Connect with us

تازه خبرونه

له تېرو ۲۴ ساعتونو راپه دېخوا په ۲۵ نښتو کې پاکستان ته درانده تلفات اوښتي – دفاع وزارت

هغه زیاته کړې؛ په دې نښتو کې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د پاکستان ۱۳ پوځي پوستې “له منځه تللې” دي.

خپور شوی

د

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن (سې‌شنبه د کب دولسمه) په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ ۲۵ نښتې شوې دي.

هغه زیاته کړې؛ په دې نښتو کې ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي او د پاکستان ۱۳ پوځي پوستې “له منځه تللې” دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له پاکستان سره د جګړې له پیل راپدېخوا ۱۵۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي، له ۲۰۰ څخه ډېر یې ټپیان دي او ۴۰ پوستې د افغان ځواکونو له‌خوا نیول شوې دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند «ردالظلم » عملیاتو د وروستیو جزئیاتو شریکولو لپاره په جوړه شوي رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د دفاع مشروع حق لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی؛ جګړه د اسلامي امارت لومړی غوراوی ندی او ټولې خواوې باید پوه شي، چې افغانانو په خپله خاوره کې یرغل بې ځوابه پریښی ندی.

هغه زیاته کړې: “هر هغه څوک، چې د افغانستان خاورې ته بد وګوري؛ پوزې یې په خاورو کې خښې شوې دي.”

عنایت الله خوارزمي وايي، چې اسلامي امارت پر ځلونو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي او هیچا ته به اجازه ورنکړ شي، چې دا خاوره پر نورو هېوادونو د یرغل لپاره وکاروي.

هغه زیاته کړې؛ جګړه هیڅکله د اسلامي امارت لومړی غوراوی ندی او دا اقدام یوازې د شریرو کړیو د تکراري یرغلونو او د خاورې د دفاع لپاره په ځواب کې روان دی.

د دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ردالظلم عملیات د پاکستاني پوځي رژیم د تکراري یرغلونو او د ملکي وګړو د پر نښه کولو له کبله پیل شوي دي.

د افغان ځواکونو د ځاني زیانونو په اړه د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې د پاکستاني پوځي رژیم د بریدونو له پیل راپدېخوا ۲۸ کسان “شهید” شوي او ۴۲ نور ټپیان دي. همدارنګه، په دې وخت کې د پاکستان د پوځي رژیم درې بې پیلوټه الوتکې هم ویشتل شوې دي.

په ورته وخت کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم څرګنده کړې، چې د نښتو په پایله کې ۱۱۰ ملکي وګړي “شهید” شوي او ۱۳۰ نور، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي ټپیان شوي دي.

فطرت ویلي، چې اسلامي امارت نه جګړه غواړي او نه  لومړیتوب ورکوي؛ خو که پاکستان خپل بریدونه روان وساتي، نو پر وړاندې یې جګړه اړینه مونږ ته هم ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په کابل کې د پاکستان سفارت د تړلو په اړه وویل، چې دا سفارت د دوی په لاس کې دی او که دا هېواد د افغانستان پر خاوره خپل یرغل روان وساتي، نو اسلامي امارت به خپل سفارت وتړي.

حمد‌الله فطرت دا هم زیاته کړې، چې پر ملکي تلفاتو سربېره، لوی مالي زیانونه هم اوښتي دي.

هغه ویلي: “د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې ۳۷ کورونه بشپړه ویجاړ شوي، ۲۱۶ کورونه جزوي ویجاړ دي، ۱۲ دوکانونه، ۱۹ جوماتونه، یو کلینیک او یو ښوونځی بوره او جزوي ویجاړ شوي دي.”

هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان د پوځي رژیم په بریدونو کې له ۸۰۰۰ څخه ډېر ملکي وګړي بې ځایه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم نن یوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په جګړه کې یې له ښکېلو خواوو څخه د ملکي وګړو د ساتنې غوښتنه کړې ده.

تازه خبرونه

متقي او خلیلزاد د افغانستان او امریکا د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د افغانستان د اوسني وضعیت او د کابل او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو یې خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ماښام د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د بېلابېلو برخو شته فرصتونه او د افغانستان او امریکا د اړیکو اړوند هغه موضوعات وڅېړل شول، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تعامل په پراختیا کې رول لرلی شي.

امیرخان متقي د ثبات، امنیت، اقتصادي ودې او پر ځان بساینې په برخو کې شویو پرمختګونو ته د نغوتې پر مهال ویلي، چې افغانستان اوس د پانګونې لپاره له مناسب چاپېریال څخه برخمن دی.

دغه راز زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د شته امنیت، ثبات او بیارغونې په اړه شوي پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل او د آبادۍ، اقتصادي ودې او پر ځان‌بساینې په برخو کې د ډېر پرمختګ هیله څرګنده کړه.

خلیلزاد همداراز د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پراختیا او رغنده تعامل په اړه خپل نظرونه له اړوند لوري سره شریک کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بدخشان په واخان کې یو اسټرالیایي سېلانی د زړه له درېدا مړ شو

د فخري د څرګندونو له مخې؛ دغه سېلاني، چې «چارلس» نومېده او د اسټرالیا تابعیت یې درلود، د واخان ولسوالۍ په چپاران سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

د افغان ټور دولتي شرکت مسوول ظهورالله فخري ويلي؛ یو اسټرالیایي سېلانی د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د زړه د درېدا له کبله مړ شوی دی.

د فخري د څرګندونو له مخې؛ دغه سېلاني، چې «چارلس» نومېده او د اسټرالیا تابعیت یې درلود، د واخان ولسوالۍ په چپاران سیمه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړي د دې پېښې د رامنځته کېدا د وخت او د دغه سېلاني د مړي د لېږد په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

متقي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

Published

on

Last Updated on: وږی ۱۵, ۱۴۰۵

 

د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف نن شنبه په کابل کې د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشوې.

دواړو لوریو د سیمې د وضعیت په اړه هم د نظرونو تبادله کړې او ټینګار یې کړی، چې په سیمه کې روانو بدلونونو ته پر پاملرنه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو دوام د دواړو هېوادونو پر ګټه دی.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو په اړه هم خبرې وشوې او د افغانستان او روسیې د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!