Connect with us

سیمه ییز خبرونه

اسرائیل په منځني ختیځ کې پر لبنان هوايي بریدونه وکړل

د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې  کې غورځیدلي دي.

خپور شوی

د

اسرائیل د دوشنبې پر ورځ( د کب یوولسمه) په تهران او په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو له هغې وروسته تازه هوایي بریدونه وکړل، چې حزبالله وویل: د ایران د ستر رهبر علي خامنه‌یي د وژنې په غچ کې یې پر اسرائیلو راکټونه او څارګرې وتوغول.

د اسرائیل پوځ ویلي، چې دوی له لبنان څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی او نور یې په ډاګونو کې  کې غورځیدلي دي.

د بیروت پر جنوبي څنډو هم هوایي بریدونه شوي، چې په کې د حزب‌الله لوړ پوړي قومندانان میشت دي او لسګونه چاودنو ملکي وګړي تېښتې ته اړ کړي دي.

تاوتریخوالی روان ساتل شوی؛ ځکه، چې له تېرې شنبې راپدېخوا په منځني ختیځ کې وضعیت خورا کړکېچن دی؛ د ایراني اهدافو پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو له ګډو بریدونو وروسته د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان اعلان کړی؛ مشرتابه شورا، چې زه، د قضایي قوې رییس او د شورای نګهبان یې غړي دي پر لنډمهاله توګه د ستر رهبر دنده پر غاړه اخیستې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ویډیو کې ویلي، چې د ایران پر وړاندې به پوځي عملیات تر هغه وخته پورې روان وي، چې “ټول اهداف ترلاسه شي” او له ایرانیانو یې وغوښتل، چې د خپل حکومت پر وړاندې راپورته شي.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا پوځ تر اوسه پورې له ۱۰۰۰ څخه زیات ایراني پوځي اهداف پر نښه کړي دي او په دې عملیاتو کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي دي.

سیمه ییز خبرونه

د ایران او امریکا کړکېچ بیا پراخ شو؛ نوي بریدونه او د خبرو اترو ټکنی حالت

د کویټ چارواکو ویلي، چې ایران ته منسوب د راکټي او بې‌پیلوټه الوتکې د برید له کبله د کویټ نړیوال هوايي ډګر یوه برخه زیانمنه شوې او الوتنې تر بلې خبرتیا درول شوې دي.

Published

on

د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو په ټکني حالت کې د فارس خلیج پوځي کړکېچ یو ځل بیا پراخ شو؛ د نښتو د پراخېدا اندېښنې یې زیاتې او د تېلو نړیوالې بیې یې لوړې کړې دي.

د کویټ چارواکو ویلي، چې ایران ته منسوب د راکټي او بې‌پیلوټه الوتکې د برید له کبله د کویټ نړیوال هوايي ډګر یوه برخه زیانمنه شوې او الوتنې تر بلې خبرتیا درول شوې دي.

د رسمي سرچینو د څرګندونو له مخې، دې برید د لومړي ټرمینل تاسیساتو ته زیان رسولی او یو شمېر کسان په کې ټپیان شوي هم دي.

د بحرین پوځ هم د درې راکټونو او څو بې‌پیلوټه الوتکو له شنډولو خبر ورکړی دی.

بل‌خوا د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سینټکام) ویلي، چې د ایران له‌خوا توغول شوي ځینې راکټونه هدف ته له رسېدو مخکې لوېدلي یا له منځه وړل شوي دي.

دغه راز سینټکام ویلي؛ امریکايي ځواکونو هغه څو ایراني بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې، چې په سیمه کې د ملکي بېړیو او امریکايي مورچلو پر لور روانې وې.

د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، امریکا د ایران له بریدونو وروسته د هرمز تنګي ته نږدې د قشم ټاپو ځینې مورچلې پر نښه کړې دي.

په مقابل کې د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې سپاه پاسداران په بحرین کې د امریکا د پېنځمې سمندري بېړۍ مرکز او ځینې نور پوځي هدفونه پر نښه کړي دي.

سپاه ویلي، دا بریدونه د قشم ټاپو په سویل کې د مخابراتي تاسیساتو پر وړاندې د امریکا د اقدام په ځواب کې شوي دي.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې تېره اوونۍ ایران او امریکا د جګړې د درولو لپاره د یوې لومړنۍ هوکړې له ترلاسه کېدو خبر ورکړی و؛ خو دغه هوکړه اوس هم نه‌ده وروستۍ شوې او نه لاسلیک شوې ده.

