Connect with us

سیمه ییز خبرونه

امریکا پر ایران تازه بریدونه کړي؛ ایران پر کویټ او بحرین توغندیز او بې‌پیلوټه بریدونه کړي

دغه بریدونه څو ساعته له هې وروسته وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د ده پر باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور پای ته رسېدلی دی.

خپور شوی

د

د امریکا پوځ اعلان کړی، چې د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره یې پر ایران د بریدونو نوی پړاو پیل کړی دی. واشنګټن وایي، دغه بریدونه د سې‌شنبې پر ورځ په دې نړیوالې اوبلاره کې پر درې بار وړونکو بېړیو د شوي برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.

دغه بریدونه څو ساعته له هې وروسته وشول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، د ده پر باور له ایران سره لنډمهالی اوربند نور پای ته رسېدلی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ(سېنټکام) په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ ځواکونو یې پر ایران نور بریدونه هم پیل کړي، چې د هرمز تنګي د بېړیو د آزاد تګ راتګ د ګواښولو لپاره د ایران وړتیا نوره هم راکمه کړي.

سېنټکام ایران د هرمز تنګي په نړیوالې اوبلاره کې پر سوداګریزو بېړیو او ملکي عملې د وروستیو بریدونو مسوول هم بللی دی.

له دغو بریدونو وروسته د ایران د سویلي ساحل څو ښارونه ویشتل شوي او د ځینو سیمو برښنا پرې شوې ده.

دغه رتاز ایران د دوه‌یمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر کویټ او بحرین، چې د امریکا پوځي اډې په کې شته، راکټي او بې‌پیلوټه بریدونه کړي دي.

د کویټ دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونه د راکټونو او بې‌پیلوټه الوتکو په شنډولو بوخت دي. قطر هم د لنډ وخت لپاره د «لوړې امنیتي ګواښ» خبرداری ورکړ، خو څو ساعته وروسته یې وضعیت عادي اعلان کړ.

یوه امریکايي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي؛ رویټرز ته ویلي، چې د امریکا د چارشنبې بریدونه به د سې‌شنبې تر بریدونو پراخ وي.

ډونالډ ټرمپ هم په «ټروت‌پاڼه » کې لیکلي:« دا بریدونه د ایران له لوري د بېړیو د پروني بمبارډ په ځواب کې ترسره شول. که دا کړنې تکرار شي، د امریکا ځواب به ډېر سخت وي.»

د هرمز تنګی، چې د جګړې له پیل مخکې د نړۍ شاوخوا پېنځمه برخه نفت ترې لېږدېدل، اوس هم پر ایران د فشار یو مهم اهرم ګڼل کېږي. که څه هم تهران پر بېړیو د بریدونو مسوولیت نه‌دی منلی؛ خو شنونکي وایي، ایران له دې ډول اقداماتو څخه په خبرو اترو کې د خپلې معاملې د ځواک د زیاتولو لپاره کار اخلي.

د ایران لوړپوړي مذاکره کوونکي محمد باقر قالیباف په ايکس کې لیکلي: «امریکا اوس هم نه‌ده زده کړې، چې زورواکي او پر ژمنو نه درېدل نور بې‌بیې نه‌دي. په ډاګه وایم؛ که ووهئ، نو ځواب به یې هم ووینئ.»

هغه زیاته کړې:« د هرمز تنګی یوازې د ایراني ترتیباتو له مخې پرانیستل کېږي، نه د امریکا پر ګواښونو.»

د بریدونو دې نوي پړاو هغه هیلې کمزورې کړې، چې د جون پر اووه‌لسمه لاسلیک شوې هوکړه به پر تلپاتې هوکړې بدله شي او جګړه به پای ته ورسوي. دغه جګړه د فبرورۍ پر اته‌ویشتمه پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پیل شوې وه.

ټرمپ له دې مخکې، په ترکیه کې د ناټو له غونډې مخکې د دې هوکړې د برخلیک په اړه ویلي وه:« زما په اند، دا هوکړه نوره پای ته رسېدلې ده. نور نه غواړم له ایران سره خبرې وکړم.»

هغه با هم ویلي وه:« ان که له ایران سره هوکړې ته ورسېږو؛ ډاډه نه‌یم، چې هغه به پرې عمل وکړي. زه هغوی د باور وړ لوری نه‌ګڼم.»

