Connect with us

تازه خبرونه

په تېر کال کې د پاکستان د بریدونو له کبله ۵۴۸ ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې

یوناما څرګنده کړې: دا له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، چې له هغه وخت څخه یې د دې ډول پېښو منظم ثبت پیل کړی؛ تر ټولو لوړ شمېر دی.

خپور شوی

د

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د تازه راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ ز. کال په وروستیو درې میاشتو کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له کبله ۷۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷۸ نور ټپیان دي.

یوناما څرګنده کړې: دا له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، چې له هغه وخت څخه یې د دې ډول پېښو منظم ثبت پیل کړی؛ تر ټولو لوړ شمېر دی.

د یوناما د څرګندونو له مخې؛ د اوکټوبر د نښتو او ځاني زیانونو لوړه کچه، چې د اوکټوبر له لسمې څخه تر اووه‌لسمې پورې هغه مهال رامنځته شوې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زورواخیست.

د اوکټوبر پر یوولسمه او دولسمه د پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو د استوګنې سیمې د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلې دي.

د اوکټوبر پر پېنځلسمه تر ټولو خونړۍ ورځ وه؛ پدې ورځ د کندهار په سپین‌بولډک کې د نښتو او هوايي بریدونو، په کابل کې د چاودنو او همدارنګه په خوست او پکتیکا کې د پېښو له کبله ۳۵ کسان ووژل شول او ۴۲۲ نور ټپیان شول.

سره له دې، چې د اوکټوبر د پېنځلسمې پر ماښام اوربند اعلان شو؛ خو یوناما په ورپسې ورځو کې نورې پېښې هم ثبت کړي، چې د اوکټوبر پر اووه‌لسمه د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې پر یوه هوایي برید ۱۱ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد آریانانیوز ته په یو غږیز پیغام کې د یوناما دغه راپور تائید کړی او څرګندوي، چې د پاکستان په بریدونو کې د افغان لوبغاړو په ګډون ملکي افغانان وژل شوي دي.

تازه خبرونه

Tahawol: U.S. non-recognition of IEA

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

Saar: Tensions between Iran and the United States

Published

on

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.

 

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!