Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان بې‌اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلام‌آباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بې‌اسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونه‌لري؛ وبه‌نیول شي.

خپور شوی

د

Last Updated on: چنګاښ ۹, ۱۴۰۵

پاکستان بې‌اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې پورې له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې له دې نېټې وروسته په ټول هېواد کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې قانوني اسناد نه‌لري.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلام‌آباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بې‌اسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونه‌لري؛ وبه‌نیول شي.

د جولای له یوولسمې څخه به ولایتي ادارې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته راپورونه استوي، چې په کې به د موندل شویو بې‌اسناده افغانانو شمېر، د هغوی پر وړاندې ترسره شوي اقدامات او قانوني یا توقیفي وضعیت شامل وي.

د کورنیو چارو وزارت دا عملیات لومړیتوب بللی او د هېواد پر کچه یې په دې اړه د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.

دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.

پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې وسله‌والې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې پرله‌پسې رد کړې دي.

تازه خبرونه

د افغانستان اقتصادي وده روانه ده؛ خو د کورنیو عواید او د اوبو کمښت د اندېښنې وړ دي– نړیوال بانک

د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرله‌پسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.

Published

on

 

نړیوال بانک ويلي؛ د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۶ز.کال کې د کرنیزو حاصلاتو د ښه‌والي له کبله درې سلنه وده وکړي؛ خو د سرانه عوایدو کمښت، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د اوبو د کمښت زیاتېدا پر کورنیو فشارونه ډېر کړي دي.

د نړیوال بانک په تازه راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د افغانستان سرانه اقتصادي تولید ۳.۳ سلنه کم شوی او دا پرله‌پسې درېیم کال دی، چې سرانه تولید په کې راټیټېږي.

راپور زیاته کړې، چې د کاري فرصتونو کمښت او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د کورنیو د پېر ځواک کم کړی او شاوخوا ۱۵.۹ میلیون افغانان د ۲۰۲۶ز.کال په سپټمبر او اوکټوبر کې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ ول.

نړیوال بانک همداراز ویلي، چې افغانستان له ۲۰۰۳زږکال راپدېخوا هر کال په منځني ډول شاوخوا ۴.۹ میلیارډ مټرمکعبه د خوږو اوبو زېرمې له لاسه ورکوي او په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو زېرمو د طبیعي بیارغېدا له کچې نږدې څلور برابره زیات دي.

د دې بنسټ د اټکل له مخې؛ د افغانستان اقتصادي وده به په ۲۰۲۷ز.کال کې ۳.۳ او په ۲۰۲۸ز.کال کې ۳.۵ سلنې ته ورسېږي؛ خو له دې سره- سره به په ۲۰۲۸ز.کال کې سرانه تولید د ۲۰۲۴ز.کال پر پرتله شاوخوا اووه سلنه ټیټ وي.

د دولتي عوایدو په برخه کې، نړیوال بانک ویلي، چې د افغانستان کورني عواید د ۲۰۲۶ز. کال په لومړۍ نیمایي کې ۱۰.۲ سلنه زیات شوي دي. د کورنیو مالیاتو او غیرمالیاتي عوایدو زیاتوالي د ګمرکي عوایدو کموالی جبران کړی؛ خو له دې سره- سره عامه پانګونه اوس هم ټیټه ده او اټکل کېږي، چې په روان مالي کال کې د دولت پراختیايي لګښتونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۱.۳ سلنې ته ورسېږي.

دغه راز له پاکستان سره د لارې د تړل کېدا له کبله اوس د افغانستان شاوخوا ۹۷ سلنه واردات د منځنۍ آسیا او ایران له لارې هېواد ته راوړل کېږي. همداراز د ۲۰۲۶ز. کال له اپریل څخه تر سپټمبر پورې د افغانستان صادرات د تېر کال د همدې وخت پر پرتله ۱۵.۱ سلنه کم شوي دي.

