Connect with us

تازه خبرونه

د نهرين ولسوالې اوسېدونكو د محلي پوليسو له جوړېدو سره مخالفت كړى

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-08-04-18h38m06s110

د بغلان د نهرين ولسوالې اوسېدونكو په دغه ولسوالې كې د محلي پوليسو له جوړېدو سره مخالفت كړى. د دغې ولسوالې يو شمير اوسېدونكو د يوه لاريون په ترڅ كې ويلي دغه ولسوالې نا امنه نه ده او د محلي پوليسو جوړولو ته اړتيا نه لري.
د بغلان د نهرين ولسوالې لسګونه اوسېدونكي له دوو ورځو را په دېخوا لاريون كوي او په دغه ولسوالې كې د محلي پوليسو جوړېدل د محلي پوليسو د جوړولو د لايحې خلاف ګڼي.
دوى وايي، كه څه هم د نهرين ولسوالۍ امن ده او وسله وال مخالفين په كې فزيكي حضور نه لري، خو حكومت محلي پوليس، چې دوى په كې نه دي جذب شوي جوړ كړي دي.
په همدې وخت كې د بغلان د پوليسو قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي، دا لاريون هغو كسانو تنظيم كړى، چې سلګونه ميله غېر قانوني وسلې كاروي.
ښاغلى امرخېل همدارنګه وايي، د نهرين د ډبرو سكرو كان د غېر مسئولو وسله والو له خوا په داسې حال شوى، چې هغه شركت له ستونزو سره مخامخ كوي چې پکې د کارکولو تړون يې كړى.
د سيمې اوسېدونكي وايي، چې په نهرين ولسوالې كې د شين دره او چنارك په نومونو د ډبرو سكرو دوه كانونه موجود دي، چې دواړه يې د هنديانو له خوا ايستل كېږي.

Advertisement

تازه خبرونه

مقام ایرانی: تنها نقاط آسیب پذیر مرز با افغانستان حصارکشی خواهد شد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

یک مقام نظامی ایران گفته است که همه مرزهای ایران با افغانستان حصارکشی نمی‌شود، بلکه تنها در نقاط آسیب‌پذیر انسداد فیزیکی ایجاد می‌گردد.

اردوی ایران اعلام کرده که طرح انسداد مرز با دیوار کانکریتی چهار متری، سیم‌ خاردار و حصار در ظرف سه سال اجرا خواهد شد.

به گزارش خبرگزاری ایسنا، قاسم رضایی، معاون قوماندان انتظامی ایران درباره طرح انسداد مرزهای شرقی گفت: «در بعضی مرزهای شمال غربی و شرقی، تهدیداتی از آن سوی مرزها وجود دارد که ما با آن مقابله می‌کنیم.»

وی افزود که ممکن است قاچاق مواد مخدر، قاچاق انسان و حتی نفوذ تروریست‌ها از این مرزها صورت گیرد؛ به همین دلیل تصمیم‌ گرفته شده است که این مرزها مسدود شود تا کنترول و مدیریت آن به‌گونه بهتر صورت گیرد.

طبق یک خبر دیگر، وزیر داخله ایران اعلام کرده است که در طول یک سال گذشته بیش از یک میلیون و ۳۰۰ هزار شهروند خارجی به کشور شان برگشته اند.

احمد وحیدی افزوده است که اتباع غیر قانونی باید از ایران خارج شوند و این کشور اتباع جدید را نمی‌پذیرد.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره د روغتیا نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده – عبدالسلام حنفی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په کابل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له یوه لوړپوړي چارواکي سره په کتنه کې د لریو پرتو سیمو د کلینیکونو د جوړولو او د څانګوالو یا متخصصینو د روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دې ټولنې د همکاریو غوښتنه وکړه.

د ریاست الوزراء د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د مخدره توکو له توليد او قاچاق سره د مبارزې په ګډون په ټول هېواد کې پر نشه‌یی توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، د اداری فساد د له منځه وړلو او د امنیت د خوندي کولو پرمختګونو ته په نغوته کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان څوکۍ دې د اسلامي امارت استازي ته وسپاري او د مدیترانې سیمې د اجرائیوي بورډ او رهبرۍ په غونډو کې د افغانستان غړیتوب بېرته خوندي کړي.

عبدالسلام حنفي دغه راز د کوکنارو د کښت د بدیل برابرولو او له سیلاب ځپلیو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز نوموړي د پولیو پر له منځه وړلو د ټینګار تر څنګ د روغتیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پولیو د تشخیص لابراتوارونه فعال او واکسین ورکړي، د سرطان د درملنې مرکز جوړ کړي، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخه ونیسي او د پاکو اوبو د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

د اسلامي امارت د اداري مرستيالۍ د خبرپاڼې له مخې، د روغتيا نړيوالې ټولنې د ختيځې مديترانې سيمې مشرې حنان حسن بلخي په دې غونډه کې ويلي، چې د دې ټولنې لپاره روغتيايي موضوع غير سیاسي او د دې ټولنې یو له لومړیتوبونو څخه ده.

نوموړې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته نغوته وکړه او هیله څرګندوي، چې د روغتیا او پوهنې په برخه کې به د افغانانو لپاره ښه شرایط برابر شي.

میرمن بلخي وایي؛ د روغتيا نړيوالې ټولنې له نورو نړيوالو ټولنو او اروپايي ټولنې سره په ګډه درې کلنه پروژه لري، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول هم په کې شته.

نوموړې دغه راز د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هلو ځلو قدردانی وکړ او زياتوي، چې د افغان بزګرانو لپاره د بديل معيشت د برابرولو په اړه به له نړيوالې روغتيايي ټولنې او نورو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې دې پلاوي په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو د جوړېدو، د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا، دوامداره همکارۍ، د ساري ناروغیو د کنټرول او غوره همغږۍ په اړه د عامې روغتیا له چارسمبالي سره هم بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

په ګمبیا کې د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د پېنځلسمې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوی وکړي.

د دې غونډې په پای کې دوی د زده‌کړو او کار حق د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه وباله او په دې اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو ډېرو بحثونو غوښتنه وکړه.

دغه راز د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ او تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره د قومي ډلو، نشه‌یي توکو، تروریزم او ټولنیزو ستونزو مخنیوي ته د هڅو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.

د اسلامي همکاریو ټولنې د ۵۷ غړیو هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې، چې د تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.

 د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون درلود.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!