Connect with us

نړۍ

امریکا په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه وځنډوله

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، دې وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د روزنې نوی پروګرام پیل کړی دی، چې د پلي کېدا لپاره به یې د ویزې د خدمتونو مهال‌وېش بدل شي.

خپور شوی

د

 

د کډوالۍ د سختو کړنو په اړه د امریکا حکومت په ټوله نړۍ کې د ویزې مرکه لنډمهالې درولې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، دې وزارت په ټولو امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې د روزنې نوی پروګرام پیل کړی دی، چې د پلي کېدا لپاره به یې د ویزې د خدمتونو مهال‌وېش بدل شي.

ټرمپ د خپلې دوه‌یمې ولسمشرۍ پر مهال د کډوالۍ په اړه سخته تګلاره غوره کړې؛ دا پروګرام د کډوالو جبري ایستل، د ویزو او شینو کارتونو لغوه کول او د بېلابېلو دلایلو له مخې د ځینو کډوالو د غوښتنلیکونو ردول رانغاړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ له دې روزنې موخه د قونسلګرۍ له کارکوونکو سره مرسته ده، چې د ویزې غوښتنلیکونه پوره وڅېړي او هغه غوښتونکي وپېژني، چې ښايي په راتلونکي کې د امریکا پر دولتي مرستو متکي شي.

فایننشل ټایمز مخکې راپور ورکړی؛ د کډوالۍ د ویزو ځینو هغو غوښتونکو، چې په امریکايي سفارتونو او قونسلګریو کې یې د مرکې وخت اخیستی و؛ برېښنالیکونه ترلاسه کړي او د خپلو مرکو د وخت له بدلون څخه خبر شوي دي.

د دې ورځپاڼې د څرګندونو له مخې، د مرکو نوې نېټې به وروسته اعلان شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کیږي، چې د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې له حقوقي مخالفتونو سره هم مخ دي.

یوه امریکايي قاضي د جمعې پر ورځ د ۷۵ هېوادونو د غوښتونکو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو ځنډول لغوه کړل او څرګندوي، چې دا اقدام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له قانوني واک څخه اوښتی دی.

د بشري حقونو ډلو هم د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ تګلارې تبعیضي بللې او ویلي یې دي، چې دا اقدامات د بیان پر آزادۍ او د کډوالو پر قانوني حقونو اغېز کولی شي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ز.کال د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې له ناقانونه کډوالۍ سره به مبارزه کوي؛ خو حکومت یې د دې ترڅنګ د قانوني کډوالۍ ځینې بهیرونه هم سخت کړي دي.

نړۍ

د امریکا د استخباراتو مشر د خبرو لپاره روسیې ته سفر کړی

که دا سفر تائید شي؛ نو دا به د ۲۰۲۱ز.کال په نومبر کې د راټکلیف د مخکیني مشر ویلیام برنز له سفر وروسته مسکو ته د امریکا د استخباراتو د یوه مشر لومړنی معلوم سفر وي. برنز هغه مهال له ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې وې.

Published

on

امریکايي رسنیو د ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې(سي‌آی‌ای) مشر جان راټکلیف د سې‌شنبې پر ورځ د روسي چارواکو د لیدنې لپاره مسکو ته تللی دی.

که دا سفر تائید شي؛ نو دا به د ۲۰۲۱ز.کال په نومبر کې د راټکلیف د مخکیني مشر ویلیام برنز له سفر وروسته مسکو ته د امریکا د استخباراتو د یوه مشر لومړنی معلوم سفر وي. برنز هغه مهال له ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې وې.

سي‌بي‌اس نیوز او اکسيوس د راټکلیف له سفر خبر ورکړی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې نوموړي له چا سره لیدلي او خبرې به پر کومو موضوعاتو وي.

سي‌آی‌ای د دې راپور په اړه له تبصرې ډډه کړې.

د کرملین ویاند دیمیتري پېسکوف هم راپور نه تائید او نه رد کړی؛ خو رویټرز ته یې ویلي، چې ولسمشر ولادیمیر پوتین له راټکلیف سره د لیدنې پلان نه‌لري.