سره له دې هم ټرمپ ویلي، چې د پراخې جګړې د بیا پیل تمه نه‌لري او اوس هم څرګنده نه‌ده، چې د دایمي هوکړې لپاره خبرې به دوام وکړي که نه.

هغه زیاته کړې:«فکر نه کوم جګړه بیا پیل شي. هر څه، چې وشي ډېر ژر به پای ته ورسېږي او په پایله کې به امنیت، په ځانګړي توګه د تېلو د بازار امنیت؛ نور هم ټینګ شي.»

له بریدونو وروسته د تېلو بیه نږدې یو سلنه لوړه شوه او د هر بېرل بیه ۷۸ اعشاریه ۸۰ ډالرو ته ورسېده؛ خو اوس هم د اپرېل د وروستیو له څه باندې ۱۲۰ ډالرو ریکارډ څخه ټیټه ده.

د ایران رسنیو راپور ورکړی، چې ډېری بریدونه د هرمز تنګي له ساحلونو تر عمان سمندر پورې سویلي سیمې ویشتل شوې دي.

بندرعباس، چې د ایران تر ټولو ستر بندر او د سمندري ځواکونو او سپاه پاسداران مهمې اډې په کې دي، او همدارنګه کنارک او چابهار، چې د پاکستان پولې ته نږدې دي؛ د بریدونو له هدفونو څخه ول.

د مهر خبري آژانس ویلي؛ د چابهار په ډېرو سیمو کې برښنا، چې د بریدونو له کبله پرې شوې وه؛ بېرته وصل شوې ده.

ایراني رسنیو هم د چابهار د سمندري ټرافیک د کنټرول برج له پر نښه کېدو خبر ورکړی دی.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، چې د ایرانشهر پر هوايي ډګر په برید کې یو اوروژونکی وژل شوی دی. پرس ټلوېزیون هم راپور ورکړی، چې امریکايي برید د ایران په شمال کې د آق‌قلا ښار ته نږدې د اورګاډي یو پُل پر نښه کړی دی.

د امریکا د تازه بریدونو له پیل مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي وه، چې دغه بریدونه د هوکړې د مادو خلاف دي؛ ځکه د هوکړې یوه ماده د هرمز تنګي د بېړیو د خوندي تګ راتګ د میکانیزم د ټاکلو مسوولیت ایران ته سپاري.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمیسیون ویاند هم ویلي وه، چې د تهران د غچ اخیستونکو غوراویو له ډلې د اټومي وسلو د نه خپرېدا له تړون څخه وتل، د اټومي تګلارې بدلون او د باب‌المندب تنګي تړل شامل دي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم امنیت شورا ته په یوه لیک کې امریکا د« ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو ژمنو پر ښکاره سرغړونې » تورنه کړې او څرګندوي، چې د واشنګټن بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه ماته کړې ده.

سیمه ییز خبرونه

سوریه د حوثیانو پر وړاندې په جګړه کې سعودي عربستان ته خپله پوځي مرسته ارزوي

د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.

Published

on

 

رویټرز خبري آژانس د سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې سوریه له حوثیانو سره د سعودي عربستان د جګړې د زیاتېدا هم‌مهاله؛ دې هېواد ته د پوځي مرستې پر وړاندې کولو غور کوي.

د امریکا یوه چارواکي او یوه سوریایي پوځي چارواکي رویټرز ته ویلي، چې په ارزول کېدونکو غوراویو کې د سعودي عربستان د حوثیانو له بریدونو څخه د ساتنې لپاره دفاعي مرستې او یا هم د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن له ځواکونو سره د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو لپاره د سوریایي ځواکونو لېږل شامل دي.

امریکایي چارواکی وایي: سعودي عربستان له سوریې غوښتي، چې د حوثیانو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځواکونه ولېږي؛ خو د سوریې د ولسمشر د رسنیو سلاکار احمد زیدان دا ادعا رد کړې ده.

یوه سوریایي ډیپلومات ویلي، سوریه د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان ترڅنګ ولاړه ده؛ خو د سوریې د حکومت اصلي تمرکز پر کورنیو لومړیتوبونو، په ځانګړي ډول له کورنۍ جګړې وروسته د هېواد پر بیا رغونه دی.

