Connect with us

تازه خبرونه

هیڅ ګاونډ هېواد خپل بل ګاونډی له منځه وړلی نه‌شي؛ جګړه د حل لار نه‌ده – عبدالسلام حنفي

هغه دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او څرګندوي، چې په یوویشتمې پېړۍ کې جګړه د ستونزو حل نه‌دی او باید د هېوادونو سرچینې او انرژي د ویجاړولو پر ځای پر پرمختګ او ودې ولګول شي.

خپور شوی

د

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، هیڅ ګاونډ هېواد نه‌شي کولی بل ګاونډ هېواد له منځه یوسي او د اختلاف په صورت کې دواړه لوري زیانمن کېږي.

هغه دا څرګندونې په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې وکړې او څرګندوي، چې په یوویشتمې پېړۍ کې جګړه د ستونزو حل نه‌دی او باید د هېوادونو سرچینې او انرژي د ویجاړولو پر ځای پر پرمختګ او ودې ولګول شي.

عبدالسلام حنفي ویلي:« که مونږ له یو بل سره جګړه وکړو، ټوله انرژي به مو د یو بل پر ویجاړولو ولګیږي؛ ولې باید په دې پېړۍ کې خپله انرژي د ملتونو د پرمختګ لپاره ونه‌کاروو؟»

هغه د نړیوالو جګړو تجربو ته په نغوته کې ویلي: هغه هېوادونه، چې پخوا په جګړو کې ښکېل ول؛ اوس دې پایلې ته رسېدلي، چې جګړه حل نه‌ده او باید د پرمختګ او همکارۍ پر لوري حرکت وشي.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت سیاست له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او نه‌لاس‌وهنې پر بنسټ سوله‌ییز ژوند دی.

هغه زیاته کړې؛ د همدې سیاست له مخې هیڅ فرد یا ډله اجازه نه‌لري، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي او په مقابل کې هیڅ هېواد هم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نه‌لري.

حنفي همدارنګه ویلي، چې په دې نندارتون کې د کورنیو تولیداتو نندارې ته وړاندې کول د افغانستان د صنعتي ودې ښکارندویي کوي.

هغه زیاته کړې، چې څو لسیزو جګړو افغانستان له هر اړخه زیانمن کړی او اسلامي امارت د جګړې د پایلو د کمولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې کوي.

حنفي وایي؛ هڅه کېږي، چې افغانستان له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هغه بدل شي.

هغه د صنعتکارانو د ملاتړ لپاره د شاوخوا ۲۵ ډول آسانتیاوو د برابرولو یادونه کړې، چې په کې د صنعتي ځمکو وېش، د مالیاتي معافیتونو او نورو آسانتیاوو برابرول شامل دي.

هغه له پانګه‌والو غوښتي، چې د هېواد په کانونو او نورو برخو کې پانګونه وکړي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه بشپړه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره ولیدل

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

Published

on

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.

ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوي د ازبکستان له چمتووالي هرکلی وکړ او د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والي محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دي.

 

 

Continue Reading

تازه خبرونه

«غیرشرعي» غوښتنې نه‌منو- د اسلامي امارت رهبر

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.

هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

ایران کولی شي په افغانستان کې له مهمو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي – عراقچي

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ګاونډ هېوادونه د بندیزونو په شرایطو کې د دغه هېواد له مهمو اقتصادي ظرفیتونو څخه بللي او د اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

عراقچي د رضوي خراسان ولایت د ګرځندوی او لاسي صنایعو د پانګه‌والو په ځانګړې غونډه کې ویلي، چې ګاونډ هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د ایران په بهرنۍ تګلارې او اقتصادي همکاریو کې د دغه هېواد «تر ټولو ستر فرصت» بلل کېږي.

دغه راز هغه د ایران او افغانستان ترمنځ روغتیايي ګرځندوی ظرفیتونو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ایران بهرنیو چارو وزارت د افغان وګړو لپاره د ویزو په صادرولو کې کوم خنډ نه‌لري او چمتو دی، چې د روغتیايي ګرځندوی لپاره د ویزو د ورکړې بهیر آسانه کړي.

عراقچي زیاته کړې؛ د روغتیايي ګرځندوی لپاره باید ځانګړي سیسټمونه او روښانه بهیرونه رامنځته شي، چې وړ کسان وکولی شي پر ډېرو آسانیو ایران ته ولاړ شي او د بهرنیو چارو وزارت هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز د اقتصادي ستونزو د اواري لپاره د ولایتونو پر واکونو د زیاتولو ټینګار کړی او څرګندوي؛ د دغه هېواد ولسمشر هم د ولایتونو د واکونو پر پراخولو ټینګار کوي، چې ستونزې په سیمه‌ییزه کچه په چټکۍ او د ښه پوهاوي له مخې اوارې شي.

عراقچي د«ولایتي ډیپلوماسۍ» تجربې ته په نغوته کې ویلي، چې د ایران او ګاونډ هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمو کې پر ولایتي کچه آسانه او چټکې اوارېدای شي.

هغه زیاته کړې، که د رضوي خراسان او افغانستان ترمنځ پر پوله کومه ستونزه رامنځته شي؛ د دواړو خواوو د سیمه‌ییزو چارواکو له لارې یې اوارول کابل او تهران ته د موضوع له لېږدولو او د دواړو پلازمېنو ترمنځ د خبرو له پیلولو آسانه کېدای شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!