ایراني رسنۍ وایي، چې په وروستیو ورځو کې د دواړو لوریو مستقیمې اړیکې درېدلې دي؛ خو ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې خبرې اترې اوس هم روانې دي.

د اختلاف له مهمو موضوعاتو یو هم د ایران اټومي پروګرام دی.

امریکا وایي؛ موخه یې دا ده، چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه‌کړي؛ خو تهران ټینګار کوي، چې اټومي پروګرام یې یوازې ملکي او سوله‌ییزې موخې لري.

ایران په خبرو اترو کې د تېلو له عوایدو څخه میلیارډونو ډالرو ته د لاسرسی، د تېلو پر صادراتو د محدودیتونو د کمېدو، پر بندرونو د فشارونو لرې کېدو او پر هرمز تنګي د خپل نفوذ د ساتلو غوښتنه کړې ده.

هرمز هغه سټراټیژیکه لاره ده، چې د نړۍ د تېلو او ګازو د صادراتو لویه برخه ترې تېرېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن به یوازې هغه وخت د بندیزونو له کمولو سره هوکړه وکړي، چې ایران خپل اټومي فعالیتونه ودروي.

هغه دا ادعا هم کړې، چې جګړه پای ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پر لبنان بریدونه روان دي. لبناني سرچینې وایي، چې اسرائیل د امریکا پر منځګړیتوب پر اعلان شوي نسبي اوربند سربېره د لبنان سوېلي سیمې تر بریدونو لاندې راوستې دي. یونیسف هم خبرداری ورکړی، چې د نښتو پراخېدل او د لېږد رالېږد ګډوډي زیانمنو هېوادونو ته د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

لبنان د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ له لنډمهالي اوربند خبر ورکړ

په واشنګټن کې د لبنان سفارت د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل پر بېروت او هغو نږدې سیمو د برید نه‌کولو ژمنه کړې، چې د حزب‌الله تر ولکې لاندې دي. په بدل کې حزب‌الله هم ژمنه کړې، چې پر اسرائیل به خپل بریدونه دروي.

Published

on

د لبنان حکومت اعلان کړی: د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ لنډمهالی اوربند ټینګ شوی، چې موخه یې د کړکېچ کمول او د جګړې د پراخېدو مخنیوی دی؛ خو دا هوکړه د جګړې د پای ته رسېدو معنا نهلري.

په واشنګټن کې د لبنان سفارت د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل پر بېروت او هغو نږدې سیمو د برید نه‌کولو ژمنه کړې، چې د حزب‌الله تر ولکې لاندې دي. په بدل کې حزب‌الله هم ژمنه کړې، چې پر اسرائیل به خپل بریدونه دروي.

سره له دې هوکړې د لبنان په سوېل کې نښتې اوس هم روانې دي او دواړه لوري یو بل د بریدونو پر دوام تورنوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې لومړی یې له دې هوکړې خبر ورکړ ویلي؛ حزب‌الله د منځګړو له لارې ژمنه کړې، چې پر اسرائیل به برید نه‌کوي. نوموړي دا هم ویلي، چې بنیامین نتنیاهو د هغو ځواکونو له شا تګ سره هوکړه کړې، چې د بېروت په شاوخوا کې د عملیاتو لپاره چمتو شوي وه.

نتنیاهو ټینګار کړی، چې د لبنان په سوېل کې د اسرائیل پوځي عملیات دوام لري او د دغه هېواد ځواکونه اوس هم مخ پر وړاندې روان دي.

د لبنان په پارلمان کې د حزب‌الله استازي حسن فضل‌الله ویلي، چې دوی په ټول لبنان کې له بشپړ اوربند ملاتړ کوي؛ خو په دې شرط، چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان له خاورې ووځي.

د لبنان حکومت هم ویلي؛ له اسرائیل سره په راتلونکو خبرو اترو کې به هڅه وکړي، چې د اوربند لمن پراخه او د یوې هر اړخیزې هوکړې لپاره زمینه برابره کړي.

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ جګړه د سیمې د کړکېچونو له زیاتېدا وروسته پیل شوه او د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د پراخې مخامنتیا یوه برخه ګرځېدلې ده.

ایران ټینګار کړی، چې پر لبنان د اسرائیل د بریدونو درول د هرې هغې هوکړې له اساسي شرطونو څخه دي، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره کېږي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هر ډول اوربند باید د لبنان په ګډون د جګړې ټولې جبهې راونغاړي.

دغه راز راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو د درېدا شونتیا شته.

