تازه خبرونه
په هرات کې د یوناما دوه افغان کارکوونکي نیول شوي ملګري ملتونه
هغه وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو ته د دغو دوه کسانو د نیول کېدا د لامل په اړه معلومات ورکړ شوي نهدي او د ملګرو ملتونو استازو ته هم اجازه ورکړ شوې نهده، چې له هغو سره وګوري.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق وايي، چې د یکشنبې پر ورځ د اګست پر نهمه د اسلامي امارت لهخوا په هرات ښار کې د افغانستان د مرستندویه پلاوي(یوناما) دوه افغان کارکوونکي نیول شوي دي.
هغه وايي، تر اوسه د ملګرو ملتونو ته د دغو دوه کسانو د نیول کېدا د لامل په اړه معلومات ورکړ شوي نهدي او د ملګرو ملتونو استازو ته هم اجازه ورکړ شوې نهده، چې له هغو سره وګوري.
فرحان حق ویلي: “یوناما له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو او د هغو د چارواکو د امتیازاتو او معافیتونو اطاعت ډاډمن کړي.”
هغه زیاته کړې؛ یوناما د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د واضح حکم لاندې کار کوي او د توقیفونو په اړه له واکمنو چارواکو سره په اړیکه کې دی.
د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د وضعیت په اړه تبصره نهده کړې.
تازه خبرونه
د افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
یوناما د اسلامي امارت د واکمنۍ د پېنځمې کلیزې په درشل کې څرګنده کړې؛ د جګړو او نښتو کمېدا د ډېرو افغانانو ژوند ښه کړی او د بیارغونې، پرمختګ او له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوي پلاوي( یوناما) ویلي، په هېواد کې امنیتي وضعیت ښه شوی، خو اوس هم لویې ستونزې شته، چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ مخه نیسي.
یوناما د اسلامي امارت د واکمنۍ د پېنځمې کلیزې په درشل کې څرګنده کړې؛ د جګړو او نښتو کمېدا د ډېرو افغانانو ژوند ښه کړی او د بیارغونې، پرمختګ او له سیمهییزو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندیز هم د اسلامي امارت له مثبتو اقداماتو څخه بللی دی.
د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون ویلي، چې افغانان له کلونو جګړو وروسته سولې او امنیت ته ډېر ارزښت ورکوي؛ خو د ښه راتلونکي لپاره یوازې د جګړې پای ته رسول بسنه نهکوي.
د یوناما په خبرپاڼه کې دا هم راغلي؛ پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه، امنیتي ستونزې او ترهګریزې اندېښنې اوس هم د افغانستان له مهمو ستونزو څخه دي.
هغې ویلي، افغانستان داسې یوې ټولنې ته اړتیا لري، چې د ټولو خلکو حقونه په کې خوندي وي او ټول افغانان وکولی شي په ټولنیز، اقتصادي او عامه ژوند کې ونډه واخلي.
یوناما له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه راکم کړي او هغوی ته د زدهکړې، کار او په ټولنه کې د ګډون زمینه برابره کړي.
دې بنسټ له اسلامي امارت څخه غوښتي، چې د خلکو له بنسټیزو حقونو او آزادیو ساتنه وکړي او د ترهګرۍ او امنیت په اړه اندېښنو ته ځواب ووايي.
ملګرو ملتونو ویلي، پر ښځو او نجونو محدودیتونو، پر ټولنیزو زیانونو سربېره د افغانستان اقتصاد ته هم زیان رسولی او په هېواد کې یې نړیوالې همکارۍ او پانګونې له ستونزو سره مخ کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د بیان پر آزادۍ، مدني فعالیتونو، بشري مرستندویه ادارو او د ښځو پر کار محدودیتونو هم له افغانستان سره د مرستو رسولو او همکاریو بهیر ستونزمن کړی دی.
یوناما ټینګار کړی، چې ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ز.کال راپدېخوا له افغانانو سره خپلې همکارۍ روانې ساتلي او د بشري مرستو، بنسټیزو خدمتونو، سیاسي چارو او بشري حقونو په برخو کې یې فعالیت کړی دی.
دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې هم غوښتي، چې له افغانستان سره تعامل او همکاري روانه وساتي او د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره له افغانانو ملاتړ وکړي.
یوناما وايي، وروستی هدف دا دی، چې افغانستان په یوه سولهییز او باثباته هېواد بدل شي، له ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او بېرته په بشپړه توګه له نړیوالې ټولنې سره یوځای شي.
تازه خبرونه
مولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت مراسمو ته وبلل شو
دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ته بلنه ورکړې، چې د زمري د څلیریشتمې په مناسبت د سفارت په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
دا بلنه د شکیب او فضل الرحمن د لیدنې پر مهال ورکړ شوې ده.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان پر اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې د کابل او اسلامآباد اړیکې اوس هم له تاوتریخوالي او ستونزو سره مخ دي. دواړو لوریو د دوهاړخیزې همکارۍ د پراختیا او د شته کړکېچونو د کمولو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.
شکیب او فضل الرحمن د سیمې پر امنیت د اغېز لرونکو وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کړي او د دواړو ګاونډ هېوادونو ترمنځ یې د ډېرو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د افغانستان سفیر او د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په داسې شرایطو کې، چې د دواړو هېوادونو اړیکې له پرلهپسې کړکېچونو سره مخ دي؛ د اړیکو د لارو د پرانیستې ساتلو او د کابل او اسلامآباد ترمنځ د تعامل د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
په دې کتنه کې د همکاریو پر پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو د لارو چارو پر بحث راوڅرخېدل.
تازه خبرونه
فارغ شویو محصلانو ته د اسلامي امارت د رهبر پیغام؛ له اسلامي ارزښتونو دفاع وکړئ
د لوړو زدهکړو وزارت د اسلامي امارت د رهبر دغه پیغام نن چارشنبه د کابل پوهنتون د شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې ولوست.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د کابل پوهنتون له فارغ شویو زدهکړیالانو(محصلانو) غوښتي، چې له اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو دفاع وکړي او په هیڅ ډول شرایطو کې له خپل دین او مذهب څخه لاس وانخلي.
د لوړو زدهکړو وزارت د اسلامي امارت د رهبر دغه پیغام نن چارشنبه د کابل پوهنتون د شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې ولوست.
په پیغام کې د والدینو او استادانو پر درناوي هم ټینګار شوی او له زدهکړیالانو غوښتل شوي، چې په ورځني ژوند کې تقوا، اخلاص، رښتینولي او امانتداري په پام کې ونیسي.
په پیغام کې له استادانو هم غوښتل شوي، چې زدهکړیالان له عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي پلوه سم وروزي؛ د هغوی ظاهري بڼې او سیرت ته پاملرنه وکړي، یووالي ته یې راوبولي او د هغوی د اخلاقي روزنې لپاره هڅې وکړي.
د یادونې ده، چې په ۱۴۰۵لمریز کال کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۸۰ څانګو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالان فارغ شوي دي.
-
تازه خبرونه5 days agoروسي شرکتونه په افغانستان کې د برښنايي وسایلو پر تولید پانګونه کوي
-
تازه خبرونه4 days agoروسیه د افغانستان له لارې هند سمندر ته د اوسپنېپټلۍ بدیله لار جوړول ارزوي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoد ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان دفاعي تړون د ناټو پېنځمې مادې ته ورته دی -هاکان فیدان
-
تازه خبرونه4 days agoپه بلوڅستان کې د پاکستان ملاتړې ډلې له افغان پخوانیو امنیتي ځواکونو ګټه اخلي – راپور
-
لوبی4 days agoافغانستان ۲۰۲۷ کرکټ نړیوال جام ته لار وموندله
-
تازه خبرونه3 days agoایران په تېرو پېنځه میاشتو کې له ۲۰۰ زره ډېر بېاسناده افغانان ایستلي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoایران د هرمز تنګي د پرانیستې لپاره امریکا ته خپل شرطونه وړاندې کړل
-
نړۍ4 days agoد جو بایډن سرطان نورو برخو ته خپور شوی او ډېر درد لري – بایډن زوی
