Connect with us

تازه خبرونه

اووه خصوصي پوهنتونونه د یوه کال لپاره ځنډېدلي؛ د دوه نورو جوازونه لغوه شول

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.

خپور شوی

د

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د سرغړونو او اداري نیمګړتیاوو له کبله د اووه خصوصي پوهنتونونو فعالیتونه د یوه کال لپاره وځنډول او د دوه نورو پوهنتونونو د فعالیت جوازونه یې لغوه کړل.

دغه وزارت ویلي، چې دا پرېکړه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د پسرلني سمسټر پر مهال په ټول هېواد کې د خصوصي پوهنتونونو له ارزونې او څېړنې وروسته شوې ده.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، په نهه خصوصي پوهنتونونو کې له څو ځله خبرداریو او د ستونزو د اواري له سپارښتنو سره – سره ستونزې موندل شوې دي.

یاد وزارت ویلي، د رهبرۍ شورا له لوري ټاکل شوې کمیټې د دغو پوهنتونونو فعالیتونه بیا ارزولي او د فعالیتونو د ځنډولو او جوازونو د لغوه کولو سپارښتنه یې کړې، چې وروسته د شورا له‌خوا تصویب شوې ده.

هغه اووه پوهنتونونه، چې فعالیتونه یې د یوه کال لپاره ځنډول شوي؛ په جوزجان کې برلاس، په بلخ کې  راه سعادت او ترکستان، په بدخشان کې  ازهر او برنا، په فاریاب کې رشاد او په کابل کې پیام پوهنتونونه دي.

د کندوز کهندوز او د تخار خانه دانش پوهنتونونو د فعالیت جوازونه هم لغوه شوي دي.

دغه راز د دغو پرېکړو لپاره د بېلابېلو سرغړونو یادونه شوې، چې په کې د مناسبو علمي او اداري مسوولینو، لکه د پوهنتون د رییس، علمي مرستیال، د محصلانو چارو مرستیال او د پوهنځیو د رییسانو نشتوالی شامل دي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، چې په ځینو پوهنتونونو کې«خیالي محصلان» شامل ول، چې په نوملړونو کې د شامل محصلانو او په ټولګیو کې د حاضرېدونکو په توګه ثبت شوي وه؛ خو ټولګیو ته نه حاضرېدل.

له نورو سرغړونو څخه د سمسټر په لومړیو ۱۰ اوونیو کې د ټولګیو د حاضریو د ثبت نشتوالی او هغو محصلانو ته د وروستیو آزموینو اجازه ورکول شامل دي، چې د کمې حاضرۍ له کبله یې زده‌کړو ته د دوام اجازه نه‌درلوده.

د وزارت د څرګندونو له مخې، دغو زده‌کړیالانو(محصلانو) ته نمرې ورکړ شوي او لوړو سمسټرونو ته د تګ اجازه هم ورکړ شوې ده.

وزارت دا هم ویلي، ځینې پوهنتونونه د عملي زده‌کړو لپاره اړین لابراتوارونه، وسایل او توکي هم نه‌لري او هغه درسي نصاب نه تدریسوي، چې وزارت تصویب کړی دی.

په طبي پوهنځیو کې، چې د زده‌کړو ډېره برخه یې باید په روغتونونو کې عملي شي، پلټونکو د خپلو لیدنو پر مهال په روغتونونو کې هیڅ زده‌کړیال نه‌دی موندلی.

وزارت همدارنګه ادعا کړې، چې د هغو دوه پوهنتونونو د حاضریو په پاڼو کې لاس‌وهنه شوې، چې جوازونه یې لغوه شوي دي. دغه راز ځینې زده‌کړیالان، چې د ټول سمسټر په اوږدو کې ټولګیو ته  حاضر شوي نه‌ول؛ د حاضریو په بدلو شویو پاڼو کې حاضر ثبت شوي وه.

