Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د مشرانو جرگې غړيو د ځانگړې محكمې له پرېكړې ملاتړ څرگند كړ

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مشرانو جرگې غړي د سترې محكمې او د سترې محكمې د عالي شورا د پېنځه غړيو د باور رايې اخيستل د قانون خلاف بولي.

د مشرانو جرگې غړي د ولسي جرگې په انگړكې د ولسې جرگې د غړيو د پلويانو را غونډيدل د اندېښنې وړ بولي.

د ولسي جرگې په انگړكې له قانون څخه د ملاتړ د ائتلاف له خوا د خيمې پر درولو او احتجاج د مشرانو جرگي يو شمېرغړيو كلكې نيوكې وكړې.

د مشرانو جرگې غړى نثار حارس وايي:

د مشرانو جرگې دا غړي د ولسي جرگې په انگړكې د احتجاج له لامله اندېښنه لري او وايي، چې د وكيلانو يو شمېر پلويان وسله وال دي او دا كار به د ملي شورا امنيت له گواښ سره مخ كړي.

د مشرانو جرگې غړى حق و يون بيا وايي، چې:

د ټاكنو د ځانگړې محكمې له پرېكړې ملاتړ كوي او د هغې د پلې كيدو غوښتنه لري.

دوى د سترې محكمې له سرپرست، پېنځه غړيو او لوى څارنوال څخه د باور رايې اخيستل د قانون خلاف بولي او دا وكيلان له قانون څخه پرسرغړونه تورنوي.

د مشرانو جرگې غړى هدايت الله رهايي د ولسمشر حامد كرزې په باب له قانون څخه د ملاتړ د ائتلاف رييس عبدالظاهر قدير وروستۍ څرگندونې په كلكه وغندلې.

د دوى په باورعبدالظاهرقدير افغان ولسمشر ته سپكاوى كړى او كه د هغه مخنيوى ونه شي؛ نو نورو چارواكو ته به هم سپكاوى وكړې.

عبدالظاهر قدير افغان ولسمشر حامد كرزې ته د ځان له خوا هر ډول سپكاوى ردوي او وايي، چې:

د مشرانو جرگه د ولسمشر له خوا خبرې كوې.

نوموړي د ولسي جرگې په انگړ كې د وكيلانو د هغو پلويانو شتون هم ردوي، چې له ځان سره وسله لري.د يادونې وړ ده ، چې په ولسي جرگه كې د حامد كرزي په ملاتړ د اصلاح غوښتونكيو ائتلاف هم خپل غږ  راپورته كړى ، چې څه ناڅه ۳۳ تنه يې د قانون د ملاتړ په ائتلاف كې غړيتوب لري.

Advertisement
Click to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

سیمه ییز خبرونه

سعودي عربستان د ایران د جګړې پر مهال په عراق کې هوايي بریدونه کړي دي

دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.

Published

on

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ایران د جګړې په لړ کې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د عراق هغه هدفونه وویشتل، چې د تهران له ملاتړه برخمنو وسله‌والو ډلو پورې تړلي بلل کېدل.

دا بریدونه د سعودي عربستان او عراق ترمنځ د شمالي پولو په نږدې سیمو کې ترسره شوي او هغه اډې او مورچلې یې پر نښه کړي، چې د ایران له ملاتړه برخمن ول.

د راپور له مخې؛ په دغو هدفونو کې داسې ځایونه هم ول، چې له هغه ځایه د سعودي عربستان او د خلیج د نورو هېوادونو پر ضد د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه ترسره کېدل.

همدارنګه راپور ښیي، چې ځینې وختونه د کویټ له خاورې څخه د عراق پر لور د توغندیزو بریدونو خبرونه هم ورکړ شوي؛ خو دا روښانه نه‌ده، چې دا بریدونه په کویټ میشتو امریکایي ځواکونو کړي او که سیمه‌ییزو ځواکونو.

په یوه بله پېښه کې د عراق د جنوب د «کتائب حزب‌الله» ډلې پوستې پر نښه شوي، چې له کبله یې څو جنګیالي وژل شوي او د بې‌پیلوټه الوتکو د عملیاتو یو ارتباطي مرکز هم ویجاړ شوی دی.

رویټرز څرګنده کړې، چې سعودي عربستان د جګړې پر مهال د خپلو سیمو پر ضد د بریدونو په ځواب کې د لومړي ځل لپاره د ایران پر خاوره هم مستقیم بریدونه کړي دي. متحده عربي اماراتو هم ورته عملیات ترسره کړي دي.

دغه راز له ایران سره نږدې ډلې په عراق کې د جګړې پر مهال سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې د خلیج پر هېوادونو؛ په ځانګړي توګه سعودي عربستان او کویټ توغولي دي.

د دغو بریدونو له کبله د خلیج عربي هېوادونه اړ شوي، چې د عراق له حکومت څخه وغواړي د دغو ډلو فعالیتونه کنټرول کړي او ان د اعتراض پر توګه یې د عراق سفیران او استازي هم احضار کړي دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د لنډمهالي حکومت جوړولو فورمول وړاندې کړ

د نوموړي د  څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.

Published

on

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شنبې پر ورځې ناوخته (د غويي نولسمه) د پاکستان ژغورلو لپاره په فیسبوک‌پاڼه کې اڅکزی نومی فورمول  وړاندې کړ.

د اڅکزي په دې فورمول کې وړاندیز کړی: «پاکستان باید یو ډيموکراټيک نظام او اساسي قانون ولري، عدالت حاکم او مطبوعات له سانسور څخه آزاد وي. ډاډ دې ورکړ شي، چې وسله‌وال ځواکونه به له سیاسي بهیره لرې پاتې کیږي او یوازې به په خپلو ټاکل شویو مرکزونو کې  له ملي دفاع او د پولو پر ساتنې تمرکز ولري».

د نوموړي د  څرګندونو له مخې؛ منتخب پارلمان باید د واک سرچینه وي او ټولې کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ د پارلمان له لوري تصویب او ټول سیاسي بندیان دې خوشې شي.

د اڅکزي په فورمول کې راغلي: «ټول سیاسي بندیان باید خوشې او داسې لنډ مهاله ملي حکومت جوړ شي، چې پاکستان بېرته ولسواک کړي. د ټاکنو یو روڼ او خپلواک کمیسیون باید د یو کال په دننه کې آزادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي».

دغه راز اڅکزي له سیاسي ډلو او خپلواکو شخصیتونو غوښتي، چې که له دې غوره وړاندیز لري؛ دی یې هرکلی کوي.

د یادونې ده، چې د پاکستان اوسني حکومت تر دې دمه د «اڅکزي فورمول» ته غبرګون نه‌دی ښودلی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په خیبر پښتونخوا کې د موټربم چاودنې له کبله څلور پاکستاني پولیس افسران ووژل شول

د رویټرز د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي سجاد خان ویلي؛ ښايي هغه ۱۵ پولیس افسران هم وژل شوي وي، چې د بنو ښار په څنډه کې یې د یوې امنیتي پوستې دنده ترسره کوله.»

Published

on

د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د موټربم په چاودنه کې لږ تر لږه څلور پولیس افسران وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د پولیسو یوه چارواکي سجاد خان ویلي؛ ښايي هغه ۱۵ پولیس افسران هم وژل شوي وي، چې د بنو ښار په څنډه کې یې د یوې امنیتي پوستې دنده ترسره کوله.»

هغه زیاته کړې، چې له چاودنې وروسته نښته هم رامنځته شوې ده.

وسله‌والو په دې برید کې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) هم کارولي دي.

«اتحاد المجاهدین» نومې یوې ډلې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!