Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د ایراني رهبر علي خامنه‌یي ۳۶ کلن پېر د ده له وژل‌کېدا سره پای ته ورسېد

خامنه‌یي په ۱۹۸۹ .زکال کې د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي خمیني له مړینې وروسته د رهبر په توګه وټاکل شو او له درې لسیزو زیات یې د ایران د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ مشري وکړه؛ لوړ سیاسي، نظامي او مذهبي واکونه یې په لاس کې درلودل.

خپور شوی

د

د ایران دولتي رسنیو څرګنده کړې، چې د ایران ستر رهبر علي خامنه‌یي په تهران کې د هغه پر ​​مرکزي دفتر د اسرائیلو او امریکا له هوايي بریدونو وروسته د ۸۶ کلونو پر عمر ووژل شو.

خامنه‌یي په ۱۹۸۹ .زکال کې د اسلامي جمهوریت د بنسټ ایښودونکي خمیني له مړینې وروسته د رهبر په توګه وټاکل شو او له درې لسیزو زیات یې د ایران د کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ مشري وکړه؛ لوړ سیاسي، نظامي او مذهبي واکونه یې په لاس کې درلودل.

هغه، چې په پیل کې د یوه ټیټ نفو‌ذ لرونکي شخصیت په توګه ستایل شوی و؛ ورو – ورو یې خپل دریځ پیاوړی کړ او پر امنیتي او نظامي جوړښتونو په ځانګړي توګه د سپاه پاسداران د ځواک په جوړښت کې یې پراخ نفوذ ترلاسه کړ. د هغه د مشرتابه پرمهال ایران خپل سیمه‌ییز رول پراخ کړ او د عراق، سوریې، لبنان او یمن له حکومت پلوه ډلو یې ملاتړ وکړ، چې د دې تګلارې له کبله د منتقدینو له لوري پر نړیواله کچه تهران نور هم منزوي شو.

خامنه‌یي تل د ایران اټومي پروګرام سوله‌ییز بللی او د اټومي وسلو د جوړولو هر ډول هڅه یې رد کړې ده؛ خو په دې وروستیو کلونو کې له لویدیځ سره، په ځانګړي توګه له امریکا سره تاوتریخوالی زیات شو او د اټومي انرژۍ په اړه خبرې اترې پر ځلونو ځنډېدلې دي.

پر کورني کچه د هغه رهبري د پراخو لاریونونو سره مخ شوې؛ په ځانګړي توګه په ۲۰۰۹ او ۲۰۲۲ کې، چې د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول.

د ایراني مشر وژنه په داسې وخت کې رامنځته شوه، چې سیمه له بې ساري تاوتریخوالي سره مخ ده او د ایران سیاسي راتلونکی هم په ناڅرګند حالت کې دی.

سیمه ییز خبرونه

د غوښتنو تر پوره کېدا پورې له واشنګټن سره خبرې نه‌کوو – ایران

د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

 

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې ایران د سې‌شنبې پر ورځ د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته ویلي: تر هغې، چې د تهران غوښتنې  منل شوې نه‌وي؛ له واشنګټن سره به خبرې ونه‌کړي. دا څرګندونه په داسې حال کې شوې، چې پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.

د نورنیوز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې له فیلډ مارشال عاصم منیر سره د منځګړیتوب د هڅو او په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب مهم رول لري. د دغه هېواد د منځګړیتوب پخوانیو هڅو د جون په میاشت کې د یوه لنډمهالي اوربند هوکړې ته زمینه برابره کړې وه؛ خو د اسلام‌آباد یادښت هوکړه ژر له ماتې سره مخ شوه؛ ځکه څو اوونۍ وروسته د ایران او امریکا ترمنځ جګړه بیا پیل شوه.

د ایراني سرچینو د راپور له مخې؛ عاصم منیر د ایران د ولسي جرګې له رییس محمدباقر قالیباف سره هم لیدلي دي.

قالیباف ویلي؛ واشنګټن تر هغې د تهران باور نه‌شي بېرته ترلاسه کولی، چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د ایران د تېرې میاشت وړاندې شوي اووه شرطونه یې نه‌وي پوره کړي.

دغه شرطونه د ایران پر بندرونو د امریکا د کلابندۍ پای ته رسول، د ایران د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د سیمې په ټولو جبهو کې د جګړو پای ته رسول رانغاړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ د ایران د امنیتي چارو مشر محسن رضايي هم له عاصم منیر سره په لیدنه کې ورته دریځ څرګند کړی او څرګندوي، چې د تهران د غوښتنو تر پوره کېدا پورې به له واشنګټن سره خبرې ونه‌شي.

رضايي زیاته کړې، د ایران ټولې غني شوې اټومي زېرمې به په دغه هېواد کې پاتې شي. هغه د ایران د ستر مذهبي مشر آیت‌الله مجتبی خامنه‌یي دریځ بیا تکرار کړی، چې له مخې یې د وسلو جوړولو کچې ته نږدې غني شوي یورانیم باید له هېواده بهر ونه‌لېږدول شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس د روانې میاشتې په پیل کې ویلي وه، چې ایران باید د امریکا د غوښتنو د پوره کولو او د دواړو هېوادونو د اته میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یورانیمو د غني کولو وړتیا په «ماناداره» توګه راکمه کړي.

اسرائیل، امریکا او یو شمېر نور لویدیځ هېوادونه له اوږده وخت راپدخوا ایران د اټومي وسلو پر جوړولو تورنوي. دوی د خپلو تورونو دلیل د ایران له‌خوا د یورانیمو تر ۶۰ سلنې پورې غني کولو ته نغوته کوي؛ دا کچه د ملکي موخو لپاره له اړتیا ډېره لوړه او د اټومي وسلې لپاره اړینې نږدې ۹۰ سلنې کچې ته ورنږدې ده؛ خو ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅې ردوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پېښور کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله ۲۲ کسان مړه شوي

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

Published

on

 

د راپورونو له مخې، د پاکستان په پېښور ښار کې د یوه ښوونځي د چت د لوېدا له کبله یو ښوونکی او ۲۱ زده‌کوونکي مړه شوي دي.

د پېښور د لیډي ریډینګ روغتون یوه چارواکي عاصم خان فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي، چې په دې پېښه کې له ۳۰ ډېر کسان ټپیان شوي، چې د ۶ هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د قربانیانو پر مړینه خپله « ژوره خواشیني او خفګان» څرګند کړی دی.

په پاکستان کې، چې څه باندې ۲۴۰ میلیون وګړي لري، د ودانیو او چتونو لوېدل یوه عادي پېښه ده، چې ډېری وخت د خوندیتوب د معیارونو نه مراعتولو او د ودانیزو بې‌کیفیته توکو کارولو ته منسوبېږي.

د روان کال په جون میاشت کې هم د پاکستان په ختیځ لاهور ښار کې د یوه ښوونیز مرکز د چت لوېدا له کبله له لس ډېر زده‌کوونکي مړه شوي وه.

همدارنګه، په ۲۰۲۵ز. کال کې د کراچۍ د ښار د یوې پېنځه‌پوړیزې ودانۍ د نړېدا له کبله ۲۷ کسان مړه شول او لس نور ټپیان شوي وه.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د سعودي آرامکو پر اداري ودانۍ د برید له کبله اور ولګېد

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، چارواکي د سې‌شنبې پر ناوخته د پېښې ځای ته رسېدلي او اړینې هڅې یې ترسره کړي دي.

Published

on

د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت د چارشنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې د دغه هېواد په ختیځ ښار ظهران کې د دولتي تېلو شرکت «سعودي آرامکو» پر یوې اداري ودانۍ برید شوی، چې له کبله یې لږ اور لګېدلی دی. دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د یمن د حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ جګړه نوره هم پراخه شوې ده.

د یاد وزارت د څرګندونو له مخې، چارواکي د سې‌شنبې پر ناوخته د پېښې ځای ته رسېدلي او اړینې هڅې یې ترسره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې پېښه کې چا ته مرګ او ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

رویټرز خبري آژانس له دې مخکې د یوه شرکت د سرچینې د څرګندونو له مخې راپور ورکړی و، چې په ظهران ښار کې د آرامکو پر مرکزي ودانیز کمپلکس بالسټیک توغندی لګېدلی دی.

د سرچینې پر وینا؛ په دې کمپلکس کې یوه اداري برج پر نښه شوی او درې پوړونه یې زیانمن شوي دي.

سرچینې او دوه نورو کسانو، چې د موضوع په اړه یې معلومات لرل ویلي، چې ودانۍ اور اخیستی و.

په دې کمپلکس کې د آرامکو یو مهم عملیاتي مرکز هم شته، چې د تېلو د استخراج د پراخو ځمکنیو او سمندري تاسیساتو، نل‌لیکو، چاڼ‌ځایونو او صادراتي ترمینلونو چارې څاري.

حوثیانو له یوې اوونۍ راپدېخوا د سعودي عربستان پر مهمو ځایونو بالسټیک توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

دا بریدونه د یمن په بیا پیل شوې کورنۍ جګړه کې د سعودي عربستان د حکومت پلوه ځواکونو د ملاتړ په غبرګون کې ترسره کېږي.

د ریاض نړیوال هوايي ډګر څلور ځله پر نښه شوی، چې د شنبې ورځې په برید کې ۱۳ کسان وژل شوي وه.

د شنبې پر ورځ د ریاض پر هوايي ډګر بالسټیک توغندیز برید په تېره یوه لسیزه کې پر سعودي عربستان له ټولو خونړی برید بلل شوی دی. ورپسې بریدونو د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې الوتنې هم درولې دي.

رویټرز ته شپږ سرچینو له دې مخکې ویلي وه، چې د آرامکو کمپلکس ته نږدې یې د درندو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف ویلي، چې په ظهران کې یې یو توغندی شنډ او ویجاړ کړی؛ خو د هغه پاتې شوني پر یوې استوګنیزې سیمې لوېدلي دي. ائتلاف په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

چارواکو همدارنګه ویلي، چې په پلازمېنه ریاض او د هېواد په جنوبي سیمه کې یې بې‌پیلوټه الوتکې او توغندي شنډ او ویجاړ کړي دي.

د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې په ریاض کې د حوثیانو له دوه توغندیو د شنډولو او ویجاړولو وروسته د هغوی د پاتې شونو د لوېدا له کبله څلور کسان ټپیان شوي دي. د دې ادارې د ویاند د څرګندونو له مخې، د توغندیو پاتې شونو په پلازمېنه کې ۱۵ کورونو ته هم محدود زیان اړولی دی. په ټپیانو کې دوه ښځې، یو سړی او یو ماشوم دي.

حوثیانو له دې مخکې د یمن پر پلازمېنه صنعا د سعودي عربستان پر مشرۍ د ائتلاف د بریدونو په غبرګون کې د« سخت او دردناک» ځواب ګواښ کړی و.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع ویلي وه، چې د غچ اخیستونکو بریدونو احتمالي موخې په ظهران کې د سعودي آرامکو مرکزي دفتر او په ریاض کې د تېلو یو چاڼ‌ځای کېدی شي.

دوی په سعودي عربستان کې د تېلو کارکوونکو ته هم خبرداری ورکړی، چې له احتمالي هدف ګرځېدونکو تاسیساتو لرې پاتې شي.

حوثیانو د سې‌شنبې پر ورځ ادعا کړې وه، چې سعودي عربستان پر صنعا بریدونه کوي. پر همدې ورځ د سعودي عربستان ائتلاف ملکي وګړو ته خبرداری ورکړی و، چې د صنعا په څنډه کې د تېلو له یوې زېرمې څخه لرې پاتې شي.

د حوثیانو تر څارنې او واک لاندې المسیره ټلویزیون راپور ورکړی، چې ائتلاف د یمن د تېلو شرکت د «صباح» پر مرکزي تم‌ځای برید کړی دی.

دا تم‌ځای د صنعا په څنډه کې د تېلو زېرمه ده.

ائتلاف د سې‌شنبې پر ماښام ویلي، چې پر یاد تم‌ځای او نورو ځایونو یې په عملیاتو ترڅ کې بریدونه کړي دي.

د ائتلاف د څرګندونو له مخې، د دغو عملیاتو موخه د حوثیانو د هغو وړتیاوو له منځه وړل دي، چې سعودي عربستان، یمن او نړیوالې اوبلارې ګواښي.

د سعودي عربستان کابینې، چې د دغه هېواد د واک اصلي چلوونکي ولیعهد محمد بن سلمان یې مشري کوي؛ د سعودي آرامکو پر ودانۍ له برید مخکې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي وه، چې حوثیان به پر سعودي عربستان د پرله‌پسې بریدونو پایلې وویني.

په یمن کې د جګړې بیا پیل

سعودي عربستان په یمن کې د نړیوالې ټولنې له‌خوا د پر رسمیت پېژندل شوي حکومت د ملاتړ لپاره خپل پوځي عملیات بېرته پیل کړي، چې تېره میاشت حوثیانو پر سرې بحیرې او باب المندیب تنګي پیل کړي وه.

باب‌المندب تنګی د سرې بحیرې جنوبي دروازه ده او د فبرورۍ په میاشت کې د ایران د جګړې له پیل او د تهران له‌خوا د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته؛ د سعودي عربستان او نړۍ د انرژۍ د لېږد لپاره یې اهمیت نور هم زیات شوی دی. د فارس خلیج هرمز تنګی د هند له بحر سره نښلوي.

که څه هم د حکومت پلوه ځواکونو هغه عملیات، چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوي وه، حوثیان له تنګي سره نږدې سیمې شاته کړي دي؛ خو دغه ډله اوس هم په شاوخوا سیمو کې پیاوړی حضور لري او په روانه میاشت کې یې د تعز ښار په شاوخوا کې پرمختګونه کړي دي.

سعودي عربستان هڅه کوي، چې د حوثیانو پر وړاندې د خپلو پوځي عملیاتو لپاره د متحدانو پراخ ملاتړ ترلاسه کړي او د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو مخه ونیسي.

د سعودي عربستان تر ټولو پیاوړي متحد او د اوږدې مودې امنیتي تضمینوونکې امریکا تر اوسه د سعودي هغه هڅې رد کړې دي، چې غواړي واشنګټن په مستقیم ډول د حوثیانو پر وړاندې جګړې ته ورګډ شي.

په یمن کې جګړه د امریکا او ایران د پراخې جګړې د اغېزو په پایله کې بېرته پیل شوې ده. دغه جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیلو له برید سره پیل شوه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې پر ورځ ویلي وه، چې هېواد یې چمتو دی د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي. د ایران بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې پر ورځ هم دغه دریځ بیا څرګند کړ.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!