لوبی
بنګلهدېش د افغانستان پر وړاندې د ټسټ لوبې پر درېیمه ورځ ۳۲۹ منډې مخکې شو
د بنګلهدېش توپاچوونکو حسن محمود او عبادت حسین د افغانستان د توپوهنې په دوهیمه پاڼۍ کې له پیل مخکې د افغان توپوهونکو لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بنګلهدېش لپاره د ۱۰۶ منډو مخکښي برابره کړه.
د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې د افغانستان پر وړاندې د ټسټ لوبې په درېیمه ورځ د مشفقالرحیم او نجمالحسین شانټو د غوره توپوهنې پر مټ خپله مخکښي پیاوړی کړه او د ۳۲۹ منډو پر توپیر مخکې شو.
د بنګلهدېش توپاچوونکو حسن محمود او عبادت حسین د افغانستان د توپوهنې په دوهیمه پاڼۍ کې له پیل مخکې د افغان توپوهونکو لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بنګلهدېش لپاره د ۱۰۶ منډو مخکښي برابره کړه.
حسن محمود پېنځه او عبادت حسین څلور لوبغاړي وسوځول او افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۲۴۰ منډو پر جوړولو وسوځېد. رحمت شاه، چې په خپله لومړۍ ټسټ لوبه کې یې د لوبډلمشر په توګه لوبه کوله؛ د ۱۰۵ منډو پر جوړولو د افغانستان غوره توپوهونکی شو. عبدالمالک هم ۶۲ منډې جوړې کړې.
حسن محمود د درې پرلهپسې لوبغاړو پر سوځولو(هټټرېک) کولو د بنګلهدېش لومړنی چټک توپاچوونکی شو، چې په ټسټ لوبو کې دې لاستهراوړنې ته رسیږي. نوموړي په خپله اوولسمه ټسټ لوبه کې د ویکټو شمېر ۵۰ ته هم ورساوه.
بنګلهدېش دوهیمه پاڼۍ په ښه پیل سره پیل کړه؛ خو د درې لوبغاړو تر ژر سوځېدا وروسته افغانستان بېرته لوبې ته د راګرځېدا هیله پیدا کړه.
دغه راز مشفقالرحیم او نجمالحسین شانټو د څلورمې ویکټې لپاره د ۱۵۹ منډو ملګرتیا وکړه او د لوبې بهیر یې د بنګلهدېش پر ګټه بدل کړ.
مشفقالرحیم په ۱۴۸ توپونو ۸۱ او شانټو په ۱۹۱ توپونو ۸۲ منډې جوړې کړې.
افغانستان د درېیمې ورځې په وروستیو کې یو ځل بیا د لوبې ډګر ته ور وګرځېد.
ضیاءالرحمن؛ مشفقالرحیم او حسن محمود وسوځول او قیس احمد هم د لوبې له پای ته رسېدو لږ مخکې شانټو له ډګره بهر کړ.
بنګلهدېش به څلورمه ورځ د ۳۲۹ منډو پر مخکښۍ پیل کړي؛ خو افغانستان هڅه کوي، چې د منډو واټن راکم او لوبې ته بېرته راوګرځي.
لوبی
افغان الف لوبډلې هانګ کانګ ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
افغانستان الف کرکټ لوبډلې د آسیا د راټوکېدونکو ستورو جام په سیالیو کې هانګ کانګ لوبډلې ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان الف لوبډلې له پرلهپسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.
هانګ کانګ لوبډلې د پچې له بایللو او د توپاچونې له پرېکړې وروسته په ۲۱.۳آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۶۶ منډې وکړې.
اللهمحمد غضنفر د افغانستان لپاره څلور ویکټې واخیستې او نصیرخان معروفخېل درې ویکټې واخیستې.
افغانستان الف لوبډلې د ۶۷ منډو هدف په ۱۰.۲آورونو کې د درې ویکټو پر له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
دروېش رسولي پر۳۰توپونو ۵۰ منډې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ بریا ده. افغان لوبډلې له دې مخکې له بنګلهدېش او سریلانکا څخه ماتې خوړلې وه.