همدارنګه د سپاه پاسداران قدس ځواک قومندان اسماعیل قاآني د ایران د سمندري محدودیتونو د پراخېدا په اړه خبرداری ورکړی دی. دا هغه موضوع ده، چې د انرژۍ د نړیوال لېږد لارو د خوندیتوب په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

له ایران سره د هوکړې لپاره بېړه نه لرو؛ د هرمز تنګي محاصره به روانه وي – ټرمپ

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بېړه نه‌لري او په هرمز تنګي کې به د ایراني بېړیو پر وړاندې د امریکا بحري محاصره د وروستۍ هوکړې تر لاسلیک پورې روانه وي.

نوموړي زیاته کړې، دواړه لوري باید د خبرو اترو بهیر پر ځیرتیا او زغم مخ ته یوسي.

ټرامپ د یکشنبې پر ورځ په تروټ‌پانه کې لیکلي؛ امریکایي استازو ته یې سپارښتنه کړې، چې خبرې اترې له بېړې پرته پر مخ یوسي. هغه ټینګار کړی، چې په هرمز تنګي کې د ایراني بېړیو محاصره به تر هغې روانه وي، چې هوکړه «تأیید او لاسلیک» نه‌شي.

سره له دې، چې پرون ټرامپ ویلي وه؛ واشنګټن او تهران تر ډېره د سولې د یوه هوکړه‌لیک پر سر هوکړې ته رسېدلي، خو اوس د امریکا حکومتي چارواکي د وروستۍ هوکړې د ژر ترلاسه کېدا احتمال کم بولي. دغه خبرې اترې د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له پیل شاوخوا درې میاشتې وروسته هم روانې دي.

ایران ته نږدې خبري آژانس «تسنیم» راپور ورکړی، چې امریکا اوس هم په بهرنیو بانکونو کې د ایران کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدا لپاره خنډونه جوړوي.

د ټرامپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، ایران «په اصل کې» د هرمز تنګي د بېرته پرانیستو سره هوکړه کړې او په بدل کې به امریکا خپله بحري محاصره پای ته ورسوي.

د دې چارواکي د څرګندونو له مخې: تهران اوس هم چمتو دی، چې د غني شویو یورانیمو زېرمې له منځه یوسي؛ خو د دې کار د عملي کېدا جزئیات اوس هم وروستي شوي نه‌دي.

امریکایي چارواکو دا ادعا هم کړې، چې د ایران مشر مجتبی خامنه‌یي د هوکړې عمومي چوکاټ تائید کړی دی.

تهران تر اوسه دا ادعا نه‌ده تائید کړې او دا هم روښانه نه‌ده، چې «په اصل کې هوکړه» دقیقاً څه معنا لري.

د یوه بل امریکایي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ وړاندیز شوی پلان به مذاکره‌کوونکو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړي، چې د وروستۍ هوکړې پر جزئیاتو کار وکړي.

ایراني سرچینو هم رویټرز ته ویلي، ښایي د شخړو د حل لپاره داسې لارې چارې په پام کې ونیول شي لکه د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څار لاندې د غني شویو یورانیمو رقیق کول.

ایران تل د امریکا او اسرائیلو هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي او وایي، چې د یورانیمو غني کول د سوله‌ییزو موخو لپاره د دغه هېواد قانوني حق دی.

لوېدیځ هېوادونه وایي، د ایران د غني کولو کچه د عادي انرژۍ اړتیاوو څخه ډېره لوړه ده.

په امریکا کې د دغو خبرو اترو پر وړاندې د جمهوري‌پالو او ډیموکراټو سیاستوالو نیوکې هم شوې دي.

د امریکا پخواني بهرنیو چارو وزیرمایک پمپیو او ځینو ډیموکراټ سناټورانو ویلي؛ احتمالي هوکړه له ۲۰۱۵ ز.کال اټومي تړون سره ډېر توپیر نه‌لري؛ هغه تړون، چې ټرامپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال ترې وتلی و.

په همدې حال کې د احتمالي هوکړې د خبرونو له خپرېدا وروسته د نفتو نړیوالې بیې راټیټې شوې دي. سره له دې، چې د ښکېلو خواوو ترمنځ نازک اوربند روان دی.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې که د نړۍ د انرژۍ بحران ژر پای ته ونه رسېږي ښایي د هرمز تنګي له لارې د بېړیو بشپړ تګ راتګ تر ۲۰۲۷ ز.کال پورې عادي نه‌شي. په ایران، اسرائیلو او لبنان کې جګړو او متقابلو بریدونو تر اوسه زرګونه کسان وژلي او سلګونه زره نور یې بې‌ځایه شوي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!