تازه خبرونه

په واخان دهلیز کې« د ورېښمو لارې» د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

Published

on

د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس امان‌الله چهره ويلي، د «ورېښمو لارې» د سړک جوړولو پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له‌خوا پلې شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه سړک ټولټال ۱۲۱،۱۳ کیلومټره اوږدوالی لري، چې د برغل له سیمې پیلېږي او د چین تر پولې پورې د بزای ګنبد سیمې ته غځېدلی دی.

هغه زیاتوي؛ د دغه سړک د جوړولو چارې په تېرو پېنځه کلونو کې پرمخ تللي او اوس یې چارې بشپړې پای ته رسېدلې دي.

چهره زیاته کړې؛ د نقشې او ډیزاین له مخې د دغه سړک سور له اووه څخه تر ۱۰ مټرو پورې دی او په اوږدوالي کې یې درې ستر پلونه جوړ شوي دي. یو پل د چین پولې ته نږدې، بل د بزای ګنبد په سیمه او درېیم پل د برغل په سیمه کې جوړ شوی، چې د هر یوه اوږدوالی شاوخوا ۲۰ څخه تر ۲۲ مټرو پورې دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغه سړک په اوږدو کې ګڼ شمېر د اوبو تېرولو واړه پلچکونه هم جوړ شوي، چې روانې اوبه په مناسبه توګه له سړک څخه واوړي.

ویل کیږي، چې دغه سړک به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د مهاجرینو وزیر د یوناما له مرستیال سره د راستنېدونکو پر وضعیت خبرې وکړې

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.

Published

on

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي(یوناما) د بشري مرستو له مرستیال برونو لیمارکي سره لیدلي او د راستنېدونکو د وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ویلي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د راستنېدونکو وضعیت ارزولی او د هغوی د اړتیاوو په اړه یې معلومات راټول کړي دي.

برونو لیمارکي ټینګار کړی، چې د راستنېدونکو وضعیت ته رسېدنه او د هغوی د مېشتولو لپاره د زمینې برابرول د ملګرو ملتونو د ادارو او اسلامي امارت ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو ادارې اوس‌مهال له زرګونو اړمنو کورنیو سره مرستې کوي او دا لړۍ باید پراخه شي.

د یوناما مرستیال ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه وکړي او یوناما د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره همکارۍ ته چمتو ده.

په همدې حال کې، مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې او څرګندوي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو د ستونزو د اواري لپاره بېلابېلو ادارو ته دندې سپارلې دي.

هغه له مرستندویو ادارو غوښتي، چې له راستنېدونکو کورنیو سره خپلې مرستې روانې وساتي.

هغه زیاته کړې؛ د زرګونو کورنیو، چې په هېواد کې دننه بې‌ځایه شوې دي، د مېشتولو لپاره هم یو پروګرام د پلي کېدو په حال کې دی.

د مهاجرینو وزیر همداراز ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیت لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې شوې دي او اسلامي امارت د یوناما له بشري همکاریو هرکلی کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ پر روان ساتلو ټینګار وکړ

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د افغانستان د تماس ډلې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د یو اتیاومې غونډې په څنډه کې د افغانستان د بشري او پراختیايي وضعیت په اړه خبرې وکړې او له دې هېواد سره یې د نړیوالې ټولنې د مرستو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړلې.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد شیخ احمد په دې غونډه کې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره د دغه ټولنې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، د اسلامي همکاریو ټولنې تګلاره د افغانستان له واکمنو چارواکو سره پر تعامل او عملي همکاریو ولاړه ده، چې باید د افغانستان د خلکو د ګټو او د بشري فعالیتونو د دوام لپاره وي.

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي همداراز په کابل کې د دې ټولنې د پلاوي او سیمه‌ییز دفتر له لارې د ترسره کېدونکو فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او وایي، چې د نجونو زده‌کړې، روغتیا او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا د دغو فعالیتونو له مهمو برخو څخه دي.

د اسلامي همکاریو ټولنې د افغانستان تماس ډلې په دې غونډه کې د افغانستان وروستي بشري او پراختیايي وضعیت او د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ د زیاتولو لارې هم وڅېړلې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!