Connect with us

لوبی

افغانستان بنګله‌دېش ته د ماتې ورکولو چانس ورنه‌کړ او لوبه مساوي پای ته ورسېده

افغان لوبډلې په پېنځه ورځنۍ لوبه کې د بنګله‌دېش د بریا مخه ونیوله او په دوه‌یمه پاڼۍ کې یې ۱۴۲ آورونه ولوبول.

خپور شوی

د

Last Updated on: تله ۲۲, ۱۴۰۵

افغانستان د سې‌شنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې له بنګله‌دېش سره د یوې ټسټ لوبې په وروستۍ پاڼۍ کې زړهراکښونکی ټینګار نندارې ته وړاندې کړ او لوبه یې مساوي پای ته ورسوله.

افغان لوبډلې په پېنځه ورځنۍ لوبه کې د بنګله‌دېش د بریا مخه ونیوله او په دوه‌یمه پاڼۍ کې یې ۱۴۲ آورونه ولوبول.

صدیق‌الله اتل د افغانستان د دې ټینګار مخکښ و او په ۳۳۲ توپونو یې ۱۱۱ منډې وکړې.

د افغانستان لوبډلمشر رحمت شاه د لوبډلې هوډ او مبارزه وستایله او څرګندوي، چې دا سخته ترلاسه شوې پایله ورته بریا ته ورته ولوله رامنځته کوي.

افغانستان د ۴۷۹ منډو د هدف وڅاره او د دوه‌یمې پاڼۍ تر پایه یې اووه لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو د توپ‌وهنې له زغم ډکې او منظمې لوبې یې د بنګله‌دېش توپ‌اچوونکو ته د بریا فرصت ورنه‌کړ.

اکرام علی‌خېل ۳۳ منډې وکړې او رحمت شاه په دوه‌یمه پاڼۍ کې ۵۱ منډې جوړې کړې.

رحمت شاه له دې مخکې په لومړۍ پاڼۍ کې سلیزه وهلې وه. د هغه ۱۰۵ منډې د افغانستان په دې تاریخي لوبه کې د لوبډلمشرۍ د لومړۍ ټسټ لوبې لومړۍ سلیزه وه.

بنګله‌دېش وروسته له هغې د بریا په درشل کې ښکارېده، چې خپله دوه‌یمه پاڼۍ یې د اووه لوبغاړو پر سوځېدو د ۳۷۲ منډو پر جوړولو اعلان کړه.

لیټن داس پر ۱۱۷ توپونو ۱۰۲ منډې، نجم‌الحسین شانټو ۸۲ او مشفق‌الرحیم ۸۱ منډې وکړې.

مهیدي حسن میراز په ۵۲ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

لیټن داس د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

هغه په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۳ منډې او په دوه‌یمه پاڼۍ کې سلیزه وهلې وه.

نوموړي نهه لوبغاړي هم وسوځول او لومړنی ویکټ هغه ساتونکی شو، چې په یوه ټسټ لوبه کې یې د نیمه‌سلیزې، سلیزې او نهو سوځونو ریکارډ جوړ کړ.

د بنګله‌دېش توپ‌اچوونکي حسن محمود هم تاریخي کارنامه ترسره کړه او د دغه هېواد لومړی توپ‌اچوونکی شو، چې په ټسټ کرکټ کې درې پرله‌پسې ویکټې اخلي.

هغه د افغانستان پر وړاندې د ۵۵ منډو په بدل کې پېنځه ویکټې واخیستې؛ ایباډوټ حسین هم د افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې څلور ویکټې واخیستې.

افغانستان له دې مخکې د بنګله‌دېش د ۳۴۶ منډو په ځواب کې د لومړۍ پاڼۍ له ۲۴۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېد.

رحمت شاه او عبدالمالک، چې ۶۲ منډې یې کړې وې؛ د بنګله‌دېش د پیاوړې پیل شوې توپ‌وهنې وروسته د افغانستان پاڼۍ بېرته منظمه کړه.

د بنګله‌دېش لوبډلمشر شانټو د افغانستان لوبه وستایله او څرګندوي، لوبډله یې د بریا د نه ترلاسه کولو له کبله ناهیلې ده؛ خو له دې سیالۍ به ارزښتناک درسونه واخلي.

هغه د لیټن ډاس د بېرته ښه لوبېدا او د خپلې لوبډلې د چټکو توپ‌اچوونکو ونډه هم وستایله.

رحمت شاه بیا د لوبغاړو د هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي؛ هغوی خپلې لوبې ته ژمن پاتې شول او پوهېدل، چې کله برید وکړي او کله دفاعي لوبه وکړي.

نوموړي د لوبې پر وروستۍ ورځ د صدیق‌الله اتل زغم او پوخوالی وستایه.

اوس د متحده عربي اماراتو د یو ورځنیو لوبو درې‌اړخیزې سیالۍ ته پام اوړي، چې افغانستان، بنګله‌دېش او زیمبابوې به په کې برخه واخلي.

