Connect with us

تازه خبرونه

د ایراني ځواکونو پر ډزو ګڼ‌شمېر افغان مهاجرو ته مرګ او ژوبله اوښتې

دا پېښه د سې‌شنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.

خپور شوی

د

 
د حال‌وش بشري حقونو بنسټ راپور ورکړی، چې د ایران سرحدي‌ځواکونو د افغان مهاجرینو پر یوه موټر په ډزو کې دوه کسانو خپل له هیلو ډک ژوند له لاسه ورکړی او له ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه د سې‌شنبې پر ورځ( د کب پېنځمه د سیستان او بلوچستان په ولایت کې رامنځته شوې ده.

حال‌وش راپور ورکړی، چې ایرانی پوځیانو پر موټر له قانوني درېدا او خبرداري پرته ډزې کړي، چې په کې یو شمېر سپرلۍ پر مرمیو لګېدلي؛ موټر چپه شوی او اور یې اخیستی دی.

د راپورونو له مخې؛ د ۶ ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

تازه خبرونه

امیرخان متقي او د ترکیې سفیر پر سیمه‌ییزو بدلونونو خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د لیدنې پر مهال د ترکیې جمهوریت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) سادین آیلدز او د هېواد بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او په دې اړه یې د ترکيې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې هم ارزښتناکې وبللې.

Published

on

Last Updated on: وری ۲۴, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزوبدلونونو او د چین په اورمچي ښار کې د ترسره شویو مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د لیدنې پر مهال د ترکیې جمهوریت د سفارت چارسمبالي(سرپرست) سادین آیلدز او د هېواد بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مثبتې وارزولې او په دې اړه یې د ترکيې د منځګړیتوب پخوانۍ هڅې هم ارزښتناکې وبللې.

امير خان متقي له پاکستاني لوري سره د سولې د وروستيو خبرو په اړه ويلي؛ تر دې دمه مثبتي خبرې شوې دي او هیله ده، چې جزئي تخنيکي مسايل د خبرو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ نه‌کړي.

ویل کیږي، چې د ترکيې سفير څرګنده کړې؛ هېواد ته يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې ځانګړی ارزښت لري او په دې برخه کې به خپلې هڅې روانې وساتي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په هرات کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید په اړه نړیوال غبـــرګونونــه راڅــرګند شول

دا خونړۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسله‌والو د جمعې پر ورځ(د وري یوویشتمه / د  اپریل لسمه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې ناڅرګندو وسله‌والو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه ګانو د زیارت مخې ته په تفریحي سیمه کې د راټولو شویو خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړې.

Published

on

په هرات ولایت کې پر ملکي وګړو د مرګوني برید له کبله نړیواله غندنه راپارېدلې او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افرادو، اشخاصو او ادارو د خواخوږۍ پیغامونه وړاندې شوي دي.

دا خونړۍ پېښه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسله‌والو د جمعې پر ورځ(د وري یوویشتمه / د  اپریل لسمه) د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په ده مهري کلي کې ناڅرګندو وسله‌والو د انجیل او زنده جان ولسوالیو ترمنځ د ده مهري په سیمه کې د شیعه ګانو د زیارت مخې ته په تفریحي سیمه کې د راټولو شویو خلکو پر ګڼه ګوڼه ډزې وکړې.

د تائید شویو راپورونو له مخې؛ لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۱ نور، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر(یوناما) د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او دا پېښه یې یو «وحشتناک جنایت» وباله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر چارسمبالې جورجټ ګانیون ویلي: «مونږ د قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوو او د ټپیانو د روغتیا هیله کوو.»

هغه همدارنګه له چارواکو وغوښتل، چې په دې اړه بشپړه څېړنه وکړي او په ټول افغانستان کې د ټولو خلکو امنیت ډاډمن کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ هم دا برید وغانده او دا یې «وحشیانه» وباله او د عدالت منګولو ته یې د عاملانو د کښلو غوښتنه وکړه.

هغې زیاته کړې، چې قربانیان شیعه مسلمانان دي.

همدارنګه ټینګار کوي، چې دا ډول هدفمند تاوتریخوالی باید بې سزا پاتې نشي.

اروپايي ټولنې هم دا ډله‌ییزه وژنه وغندله او څرګندوي، چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی په هیڅ حالت کې د منلو وړ ندی.

اروپايي ټولنې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او له زیانمنو شویو کسانو سره خپله خواشیني څرګنده کړه.

تر دې دمه کومې ډلې د برید مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په اسلام آباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې پیل شوې

دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.

Published

on

Last Updated on: وری ۲۳, ۱۴۰۵

په اسلام‌آباد کې د امریکایي او ایراني پلاوي له شتون سره – سره ایراني رسنیو راپور ورکړ، چې د دواړو پلاويو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.

دا خبرې اترې په غیر مستقیم ډول او د پاکستان پر منځګړیتوب ترسره کیږي.

د راپورونو له مخې؛ ایران په لبنان کې د جګړې بندول او د خپلو کنګل شویو شتمنیو خوشې کول د خبرو د پیل لپاره یو شرط وړاندې کړی و.

له اسلام‌آباد څخه د راډیو او ټلویزیون خبریال راپور ورکړ، چې امریکا د ایراني شتمنیو له خوشې کولو سره هوکړه کړې او په لبنان کې جګړه د هېواد تر جنوب پورې محدوده شوې ده.

دغه راز امریکایي چارواکو تر اوسه د ایران د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو هوکړه نده تائید کړې.

دا خبرې د امریکا او اسرائیلي رژیم ترمنځ له ایران سره له ۴۰ ورځو شخړې وروسته پیل شوې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!