دې ډیپلومات ویلي:« که سعودي عربستان د هر ډول پوځي همکاریو یا د تجربو د تبادلې غوښتنه وکړي، دا همکاری به یوازې د رسمي لارو او د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو د تنظیموونکو دوه‌اړخیزو هوکړو په چوکاټ کې ترسره شي.»

سعودي عربستان له حوثیانو سره په نوې جګړه کې پر خپلې خاورې د دغې ډلې له څو اوونیو راکټي او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو وروسته؛ له امریکا او اروپا څخه نیولې تر منځني ختیځ هېوادونو پورې له بېلابېلو هېوادونو د دفاعي او یرغلیزو ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په جګړه کې د ځمکنیو عملیاتو مشري د یمن د حکومت د بېلابېلو ځواکونو له‌خوا کیږي او سعودي عربستان یې هوايي ملاتړ کوي. دغو ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د عملیاتو له پیل راپدېخوا یوازې محدود پرمختګ کړی دی.

د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سې‌شنبې پر ورځ ریاض ته سفر وکړ او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې وکتل.

امریکایي چارواکي ویلي، دواړو لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ سعودي عربستان ته د سوریې د احتمالي پوځي مرستې په اړه هم خبرې کړې دي.

د سوریې دولتي رسنیو د احمد الشرع د بېرته ستنېدا پر مهال د هغه د بدرګې انځورونه خپاره کړي، چې په کې د سعودي عربستان دفاع وزیر او د دغه هېواد د ولیعهد ورور خالد بن سلمان هم هغه تر الوتکې پورې بدرګه کوي. خالد بن سلمان د یمن د قضیې مسوولیت هم پر غاړه لري.

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د یمن دولتي ځواکونو د باب‌المندب تنګي شاوخوا سیمې بېرته ونیولې

د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.

Published

on

 

د یمن دولتي ځواکونو د دوشنبې پر ورځ د سعودي عربستان پر ملاتړ د باب‌المندب سټراټیژیک تنګي شاوخوا ساحلي سیمې د حوثیانو له ولکې وایستلې او تر المخا ښار پورې ورسېدل.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د یمن حکومت ویلي، دولتي ځواکونو د سعودي عربستان د هوايي بریدونو پر ملاتړ د المخا ښار تر څنډو ځان رسولی او حوثي جنګیالي غرنیو سیمو ته شاتګ کړی دی.

د یمن دفاع وزارت هم د دغه ښار له سقوط خبر ورکړی دی.

که دا تائید شي ښايي د سرې بحیرې پر مهمې لارې د حوثیانو ولکه راکمه کړي؛ هغه لار، چې د هرمز تنګي له تړل کېدا سره یوځای یې د انرژۍ بازارونه هم اغېزمن کړي دي، خو حوثیان اوس هم په نورو سیمو کې له خپلو مورچلو څخه پر بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو د برید امکان لري.

حوثیانو ادعا کړې، چې په سعودي عربستان کې یې پر څو هدفونو بریدونه کړي؛ په ریاض کې د ملک خالد هوايي ډګر، په رابغ کې د ارامکو چاڼ‌خونه، د ابها هوايي ډګر او د خمیس مشیط پوځي اډه هم تر بریدونو لاندې راغلي دي.

د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف هم په حدیده ولایت کې د سمندري عملیاتو له ترسره کولو خبر ورکړی دی.

دولتي ځواکونو له دې مخکې باب‌المندب تنګي ته څېرمه د ذباب ولسوالۍ مهمې سیمې، چې یوهوايي ډګر هم په کې دی؛ نیولی و.

دغه راز حوثیانو د تعز ښار په شاوخوا کې د پرمختګ ادعا کړې ده.

د یمن د حکومت پوځي سرچینې وايي، دغې ډلې د یوې غرنۍ لارې یو شمېر برخې نیولي او د تعز–عدن لاره یې تړلې ده؛ خو یوه دولتي چارواکي دا ادعا رد کړې ده.

