روغتيا
د عامې روغتیا وزیر د «ګاوي» له استازو سره د واکسین پر پراختیا خبرې وکړې
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي په کابل کې د واکسین او معافیت نړیوال یووالي(ګاوي) د افغانستان د دفتر له مشرې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف له استازو او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې جلالي د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا، د عادي واکسیناسیون د بهیر د پیاوړتیا، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو او د ګاوي له لوري د ترسره کېدونکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
هغه د شري، پولیو او نورو ساري ناروغیو پر وړاندې مبارزه د وزارت له مهمو لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل، چې د وقایوي خدمتونو ترڅنګ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره هم هڅې روانې دي.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، د واکسین او روغتیا ملي سټراټیژۍ به ژر وروستۍ او د پلي کېدا لپاره اړوند بنسټونو ته وړاندې شي.
دغه راز د ګاوي، د روغتیا نړیوالې ټولنې او یونیسف استازو خپل نظرونه شریک کړل او ډاډ یې څرګند کړ، چې په یادو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ویل کیږي، چې افغانستان اوس هم د ګاوي له لومړیتوبونو څخه دی او دغه بنسټ به د روغتیا او معافیت په برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې او همکاري روانه ساتي.
روغتيا
روسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي
دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.
روسي رسنیو راپور ورکړی، چې روسي شرکت «فارماسینتز» څرګندوه کړې، چې ډېر ژر به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي او په دې اړه یې له افغانستان عامې روغتیا وزارت سره اړینې هوکړې کړې دي.
دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.
د شرکت د څرګندونو له مخې، انسولین، انټيبیوټیکونه او د زړه او سرطاني ناروغیو اړوند درمل په افغانستان کې له ډېرو غوښتل شویو درملو څخه دي، چې د دې شرکت د تولیداتو په نوملړکې راغلي دي.
د فارماسینتز ګروپ په ۱۹۹۷ز.کال کې د روسیې په ایرکوتڅک ښار کې د هنديالاصله سوداګر «ویکرام پونیا» لهخوا جوړ شوی او اوس له ۳۰۰ څخه ډېر بېلابېل ډوله درمل تولیدوي. دغه شرکت د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې اووه تولیدي مرکزونه لري.
فارماسینتز اوسمهال خپل درمل تر ډېره قزاقستان، ازبکستان او بېلاروس ته صادروي، چې له دې مخکې یې په میانمار او دومینیکن جمهوریت کې هم فعالیت درلود.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا د روسیې لومړنی ستر درمل جوړوونکی شرکت دی، چې د افغانستان بازار ته داخلیږي.
په راپور کې ویل شوي؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې د درملو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ و او له پاکستان سره کړکېچونو، چې افغانستان ته د درملو د وارداتو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي وضعیت نور هم سخت کړی دی.
کارپوهانو ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار تر ډېره له پاکستان، ایران، هند او د منځني ختیځ له هېوادونو وارداتو پورې تړلی دی، او نوي شرکتونه به د درملو ثبت، لېږد، مالي ورکړو او د بازار سیالۍ په څېر ننګونو سره مخ شي.
تازه خبرونه
افغانستان د ولاديفیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږونناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.
په ایکسپاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږونناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښهوالي لامل ګرځي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.
د زېږونناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.
تازه خبرونه
د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ واکسین دوهیم پړاو پیل کړ
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ د ۲۰۲۶ ز.کال د ګوزن یا پولیو واکسین دوهیم فرعي ملي کمپاین پیل شوی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.
دا کمپاین به د می له اتهلسمې څخه تر یوویشتمې پورې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ، شمال او شمال ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې تطبیق شي. همدارنګه، په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به دا بهیر د مې له نولسمې څخه تر دوهویشتمې روان وي.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي؛ وزارت یې په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس د مخنیوي لپاره ژمن دی او د دې ناروغۍ تر پوره له منځه وړلو پورې به د واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه روان ساتي.
هغه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او بانفوذه کسانو غوښتي، چې د واکسین له ډلو ملاتړ وکړي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره همکاري وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی؛ پولیو یوه ویروسي او نه رغېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي.
دغه وزارت له کورنیو او والدینو غوښتي، چې خپل ټول تر پېنځه کلونو عمر لرونکي ماشومان د ګوزڼ واکسین د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو او ډلو ته وروړي.
-
تازه خبرونه3 days agoهند افغان ځوانانو ته زر آنلاین تحصیلي بورسونه ځانګړي کړي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoد ایران او امریکا د کړکېچ نوي پړاو پیل شو
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي همکارۍ ټولنې او د اسلامي نړۍ د پیوستون ټولنې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
International Sports1 day agoاسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي
-
لوبی2 days agoد افغانستان د غېږنیونې غوره لیګ لومړي پړاو ته اووه ورځې پاتې دي
-
سوداگري3 days agoاسلامي امارت په څلورو برخو کې د مالیې ۵۰ سلنه تخفیف اعلان کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي – یونیسف
-
تازه خبرونه3 days agoد ۱۴۰۵ کانکور د مخکښانو ستاینه وشوه