د نړیوال بانک د څرګندونو له مخې، د اوبو کمښت د کلیوالو سیمو د اوسېدونکو معیشت هم له خطر سره مخ کړی دی. کرنه د هېواد ۴۶ سلنه کاري ځواک په ځان کې ځایوي او په افغانستان کې د اوبو د ټولو ایستلو ۹۵ سلنه برخه دې برخې ته ځانګړې شوې ده.

نړیوال بانک خبرداری ورکړی، چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت، د سوداګریزو لارو د لا زیات ګډوډېدا، د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې او د نړیوالو مرستو د کمېدا له کبله رامنځته کېدونکي وضعیت کولی شي د افغانستان اقتصادي لیدلوری کمزوری کړي.

په دې راپور کې د سوداګریزو خوندي لارو جوړول، هغو ولایتونو کې د کاري فرصتونو پراخول، چې ډېر راستنېدونکي کډوال مني او ښځو او نجونو ته د زده‌کړو او کار د بیا لاسرسي زمینه برابرول، په افغانستان کې د ژوند د کچې د ښه کېدا له لومړیتوبونو بلل شوي دي.

نړیوال بانک د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې هم د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د بنسټیزو خدمتونو پر بیا رغولو، د اوبو لګولو د سیسټمونو پر رغونې او د اوبو د زیرمو او ځمکې لاندې اوبو د زېرمو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د« افغانستان پراختیايي وضعیت تازه‌کتنه» راپور د افغانستان د اقتصاد او ټولنې په اړه د نړیوال بانک د دوامداره څېړنیزو، څارنیزو او شننیزو فعالیتونو یوه برخه ده، چې موخه یې د شواهدو پر بنسټ د پالیسۍ جوړونې ملاتړ او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د اقتصادي بدلونونو په اړه معلومات ورکول دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له مزارشریف څخه جده ته د آریانا افغان هوايي شرکت مستقیمې الوتنې پیلېږي

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدا سره به د مزارشریف او د شمال زون د ولایتونو اوسېدونکي سعودي عربستان ته د سفر لپاره له ډېرو آسانتیاوو برخمن شي او کولی شي د مزارشریف او جدې ترمنځ په مستقیم ډول تګ راتګ وکړي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۷, ۱۴۰۵

 

آریانا افغان هوايي شرکت ویلي، د شمال زون اوسېدونکو ته د ټرانسپورټي آسانتیاوو د برابرولو لپاره به له مزارشریف څخه د سعودي عربستان جده ښار ته مستقیمې الوتنې  پیل کړي.

د دغه شرکت د څرګندونو له مخې، د دې هوايي لارې له پرانیستل کېدا سره به د مزارشریف او د شمال زون د ولایتونو اوسېدونکي سعودي عربستان ته د سفر لپاره له ډېرو آسانتیاوو برخمن شي او کولی شي د مزارشریف او جدې ترمنځ په مستقیم ډول تګ راتګ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت مالیې وزیر د ایران د مازندران له کرنیزو او تولیدي مرکزونو لیدنه وکړه

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد ناصر آخوند په مازندران کې له ځايي کارخونو، د کبانو له روزنتونونو او د تازه مېوو له بسته‌بندۍ مرکزونو لیدنه کړې ده.

Published

on

 

د اسلامي امارت مالیې وزیر محمد ناصر آخوند ایران ته د خپل سفر په لړ کې مازندران ته تللی او د دې ولایت له سیمه‌ییزو چارواکو سره یې د کرنې، سوداګرۍ او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، محمد ناصر آخوند په مازندران کې له ځايي کارخونو، د کبانو له روزنتونونو او د تازه مېوو له بسته‌بندۍ مرکزونو لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مازندران چارواکو د کرنې، سوداګرۍ او نورو اړوند برخو کې له افغانستان سره د مسلکي او تخنیکي همکاریو ډاډ ورکړی دی.

مازندران د ایران په شمال کې د کسپین بحیرې ترڅنګ موقعیت لري او د دغه هېواد له حاصل‌خیزو ولایتونو څخه دی.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه ولایت پراخ لیمو او مالټې بڼونه او د کبانو ګڼ روزنتونونه لري، چې د ایران په اقتصاد کې مهم رول لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!