو کې خپلې عملي تجربې ګډونوالو ته وړاندې کړې.
د پروګرام د وروستۍ برخې پر مهال په ځانګړو مراسمو کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د قطر د کابل سفیر او د دې وزارت د ډیپلوماسۍ اندتون رییس د ډیپلوماټانو د مسلکي روزنې او د تجربو د شریکولو پر ارزښت او د هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د پیاوړتیا لپاره د دغه راز تخصصي او ګډو پروګرامونو د دوام پر اړتیا ټینګار او څرګندونې وکړې.
د یادونې ده، چې دا روزنیز پړاو د ګډونوالو د مننلیکونو پر وېش پای ته ورسېد.
تازه خبرونه
یوه ډله افغانان له پاکستان څخه آلمان ته ولېږدول شول
د آلمان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د افغانانو د منلو پروګرام درولی و؛ خو دا بهیر په آلمان کې د قانوني کړنو له کبله بېرته پیل شوی دی.
د آلمان کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په دې وروستیو کې د افغانانو یوه ۳۲ کسیزه ډله له پاکستان څخه د برلین ښار ته لېږدول شوې ده.
د آلمان حکومت د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د افغانانو د منلو پروګرام درولی و؛ خو دا بهیر په آلمان کې د قانوني کړنو له کبله بېرته پیل شوی دی.
شاوخوا ۲۲۰ کسه پخواني سیمهییز کارکوونکي، ۶۰ نور په «بشري حقونو نوملړ» کې راغلي کسان، نږدې ۶۰۰ کسان د «ارتباطي پُل» پروګرام پورې اړوند او شاوخوا ۱۰۰۰ نور افغانان د آلمان د منلو پروګرام له ډلې څخه دي، چې د منلو ژمنه یا د منلو خبرتیا یې ترلاسه کړې ده.
د آلمان اوسني حکومت ائتلاف، چې د مسیحي ډموکراټ، مسیحي سوسیال او سوسیال ډموکرات ګوندونو ترمنځ جوړ شوی؛ هوکړه کړې، چې «د افغانانو د منلو پروګرامونه تر ممکنه حده پای ته ورسوي او نوي پروګرامونه پیل نکړي.»
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان په خپلو ښارونو کې د ترهګرو له روزنیزو کمپونو ښکاره ملاتړ کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد ایران ولسمشر له افغانستان څخه د حقآبې پر ترلاسه کولو خپل ټینګار څرګند کړ
-
تازه خبرونه4 days agoترکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له منځګړیتوب ډډه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoخلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي تړون وړاندیز وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې یو کارکوونکی د ټرافیکي پېښې له کبله مړ شو
-
نړۍ4 days agoټرمپ د ونزویلا تېل پلوري
-
سوداگري4 days agoد پاکستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل فعالیتونه پای ته رسوي
-
څار4 days agoڅار: له افغانستان څخه وتل او د امریکا د اعتبار خرابېدا ارزونه