د جګړو زیاتېدا په یمن کې بشري کړکېچ نور هم سخت کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ویلي، چې د جګړې له بیا پیل راپدېخوا شاوخوا ۱۸۴ زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د دوشنبې پر ورځ په ریاض کې یوې بېړنۍ هوکړې ته رسېدلي، چې د «مکې دفاعي تړون» له مخې به په سعودي عربستان کې ځواکونه او پوځي تجهیزات ځای پر ځای کوي. دمکې تړون، چې په اګست کې لاسلیک شوی؛ د هر یوه هېواد پر وړاندې وسله‌وال برید د ټولو درې هېوادونو پر وړاندې برید ګڼي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د یمن حکومت د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل

د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسله‌وال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.

Published

on

د سعودي عربستان پر ملاتړ د یمن پر رسمیت پېژندل شوي حکومت اعلان کړی، چې د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د بېرته نیولو لپاره یې پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.

د یمن د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا مشر رشاد العلیمي په ټلویزیوني وینا کې څرګنده کړې، وسله‌وال ځواکونه به دغه عملیات« د هېواد د ترهګرې ډلې له منګولو د آزادولو» تر وخته دوام ورکړي.

د حکومت پوځي ویاند هم له حوثیانو غوښتي، چې خپلې وسلې پر ځمکه کېدي.

حوثیانو له ۲۰۱۴ز. کال راپدېخوا د یمن پلازمېنه صنعا او د هېواد د شمال لویدیځې برخې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلي دي. په دغو سیمو کې د یمن ډېری وګړي ژوند کوي.

د یمن حکومت د عملیاتو د پیل اعلان داسې مهال کړی، چې حوثیانو ویلي، د بالسټیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر مټ یې په ریاض او خریص کې د سعودي عربستان د ارامکو د تېلو شرکت تاسیسات پر نښه کړي دي.

حوثیانو ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې پراخې اورلګېدنې رامنځته شوې او دا بریدونه یې په یمن کې د سعودي عربستان پر مشرۍ د ځواکونو د تېرو ۱۲ ساعتونو د ۵۰ هوايي او توغندیزو بریدونو په غبرګون کې کړي دي. سعودي عربستان تر اوسه دغه ادعا تائید کړې نه‌ده

العلیمي ویلي؛ حکومت هغه مهال د پوځي عملیاتو پرېکړه وکړه، چې د کړکېچ د کمولو ټولې هڅې ناکامې شوې. نوموړي د سعودي عربستان له ملاتړ مننه کړې او له سیمه‌ییزو متحدانو او نړیوالو شریکانو یې غوښتي، چې د ولسمشرۍ د رهبرۍ شورا او اړوند ادارو ملاتړ وکړي.

دغه راز، رویټرز د سیمه‌ییزو او لویدیځو چارواکو له قوله ویلي، سعودي عربستان او د هغه یمني متحدان د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د دغو چارواکو د څرګندونو له مخې، سعودي عربستان به هوايي عملیات رهبري کړي او یمني ځواکونه به پر ځمکه جګړه کوي.

حوثیانو تېره میاشت د باب‌المندب سټراټیژیکه تنګي او د سرې بحیرې شاوخوا ۱۵۰ کیلومټره ساحلي سیمه هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده. د دوی دغه پرمختګ د سرې بحیرې له لارې ورته د نړیوالې سوداګرۍ پر یوه مهمه اوبلار د فشار لپاره ډېر امکانات برابر کړي دي.

د جګړې په ډګر کې د حوثیانو وروستي پرمختګونه د تعز ښار شاوخوا سیمو ته هم غځېدلي دي.

پوځي سرچینې وايي، حوثیانو په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د تعز ښار ته نږدې په سټراټیژیکو لوړو سیمو کې پرمختګ کړی او د تعز او عدن ترمنځ وروستۍ مهمې لارې ته نږدې شوي دي.

د دغې لارې له کنټرولولو سره حوثیان کولی شي تعز ښار عملي محاصره کړي. تعز د یمن درېیم لوی ښار دی او سلګونه زره ملکي وګړي په کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تېره اوونۍ ویلي، د یمن په ځینو سیمو کې له هرو څلورو کورنیو درې له لوږې سره مخ دي. د جګړو زیاتېدا لسګونه زره کسان بې‌ځایه کړي او میلیونونو کسانو ته یې د خوړو او نورو اړینو توکو رسونه هم له خنډ سره مخ کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!