تازه خبرونه
د روزګان په د هراود کې ٣ کسان د دوه ماشومانو د قتل پر تور ونیول شول
د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سېشنبه د وري پېنځهویشتمه) د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.
د روزګان ولایت پولیسو د دې ولایت د دهراود ولسوالۍ د کلاچې د اړوند سیمې په یوه کور کې له دوه ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو پر تور د درې کسانو له نیولو خبر ورکړی دی.
د روزګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند بلال روزګاني آریانا نیوز ته ویلي؛ نن(سېشنبه د وري پېنځهویشتمه) د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د بازار د کلاچي په سیمه کي ٣ کسان له هغې وروسته ونیول، چي د یادې سیمې په یوه کور کې پرې له ٢ ماشومانو څخه د ژوند اخیستلو تور لګېدلی و.
ویل کیږي، چې یاد کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته اړوند عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
تازه خبرونه
متقي او د ایران بهرنیو چارو وزارت مرستیال پر کونسلي خدمتونو او سرحدي همکاریو خبرې وکړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ چارو مرستیال وحید جلالزاده کابل ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو، د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د کونسلۍ خدمتونو د ښهوالي او سرحدي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، متقي د افغانستان او ایران اړیکې د پراختیا پر لور وبللې او ټینګار یې وکړ، چې وګړو ته باید کونسلي خدمتونه آسانه، چټک او د منل شویو معیارونو له مخې وړاندې شي.
وحید جلالزاده هم د دواړو هېوادونو ترمنځ کونسلۍ همغږي مهمه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې له افغان لوري سره روانې خبرې به د کونسلۍ چارو د بهیر په ښهوالي او د دواړو هېوادونو د وګړو لپاره د آسانتیاوو پراختیا کې مرسته وکړي.
تازه خبرونه
جمعهخان فاتح له نظامه نه لرې شوی او نه به لرې شي
فطرت زیاته کړې، چې جمعهخان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت وايي، چې جمعهخان فاتح له اسلامي امارت څخه نه لرې شوی او نه به لرې شي. نوموړي د هغه او د حکومت د مشرتابه ترمنځ د اختلاف راپورونه «رسنیزې تبلیغات» وبلل.
فطرت زیاته کړې، چې جمعهخان فاتح د کورنیو ستونزو له کبله ونه توانېد، چې د زابل د والي د مرستیالۍ دنده ترسره کړي؛ خو ځینو رسنیو دا موضوع داسې انځور کړې، چې ګواکې د هغه او نظام ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.
لوی درستیز ټینګار کړی، چې دا ادعاوې حقیقت نهلري او موضوع یوازې د نوموړي له شخصي او کورنیو ستونزو سره تړاو لري.
هغه همداراز د جمعهخان فاتح د نیولو لپاره د ځواکونو د لېږلو راپورونه هم «دروغ او له حقیقته لرې» وبلل.
تازه خبرونه
د تهران او کابل اړیکې د پراختیا پر لوري روانې دي – ایران
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت د کونسلۍ پارلماني چارو او بهر مېشتو ایرانیانو مرستیال وحید جلالزاده د ایران او افغانستان د کونسلۍ کمېسیون د ګډې پېنځمې غونډې د جوړېدو او له افغان چارواکو سره د لیدنو لپاره کابل ته راغلی دی.
ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د کونسلۍ همکاریو، د دواړو هېوادونو د وګړو اړوند چارو او د اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرې وشي.
جلالزاده د خپل سفر پر مهال ویلي، چې د ایران او افغانستان اړیکو د تېر کال پر پرتله ښه پرمختګ او پراختیا کړې ده.
هغه زیاته کړې، دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د خپلو ګډو پولو سرحدي لارې پراخې کړي، چې له دې سره په سرحدي سیمو کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا او د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي زمینه برابره شي.
-
سوداگري5 days agoروسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه5 days agoد جبلالسراج د سمنټو د دوهیمې سترې کارخونې د جوړولو چارې پیل شوې
-
تازه خبرونه5 days agoهند او افغانستان د کرنې او مالدارۍ د همکاریو د پراختیا لپاره ګډه کاري ډله جوړوي
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
لوبی1 day agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي
-
سوداگري2 days agoاسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ
