Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان روان کړکېچ سترې سیمه‌ییزې پروژې ځنډولې دي- د روسیې سفیر

خوروف په یوه مرکه(پوډکاسټ) کې ویلي؛ د پاکستان، مرکزي آسیا او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم تر منفي اغېز لاندې راغلې دي. په ځانګړي توګه د پاکستان د درمل جوړونې سکټور زیان لیدلی دی.

خپور شوی

د

په پاکستان کې د روسیې سفیر الرت پي خوروف ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونو سیمه‌ییزې سوداګرۍ ته زیان رسولی او په سویلي او مرکزي آسیا کې یې د انرژۍ سترې او بېخبنایي پروژې ځنډولې دي.

خوروف په یوه مرکه(پوډکاسټ) کې ویلي؛ د پاکستان، مرکزي آسیا او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې هم تر منفي اغېز لاندې راغلې دي. په ځانګړي توګه د پاکستان د درمل جوړونې سکټور زیان لیدلی دی.

هغه زیاته کړې؛ د «افغان ټرانس» په ګډون اړینې بېخبنایي پروژې ځنډېدلې دي. په داسې حال کې، چې د کاسا-۱۰۰۰ او ټاپي ته ورته د انرژۍ د سترو پروژو برخلیک هم روښانه نه‌دی.

خوروف ویلي: که د دواړو لوریو غوښتنه موجوده وي؛ روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د روسیې سفیر زیاته کړې؛ د افغانستان اوسني حکومت له بندیزونو سره – سره د شتمنیو پر کنګل کېدا او سختو بانکي محدودیتونو سربېره خپل ټینګار او اغېزمنتیا ښودلې ده.

هغه وایي؛ دا حکومت کولی شي ان له رسمي نړیوال رسمیت پرته هم له سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره رغنده اړیکې وساتي.

خوروف ویلي؛ ښايي نور هېوادونه هم د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژني.

نوموړي دا هم ویلي: که لویدیځ هېوادونه د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي؛ حکومت به وکولی شي داسې بشپړ اغېزمن فعالیت وکړي، چې ان د ترهګرۍ ضد هڅو او د کډوالو د ستونزو په څېر ننګونو ته په نړیواله رسېدنه کې مرسته وکړي.

د نجونو د زده‌کړو په اړه د روسیې سفیر ټینګار کړی، چې د بشري حقونو اساسي اصول باید د افغانستان د حکومت په ګډون د ټولو لوریو له‌خوا رعایت شي؛ ځکه زده‌کړو ته لاسرسی د هېواد د اوږدمهاله پرمختګ اړتیا ده.

تازه خبرونه

د برښنا شرکت مسوولانو او په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

Published

on

په کابل کې د ایران سفارت چارسمبالي علي‌رضا بیکدلي د افغانستان برښنا شرکت له اجرائیوي رییس عبدالحق همکار سره د لیدنې پر مهال د برښنا او انرژۍ په اړه د همکاریو پر پراختیا، پانګونې، فرصتونو او ګډو پروژو خبرې وکړې.

د برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنالېږد مزي پر طرحې، نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا او د افغانستان انرژۍ پراخو پانګیزو فرصتونو بحث وشو او دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

عبدالحق همکار ویلي؛ افغانستان د انرژۍ په بېلابېلو برخو کې د پانګونې اړین ظرفیتونه لري او د کابل او تهران ترمنځ د همکاریو پراختیا کولی شي د دې سکټور له دوامدار پرمختګ سره مرسته وکړي. هغه همداراز د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا مزي پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ د تبادلې د آسانتیا لپاره یو اړین ګام وباله.

دغه راز په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست ویلي؛ هېواد یې له افغانستان سره د اقتصاد، سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته لېوالتیا لري. هغه زیاته کړې، د نوي کېدونکې انرژۍ په برخه کې د همکاریو لپاره ښه فرصتونه شته، چې کولی شي سیمه‌ییزې همکاري نوره هم پیاوړې کړي.

هغه د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس ته بلنه ورکړه، چې د تخنیکي خبرو د پرمخ بېولو او د عملي اقداماتو د چټکتیا لپاره ایران ته سفر وکړي.

د دې لیدنې په پای کې د افغانستان برښنا شرکت د بدخشان له لاجوردو جوړ شوی سوغات د ایران د سفارت چارسمبالي ته ډالۍ کړ او دواړو لوریو د همکاریو د پیاوړتیا لپاره د ناستو پر دوام او نږدې همغږۍ ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کازان کې د افغانستان او روسیې د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د افغانستان د لوړو زده‌کړو د وزیر نداء محمد ندیم پر مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ګډون درلود.

Published

on

د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې د روسیې او اسلامي نړۍ د اووه‌لسم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمیسیون لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د افغانستان د لوړو زده‌کړو د وزیر نداء محمد ندیم پر مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د روسیې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ګډون درلود.

د دې ناستې موخه د افغانستان او د فډراتیف روسیې ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي همکاریو پراختیا او د پانګونې جلبول پر ګوته شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت وزیر نداء محمد ندیم یادې ناستې ته د وینا پر مهال له ګاونډ او سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړي توګه روسیې سره د افغانستان اسلامي امارت د اړیکو پر څرنګوالي ټینګار کړی دی.

