تازه خبرونه
نن چارشنبه د فبرورۍ یوولسمه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
ګوټرش ویلي؛ هره نجلۍ باید وکولی شي په علم کې خپل راتلونکی وویني او هره ښځه باید وتوانېږي، چې په خپل علمي مسلک کې پرمختګ وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوترش له دې ورځې سره هممهاله د ښځو او نجونو لپاره په علومو کې د برابرو فرصتونو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
ګوټرش ویلي؛ هره نجلۍ باید وکولی شي په علم کې خپل راتلونکی وویني او هره ښځه باید وتوانېږي، چې په خپل علمي مسلک کې پرمختګ وکړي.
ګوټرش زیاته کړې؛ ښځې اوس هم د نړۍ د څېړونکو له درېیمې برخې څخه کمه برخه جوړوي او په پرمختللیو څانګو لکه مصنوعي ځیرکتیا او کوانټومي علومو کې د هغوی حضور ډېر محدود دی، چې په نړۍ کې د علمي پرمختګ او نوښت بهیر محدودوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي همداراز ویلي، چې سږکال د ښځو او نجونو د علومو نړیواله ورځ د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو علومو، STEM او مالي برخو ترمنځ پر همغږۍ راڅرخیږي، چې جنسیتي خنډونه کم شي، د ښځو سټارټاپونه پیاوړي او زدهکړو او علمي فرصتونو ته لاسرسی د ټولو لپاره تضمین شي.
ګوټرش د ښځینه ساینسپوهانو نوی نسل هڅولی، چې په علمي ډګر کې فعاله ونډه واخلي.
دغه راز په افغانستان کې اروپايي ټولنې هم ویلي، چې افغان ښځې، له نرسانو او قابلو څخه تر څېړونکو پورې؛ د ټولنې په روغتیا او هوساینې کې بنسټیز رول لوبوي.
اروپایي ټولنې ډاډ څرګند کړی، چې ښځې باید له ساینس او پرمختګ برخمنې وي او د ټولو لپاره د زدهکړې ملاتړ به روان وساتل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي؛ دا ورځ په داسې وخت کې راځي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو د زدهکړې له بندیز څخه ۱۶۰۷ ورځې تېرې شوې دي.
تازه خبرونه
د تورخم دروازه هېواد ته د جبري راستنېدونکو کډوالو پرمخ پرانستل شوه
د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.
تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې بندېدا وروسته نن ماسپښین ۲ بجې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره پرانیستل شوه.
د راپورونو له مخې، د دې لارې د بیا پرانستلو سره، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنیدو پروسه بیا پیل شوې او ډیری کورنۍ د دې لارې له لارې هیواد ته ننوتلي دي.
تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه سوداګریزه لار ده، چې په وروستیو نږدې څو اوونیو کې د پاکستانیو پوځیانو د تاوتریخوالي له کبله تړلې وه.
د دې دروازې بندېدا د کډوالو لپاره د پام وړ ننګونې رامنځته کړي او د تګ راتګ مخه یې نیولې وه.
تازه خبرونه
په کندهار کې سېلابونو ۱۷۷ کورنیو ته مالي اوځاني زیانونه اړولي
دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست د څرګندونو له مخې؛ د تېرې ورځې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله د یاد ولایت په مرکز کې شاوخوا ۸۵ کورونه بشپړ او نسبي ویجاړ شوي دي.
دغه راز د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې: ۹۰ هغه کورنۍ، چې په خېمو کې ژوند کوي؛ د سېلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ سربېره پر دې په دامان ولسوالۍ کې د سېلابي اوبو له کبله ۲ کسان د یوې ۵ کلنې ماشومې په ګډون پر شهادت رسېدلي دي.
ویل کیږي، چې اړوند زیانمنو سیمو ته د موسيساتو ګډې ډلې استول شوي، چې له زیانمنو کورنیو سروي ترسره او عاجلي بشري مرستي ورسره وکړي.
تازه خبرونه
افغانستان د تاشکند د وزیرانو په غونډه کې د اوبو پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “اوبو اوونۍ” تر سرلیک لاندې د وزیرانو غونډې ته د اوبو د سرچینو پر مدیریت د سیمهییزې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال وزیر مجیب الرحمن عمر آخوندزاده د افغانستان پر استازیتوب وینا وکړه او د افغانستان او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ یې د اوبو پر عادلانه وېش، د اوبو د ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د عصري ټکنالوژیو پر کارولو ټینګار وکړ.
هغه دا هم ویلي؛ د اقلیمي بدلون له پایلو سره د مبارزې او د آمو سیند د غاړو د ویجاړېدا مخنیوي لپاره ګډه همکاري هغه مهمې مسلې دي، چې د سیمې د هېوادونو لهخوا ګډې پاملرنې او عمل ته اړتیا لري.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د خپلو اوبو د سرچینو په مدیریت کې د ګاونډ هېوادونو حقونو ته ژمن دی.
د دې غونډې په څنډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ مرستیال د ازبکستان د اوبو وزیر شوکت خامرایوف سره هم ولیدل او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو په اړه بحث وکړ.
په دې سیمهییزه غونډه کې د افغانستان ګډون د اوبو په اړه په نړیوالو او سیمهییزو بحثونو کې د هېواد د فعال شتون د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي. دا یوه داسې هڅه ده، چې کولی شي د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د نوي فصل لپاره لار اواره کړي.
-
تازه خبرونه4 days agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoواشنګټن تهران ته د سولې ۱۵ مادهییز پلان وړاندې کړ
-
تازه خبرونه3 days agoاروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه5 days agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
نړۍ5 days agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
-
نړۍ3 days agoټرمپ ایران ته د سختو بریدونو ګواښ وکړ – د سپینې مانۍ ویانده
-
تازه خبرونه3 days agoپه کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند پای
