تازه خبرونه
په امریکا کې پر جرمونو ککړ یو افغان ونیول شو
۳۹ کلن وحیدالله محمد پر ۲۰۰۹ کال په نیویارک کې د لومړۍ درجې قتل او لومړۍ درجې وهلو ډبولو د هڅې پر تور په ۱۰ کاله بند او پېنځه کاله د یادې ادارې پر څارنې محکوم شو. هغه پخپلې ۱۹ کلنې خور د چاکو برید کړی دی.
د امریکا مهاجرت او ګمرکونو ادارې ویلي؛ دوی یو داسې افغان نیولی، چې د قتل د هڅې مخینه لري.
۳۹ کلن وحیدالله محمد پر ۲۰۰۹ کال په نیویارک کې د لومړۍ درجې قتل او لومړۍ درجې وهلو ډبولو د هڅې پر تور په ۱۰ کاله بند او پېنځه کاله د یادې ادارې پر څارنې محکوم شو. هغه پخپلې ۱۹ کلنې خور د چاکو برید کړی دی.
د امریکا مهاجرت او ګمرکونو ادارې زیاته کړې؛ وحیدالله په ۲۰۰۴ کال کې پر قانوني بڼه امریکا ته راغلی؛ خو محکومیت يې له قانوني حیثیت بې برخې کړ او یوه قاضي په ۲۰۱۲ کال کې د هغه د جبري ایستلو امر وکړ.
وحیداللهمحمد به تر جبري ایستلو پورې د امریکا د مهاجرت او ګمرکونو ادارې په بند کې پاتې وي.
تازه خبرونه
چین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
چین او پاکستان د بیجینګ له لوړې کچې خبرو اترو وروسته د افغانستان په اړه د زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې دې د سیمې د امنیت پر ضد استفاده نه کېږي.
دا موضوع په یوه ګډه خبرپاڼه کې وړاندې شوې، چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د څلور ورځني سفر له پای ته رسېدو وروسته خپره شوې ده؛ هغه سفر، چې په کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ او د چین له لومړي وزیر لي چیانګ سره لیدنې وکړې.
د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
چین او پاکستان همدارنګه د افغانستان، پاکستان او چین له درېاړخیزو خبرو اترو هرکلی کړی، چې د ۲۰۲۶ کال په اپریل کې ترسره شوې وې. پاکستان د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو په آسانتیا کې د چین له رول څخه مننه کړې ده.
په دې ګډه خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې هیڅ فرد یا ډله باید د افغانستان له خاورې څخه د سیمې د هېوادونو پر ضد د بریدونو یا بې ثباته کوونکو فعالیتونو لپاره کار وانخلي.
په خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یادونه هم شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل دا ټینګار کړی؛ د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.
دواړو هېوادونو همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، بېخبناوو او د چین– پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
دا سفر د چین او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو له پېنځهاویایمې کلیزې سره هممهاله ترسره شوی دی.
تازه خبرونه
محمد یعقوب مجاهد په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر وکړ
یاد وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون لري او د سیمهییز امنیت، ګډو ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.
ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې فډراسیون پر کوربتوب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ښار ته رسېدلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون لري او د سیمهییز امنیت، ګډو ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.
د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، د اړینو امنیتي موضوعاتو په اړه د نظرونو وړاندې کول او د همکاریو پیاوړتیا د دې غونډې له مهمې موضوګانې دي.
تازه خبرونه
د لوی اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر؛ خلک دې له پټاکۍ کارولو ډډه وکړي – کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.
د لوی اختر له رانږدې کېدا سره هممهاله د کورنیو چارو وزارت ډاډ څرګند کړی، چې د هېواد پر کچه د لمونځکوونکو، عیدګاوو او عامه ځایونو د امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.
دغه راز د یاد وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب ویلي؛ امنیتي ځواکونه به په عیدګاوو، جوماتونو، لویو لارو، پارکونو او نورو تفریحي ځایونو کې پراخ حضور ولري، چې خلک وکولی شي د اختر مراسم امن او آرامه ونمانځي.
هغه زیاته کړې؛ د دغو تدابیرو موخه د خلکو لپاره د خوندي چاپېریال برابرول او د هر ډول احتمالي ګواښ مخنیوی دی.
کورنیو چارو وزارت له ځوانانو او تنکیو ځوانانو غوښتي، چې د خلکو د ځورونې د مخنیوي لپاره له پټاکیو او نورو اور اخیستونکو توکو له کارولو ډډه وکړي.
دغه وزارت ټینګار کړی، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري د اختر د ورځو په آرامه او خوندي تېرېدا کې اړینه ونډه لري.
-
تازه خبرونه4 days agoچین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ
-
روغتيا4 days agoروسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي
-
څار5 days agoڅار: د روسیې او چین په ګدون د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې
-
تحول5 days agoتحول: د افغانستان او جاپان د اړیکو ارزونه
-
تازه خبرونه4 days agoمحمد یعقوب مجاهد په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر وکړ
-
تحول4 days agoتحول: روسیې ته د اسلامي امارت د دفاع وړزیر سفر
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان او قطر د اړیکو پر پراختیا ټینګار