لوبی
افغانستان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه
افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.
افغانستان د دوشنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز.کال د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام په« ایافسي» سیالیو کې د B ګروپ د وروستۍ لوبې پر مهال ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه او د ګروپي پړاو سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.
افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.
افغانستان لوبه په پیاوړي ډول پیل کړه او د لوبې په درېیمه دقیقه کې محمد اکبر د رامز فاروق له پاس څخه پر ګټه اخیستو لومړی ګول وواهه.
درې دقیقې وروسته د افغانستان دروازهساتونکي محمد اسحاق د خپل نیمایي له دننه څخه پیاوړ دوهیم ګول وواهه او د افغانستان برلاسی یې دوه برابره کړ.
افغانستان خپل بریدونه روان وساتل او رامز فاروق په پنځلسمه دقیقه کې د میدان له منځنۍ کرښې څخه په لرې واټن ویشتلي توپ سره درېیم ګول وواهه.
ویتنام دوه دقیقې وروسته د هو کووک هونګ له لارې یو ګول وواهه. هغه د نګو ټان ټای د کونج له پاس څخه پر ګټه اخیستو د ویټنام د ګولونو حساب پرانیست.
د دواړو لوبډلو له څو هڅو سره- سره افغانستان خپله برلاسي وساتله او احمد نذیر په نههویشتمه دقیقه کې د سر پر ضربې څلورم ګول وواهه.
یوه دقیقه وروسته د ویتنام ټران نګوک باو دوهیم ګول وواهه؛ خو هدایتالله قریشي په څلوردېرشمه دقیقه کې پنځم ګول وواهه او د افغانستان ۵ پر ۲ بریا یې ډاډمنه کړه.
له دې بریا سره افغانستان حذفي پړاو ته د تګ هیله پیدا کړه؛ خو د دې هېواد د صعود برخلیک به د ګروپي سیالیو له بشپړېدا وروسته ښکاره شي.
لوبی
افغانستان د آسیا په اووه کسیز راګبي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د افغانستان راګبي ملي لوبډلې په ۲۰۲۶ز.کال آسیا اووه کسیز راګبي سیالیو کې بنګلهدېش ته د ۱۹ پر ۱۰ پر ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه.
دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.
د فیلیپین ملي لوبډلې په پایلوبه کې کوربه چین تایپه ته د ۱۹ پر ۱۴ له ماتې ورکولو سره له پنځه لوبو څخه د پنځه بریاوو پر ترلاسه کولو اتلولي خپله کړه.
چین تایپه دوهیم او افغانستان درېیم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه؛ بنګلهدېش په څلورم ځای کې راغی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، بنګلهدېش، فیلیپین او چین تایپه څلور لوبډلو ګډون کړی و.
-
تازه خبرونه5 days agoد معیار او کیفیت ادارې پلاوي له ایراني بنسټونو سره پر صادراتي او وارداتي خنډونو خبرې وکړې
-
نړۍ3 days agoټرمپ د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره -سره خپلې سوداګریزې تعرفې اعلان کړې
-
نړۍ5 days agoټرمپ په فلوریډا کې د ناټو له سرمنشي سره د اوکراین پر سولې خبرې کوي
-
تازه خبرونه5 days agoد پاکستان پخوانی سفیر له افغانستان سره د سټراټیژیکې هوکړې او خبرو غوښتنه وکړه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoمنځنی ختیځ د امریکا او ایران د کړکېچونو د بیا زیاتېدا زغم نهلري – قطر
-
سوداگري5 days agoد افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه ۱.۳۸ میلیارډ ډالرو ته رسېدلې او د همکاریو پر پراختیا خبرې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoښایي په نږدې راتلونکي کې افغان پلاوي روسیې ته سفر وکړي – ضمیر کابلوف
-
تازه خبرونه5 days agoد خبریالانو د خوندیتوب کمیټې د امریکا له بنده د افغان خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