ټاکل شوې، چې بنګله‌دېش د شنبې پر ورځ د تلې پر پېنځه‌ویشتمه / د اوکټوبر پر اووه‌لسمه د ابوظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې له زیمبابوې سره مخ شي.

لوبی

افغان الف لوبډلې هانګ کانګ ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه

افغانستان الف لوبډلې له پرله‌پسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۳, ۱۴۰۵

 

افغانستان الف کرکټ لوبډلې د آسیا د راټوکېدونکو ستورو جام په سیالیو کې هانګ کانګ لوبډلې ته د اووه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان الف لوبډلې له پرله‌پسې دوه ماتو وروسته په دوحه کې د هانګ کانګ پر وړاندې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

هانګ کانګ لوبډلې د پچې له بایللو او د توپ‌اچونې له پرېکړې وروسته په ۲۱.۳آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا ۶۶ منډې وکړې.

الله‌محمد غضنفر د افغانستان لپاره څلور ویکټې واخیستې او نصیرخان معروف‌خېل درې ویکټې واخیستې.

افغانستان الف لوبډلې د ۶۷ منډو هدف په ۱۰.۲آورونو کې د درې ویکټو پر له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

دروېش رسولي پر۳۰توپونو ۵۰ منډې وکړې او د افغانستان په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

دا په دغو سیالیو کې د افغانستان الف لوبډلې لومړۍ بریا ده. افغان لوبډلې له دې مخکې له بنګله‌دېش او سریلانکا څخه ماتې خوړلې وه.

Continue Reading

لوبی

افغانستان په آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام کې ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه

افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.

Published

on

 

افغانستان د دوشنبې پر ورځ د ۲۰۲۶ز.کال د آسیا ملتونو ساحلي فوټبال جام په« ای‌اف‌سي» سیالیو کې د B ګروپ د وروستۍ لوبې پر مهال ویټنام ته ۵ پر ۲ ماتې ورکړه او د ګروپي پړاو سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.

افغانستان له دې بریا سره درې امتیازونه ترلاسه کړل او په B ګروپ کې درېیم ځای ته پورته شو؛ خو حذفي پړاو ته د دې هېواد د تګ برخلیک به د ګروپ د پاتې سیالیو له پایلو سره تړلی وي.

افغانستان لوبه په پیاوړي ډول پیل کړه او د لوبې په درېیمه دقیقه کې محمد اکبر د رامز فاروق له پاس څخه پر ګټه اخیستو لومړی ګول وواهه.

درې دقیقې وروسته د افغانستان دروازه‌ساتونکي محمد اسحاق د خپل نیمایي له دننه څخه پیاوړ دوه‌یم ګول وواهه او د افغانستان برلاسی یې دوه برابره کړ.

افغانستان خپل بریدونه روان وساتل او رامز فاروق په پنځلسمه دقیقه کې د میدان له منځنۍ کرښې څخه په لرې واټن ویشتلي توپ سره درېیم ګول وواهه.

ویتنام دوه دقیقې وروسته د هو کووک هونګ له لارې یو ګول وواهه. هغه د نګو ټان ټای د کونج له پاس څخه پر ګټه اخیستو د ویټنام د ګولونو حساب پرانیست.

د دواړو لوبډلو له څو هڅو سره- سره افغانستان خپله برلاسي وساتله او احمد نذیر په نهه‌ویشتمه دقیقه کې د سر پر ضربې څلورم ګول وواهه.

یوه دقیقه وروسته د ویتنام ټران نګوک باو دوه‌یم ګول وواهه؛ خو هدایت‌الله قریشي په څلوردېرشمه دقیقه کې پنځم ګول وواهه او د افغانستان ۵ پر ۲ بریا یې ډاډمنه کړه.

له دې بریا سره افغانستان حذفي پړاو ته د تګ هیله پیدا کړه؛ خو د دې هېواد د صعود برخلیک به د ګروپي سیالیو له بشپړېدا وروسته ښکاره شي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د آسیا په اووه کسیز راګبي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.

Published

on

 

د افغانستان راګبي ملي لوبډلې په ۲۰۲۶ز.کال آسیا اووه کسیز راګبي سیالیو کې بنګله‌دېش ته د ۱۹ پر ۱۰ پر ماتې ورکولو د برونزو مډال وګاټه.

دغه سیالۍ د شنبې او یکشنبې پر ورځو د چین تایپه( تایوان) کې ترسره شوې.

د فیلیپین ملي لوبډلې په پایلوبه کې کوربه چین تایپه ته د ۱۹ پر ۱۴ له ماتې ورکولو سره له پنځه لوبو څخه د پنځه بریاوو پر ترلاسه کولو اتلولي خپله کړه.

چین تایپه دوه‌یم او افغانستان درېیم ځای خپل کړ او د برونزو مډال یې وګاټه؛ بنګله‌دېش په څلورم ځای کې راغی.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، بنګله‌دېش، فیلیپین او چین تایپه څلور لوبډلو ګډون کړی و.

 

 

 

 

 

 

 

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!