نداء محمد ندیم ویلي، چې افغانستان د یو خپلواک هېواد او د اسلامي نړۍ د یو مهم غړي په توګه له نړیوالې ټولنې سره د متوازن او مثبت تعامل غوښتونکی دی او اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو او متقابل درناوي پر اساس خپله بهرنۍ تګلاره ټاکلې او د فډراټیف روسیې له‌خوا د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنه هم د دې سیاست پایله ده.

د لوړو زده‌کړو وزیر په سیمه کې د افغانستان ځانګړي جغرافیايي موقعیت ته په نغوته کې څرګنده کړې؛ افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له مخې کولی شي د مرکزي آسیا، جنوبي آسیا او نورو سیمو ترمنځ اقتصادي اتصال رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې: «افغانستان او روسیه د ډیپلوماټیکو اړیکو نوي پړاو ته دننه شوي، چې دا د مثبت تعامل او دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو اړین ګام ګڼل کېږي او د سیاسي، اقتصادي او علمي همکاریو د پراختیا زمینه برابروي.»

دغه راز هغه د «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمې نړیوالې ناستې جوړولو ته په نغوته کې ویلي، چې نړۍ نن تر بل هر وخت زیاتو خبرو اترو، متقابل احترام، عدالت او د ګډو ګټو پر اساس همکاریو ته اړتیا لري؛ مونږ باور لرو، چې امنیت، پرمختګ او سوکالي هغه وخت ګټوره کېدی شي، چې ملکونه د مقابلې پر ځای د تفاهم او همکارۍ لاره غوره کړي.

د لوړو زده کړو وزیر د سیمه ییزو همکاریو په برخه کې ډاډ څرګند کړ، چې په راتلونکې کې به د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ نورې هم پیاوړې او اغېزناکې شي.

همداراز د روسیې د صنعت او تجارت وزارت مرستیال «الکسي ګرزو اوف» په دې ناسته کې؛ په داسې حال کې، چې په کابل کې د فډراتيف روسيې سفیر هم حضور درلود د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان اسلامي امارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د ګډ کمیسیون ناسته د افغانستان او روسیې د اقتصادي، ټرانزیټي او سوداګریزې پانګونې د پراختیا په برخو کې اړینه وبلله او د ښو پایلو هیله یې څرګنده کړه.

د غونډې په پای کې هوکړه وشوه، چې د دواړو لوریو تخنیکي ډلې به د بېلابېلو موضوعاتو د څېړنې او همکاریو د پرمختګ لپاره ګډ کار کوي.

د یادونې ده، چې د افغانستان ۱۴ کسیز پلاوی تېره ورځ د لوړو زده‌کړو وزارت د وزیر پر مشرۍ په «روسیې او اسلامي نړۍ» اوولسمه نړیواله ناسته کې د ګډون لپاره د تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته تلي دي، چې د یاد جمهوریت د مرستیال له‌خوا یې تود هرکلی وشو.

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالكبیر له سادین آی یلدیز سره د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې وکړې

د یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې نن(چهارشنبه د غویي درویشتمه) خپره شوې؛ د یلدیز له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي: «افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري او په اوس وخت کې د دولتي مرستو ترڅنګ د ترکیې ځینې نادولتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو پر پلي کولو بوخت دي.»

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالكبیر په کابل کې د ترکیې د استازولۍ له مشر سادین آی یلدیز سره په لیدنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو د پراخېدا او په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.

د یاد وزارت په هغه خبرپاڼه کې، چې نن(چهارشنبه د غویي درویشتمه) خپره شوې؛ د یلدیز له قوله لیکلي، چې نوموړي ویلي: «افغانستان د ترکیې د حکومت لپاره ځانګړی ارزښت لري او په اوس وخت کې د دولتي مرستو ترڅنګ د ترکیې ځینې نادولتي بنسټونه هم په افغانستان کې د اړمنو خلکو د مرستې او پراختیایي پروګرامونو پر پلي کولو بوخت دي.»

د یلدیز د څرګندونو له مخې؛ ترکیه له یوه باثباته او پر ځان‌بسیا افغانستان څخه ملاتړ کوي او باور لري، چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال په برخه کې اړین ځای لري.

هغه زیاته کړې، چې انقره د افغانستان د ستونزو د حل په اړه له خبرو اترو پلوي کوي او په همدې برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.

نوموړي همداراز ویلي، چې ترکیې یوازې د مالدارۍ په برخه کې د ۲۰ زره افغان وګړو لپاره د کار ویزې صادرې کړې دي او هڅه کوي د ناقانونه کډوالۍ لپاره مناسبې حللارې ومومي.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالكبیر د ترکیې له مرستو او همکاریو مننه کړې او څرګندوي؛ د کابل او انقرې اړیکې تل د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ پرمختګ کړی او هیله ده، چې دا اړیکې نورې هم نږدې او پراخې شي.

نوموړي ویلي، چې افغانستان د بشپړ امنیت او ثبات په ترلاسه کولو سره ګڼ فرصتونه لري او هڅې روانې دي، چې هېواد د سیمه‌ییز اتصال یو مهم او فعال مرکز وګرځي.

هغه د افغانستان او ترکیې د خصوصي سکټورونو پر همکاریو ټینګار وکړ او د افغان کډوالو ځینو ستونزو ته یې په نغوته کې وویل، چې اسلامي امارت د افغان کډوالو له داوطلبانه راستنېدا ملاتړ کوي.

ویل کیږي، چې مولوي عبدالكبیر یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په خبرو کې د ترکیې له منځګړیتوب څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او ترکیه یې د افغانستان دوست هېواد وباله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!