یوه سرچینه، چې له موضوع خبره ده ویلي؛ امریکا تېره اوونۍ له اوکراین غوښتي وه، چې د روانې اوونۍ د دوشنبې، سې‌شنبې او چارشنبې پر ورځو د مسکو، سنټ‌پېټرزبورګ او د روسیې پر ځینو شمالي سیمو هوايي بریدونه ونه‌کړي؛ ځکه د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي الوتکه به مسکو ته الوتنه کوي.

فایننشل ټایمز له دې مخکې اوکراین ته د امریکا د دغه پیغام په اړه راپور ورکړی و.

امریکا له روسیې سره د ایران د نږدې سټراټېژیکې ملګرتیا له کبله هم اندېښمنه ده.

ایران له مسکو سره پراخې پوځي، اقتصادي او ډیپلوماټیکې اړیکې لري او د اوکراین په جګړه کې یې روسیې ته بې‌پیلوټه الوتکې ورکړې دي.

روسیې هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې ایران ته یې د امریکا په اړه د سپوږمکۍ انځورونه ورکړي او ویلي یې دي، چې د امریکا او ایران د شخړې د اواري لپاره مرستې ته چمتو ده.

Continue Reading

نړۍ

ایران زما د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه- نتانیاهو

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

Published

on

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ادعا کړې، چې ایران د هغه د یو زوی د وژنې هڅه کړې وه؛ خو د دې ادعا د وخت څرنګوالي او د دغه پلان د پلي کېدا د کچې په اړه یې جزئیات نه‌دي ورکړي.

نتانیاهو د دوشنبې پر ورځ له یوې اسرائیلي شبکې سره په ټیلیفوني مرکه کې ویلي؛ ایران د هغه یو زوی پر نښه کړی و او هڅه یې کړې وه، چې«ویې وژني».

هغه ویلي:« ایران هڅه وکړه، چې زما یو زوی ووژني؛ له همدې کبله د امنیت ټینګول تجمل نه‌دی.»

د اسرائیلو لومړي وزیر څرګنده کړې نه‌ده، چې د هغه کوم زوی پر نښه شوی و؛ دا پېښه څه وخت شوې او د ایران ادعا شوی پلان تر کومې کچې پلي کېدا ته نږدې شوی و.

یائیر د نتانیاهو مشر زوی د امریکا په میامي ښار کې ژوند کوي.

په ملګرو ملتونو ټولنه کې د ایران استازولۍ هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغې ادعا په اړه د نظر ورکولو غوښتنې ته ځواب نه‌و ورکړی.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته کېږي، چې په فبرورۍ میاشت کې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

نتانیاهو همداراز ویلي، چې د اسرائیلو د کورني امنیت ادارې مشر ډیویډ زیني ته یې امر کړی، چې د لومړي وزیرۍ ټولو نوماندانو ته د هغوی د اړتیا وړ امنیتي تدابیر برابر کړي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ ګادي آیزنکوت، چې د نتانیاهو له سیاسي سیالانو څخه دی؛ یوه هغه څېره ده، چې د اوکټوبر اووه‌ویشتمې ټاکنو ته په درشل کې یې د امنیت ټینګولو موضوع مطرح شوې ده.

Continue Reading

نړۍ

له اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې

د ناروې د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د اوکراین لپاره د ځانګړې شوې مرستې کچه به د ۲۰۲۶ز.کال له مالي مرستو سره برابره وي.

Published

on

د ناروې حکومت اعلان کړی: په ۲۰۲۷ز.مالي کال کې به له اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه، چې شاوخوا ۹.۲ میلیارډ ډالره کېږي؛ مالي مرسته وکړي.

د ناروې د حکومت د خبرپاڼې له مخې؛ په ۲۰۲۷ز.کال کې د اوکراین لپاره د ځانګړې شوې مرستې کچه به د ۲۰۲۶ز.کال له مالي مرستو سره برابره وي.

دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار سټوره د یکشنبې پر ورځ د شمالي اروپا او بالټیک سیمې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره یوځای کیف ته تللی، چې له روسیې سره په جګړه کې له اوکراین څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د روسیې او اوکراین جګړه په داسې وخت کې څلور نیمو کلونو ته نږدې کېږي، چې دواړو لوریو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي او د یو بل اقتصادي بنسټیزې ودانۍ او بېخبناوې؛ ان له جګړه‌ییزو کرښو څخه په لرې سیمو کې پر نښه کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!